ډیره جالبه ده! سویان یا خرګوشان د خپلو بچیانو د چټک تولید له امله په ټوله نړۍ کې مشهور دي: -.یوه سوی په کال کې له 4 څخه تر 8 ځله پورې بچیان زېږولای شي. - یوه سوی عموماً په یوه ځل له 3 څخه تر 8 پورې بچیان زېږوي، خو کله ناکله دا شمېر تر 12 پورې هم رسېږي.- د سوی د امیندوارۍ موده یوازې له 30 څخه تر 32 ورځو پورې وي.-.تر ټولو حیرانوونکې خبره دا ده چې یوه سوی د بچیانو له زېږولو یوه ورځ وروسته بیا هم د امیندواره کېدو وړتیا لري. -.د سوی بچیان یوازې د 3 څخه تر 6 میاشتو په عمر کې د خپل نسل د تولید وړ ګرځي. همدا لامل دی چې که ازاد پرېښودل شي، نفوس یې په ډېر چټکۍ سره زیاتېږي.- خلک عموماً فکر کوي چې سوی یوازې ګازرې خوري، خو حقیقت بل ډول دی. - د سوی اساسي او تر ټولو خوښېدونکې غذا وچ واښه او شنه سبزیجات دي. د هغوی هاضمي سیستم داسې جوړ شوی چې باید تل یو څه وژوي او وخوري.- په ګازره کې د بورې اندازه زیاته وي، نو ځکه باید د سوی د ورځني خوراک برخه نه وي، بلکې کله ناکله د ځانګړي خوراک یا انعام په توګه ورکړل شي.- دا د سوی یوه عجیبه خو ډېره مهمه ځانګړنه ده. خرگوش یو ځانګړی نرم غایطه مواد تولیدوي چې وروسته یې بیا خوري. په دې ډول هغوی کولی شي له خپلو خوړو څخه پروټینونه او ویټامینونه په بشپړه توګه جذب کړي. که دا کار ونه کړي، ناروغ کېدای شي.ـ یو کوچنی سوی هم د پام وړ اوبو ته اړتیا لري. دوی باید تل پاکو او تازه اوبو ته لاسرسی ولري.- د سوی غاښونه د ټول ژوند په اوږدو کې پرلهپسې وده کوي. د واښو او لرګیو په ژولو سره دا غاښونه ورو ورو سایېږي او په مناسب حالت کې پاتې کېږي.- د سوی سترګې د سر په دواړو غاړو کې موقعیت لري، له همدې امله کولی شي د خپل شاوخوا ډېره برخه وویني او آن تر شا هم نظر ولري. یوازې د پوزې مخې ته یوه کوچنۍ برخه نه شي لیدلای.- کله چې سوی ډېر خوشحاله وي، نو په هوا کې ټوپ وهي، تاوېږي او منډې وهي. دې ښکلي حرکت ته بنکي ویل کېږي. #ژباړه ریس خادیم🌹 #جالب #معلومات
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
270 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
281 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
455 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)