د بېسبال مشهور لوبغاړی Ted Williams دا مهال په یوه ځانګړې فولادي کرایوجینک خونه کې ساتل کېږي، د هغه جسد په مایع نایتروجن کې د ۱۹۶- سانتي ګريډ تودوخه کې کنګل شوی دی. هغه د نړۍ له شاوخوا ۵۰۰ کسانو څخه یو دی چې د کرایونیکس (Cryonics) لاره یې غوره کړې، پدې طریقه کې د قانوني مرګ له اعلان وروسته د انسان بدن ساتل کېږي، په دې هیله چې راتلونکی پرمختللی ساینس او طب به یوه ورځ د هغه د بیا راژوندي کولو توان پیدا کړي، سربېره پر دې له ۴۰۰۰ څخه زیاتو نورو کسانو هم د همدې پروسې لپاره نوملیکنه کړې ده، خو ایا دا به واقعاً کار وکړي ؟ ډېری ساینسپوهان په دې اړه شک لري ځکه په دومره ټیټه تودوخه کې د حجرو دننه غوړ کلک او سختيږي، د حجرو غشا (Cell Membrane) زیانمنيږي، د یخ واړه کریسټالونه جوړيږي چې نازک نسجونه په ځانګړي ډول دماغ خرابوي. تر اوسه پورې هیڅ داسې انسان نشته چې د کرایونیکس له لارې بيرته راژوندی شوی وي، همدارنګه داسې ساینسي ثبوت هم نشته چې وښيي اوسني کرایونیکس میتودونه یو مړ انسان بېرته ژوند ته راوګرځوي. نو بيا ولې خلک دې کار ته نومليکنه کوي ؟ د کرایونیکس پلویان وایي: "که د راتلونکي لپاره حتی یو ډېر کوچنی چانس هم موجود وي، نو دا له هېڅ چانس څخه غوره دی." دوی باور لري چې راتلونکی پرمختللی طب، نانو ټکنالوژي او د نسجونو د ترمیم نوې طریقې کېدای شي هغه ستونزې حل کړي چې نن ورځ ناممکنې ښکاري.
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.3
10 ټولې رایې
5★
3
4★
1
3★
2
2★
4
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
جالب
د نړۍ تر ټولو ارزښتمن انځور
د نړۍ تر ټولو ګران انځور! شاوخوا ۵۰۰ کاله مخکې Mona Lisa انځور رسم کړ، خو هېچا به فکر نه کاوه چې یوه ورځ به د نړۍ تر ټو...
نصيح الله ماهر
127 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
جالب
د بشر په تاریخ
د بشر په تاریخ کې هغه ورځ چې د تصویر په شکل ثبت سوه! د نن څخه پوره 57 کاله دمخه هغه درې ستورمزلي په یوه کپسول کې په «ارا...
ریس خادیم
183 لیدنې
01 Aug 2026
0.0
(0)
جالب
اوس نه پوهیږم چې دا جهالت دی که مجبوریت؟
داسې عجیبه مو کله اوریدلې ده!؟ پرون په یو سراچه موټر کې تابوت ایښی و او یو تن ورسره په مخکې سیټ کې ناست خو هیڅ کوم خفګان...
جاويد شينواري
237 لیدنې
01 Aug 2026
0.0
(0)