کله چي په ۱۹۶۷ م کال کي، مـ.ـصر د اِیـسغـائـیلو سره د جګړې دپاره چمتووالی نیولی وو، د مصـ.ـر خلک د جګړې او بریا په تمه وه او په ښارونو کي د مرستو او بسپنو اعلانونه کېدل، نو پرېکړه وسوه چي د جون میاشتي په لومړۍ نېټه د مـ.ـصر په (اِنـشاص هوايياډه) کي د هواييځواکونو د افسـرانو د خوښۍ دپاره یو هنري محفل جوړ سي، په دې مراسمو کي به د صلاح عرام په مشرۍ موسیقي او سندري ویل کیږي.خو، ناڅاپه او د څرګند دلیل پرته، د محفل نېټه د جون میاشتي څلورمې ته بدله سوه ــ یعني د جګړې د پیل څخه یوازي یوه شپه دمخه؛ نو پیلوټانو او افسرانو د سهار تر شپږو بجو پوري په محفل کي شپه تېره کړه، حال دا چي ټاکل سوې وه چي محفل به د سهار پر درو بجو پای ته ورسېږي.په دې مراسمو کي یوه ناڅاپي پېښه بله هم وسوه؛ هنرمند عبدالحلیم حافظ د څرګند دلیل پرته د ګډون څخه بخښنه وغوښته او په محفِـل کي حاضر نه سو، خو محمد رشدي، فایده کامل، ماهر العطار او شهرزاد په محفِـل کي ګډون وکړ، نڅاګري ښځي (زینات علوي) هم د سرتیرو د ساعتیري او خوښۍ دپاره تر سهاره شرقي نڅاء وکړه.په هغه شپه په انشاص اډه کي د اذان، قرآنکریم او اذکارو پر ځای د موسیقۍ، ډُهلو او شرابو ږغونه پورته وه او ځینو افسرانو تر سهاره په محفل او عیشعشرت کي شپه تېره کړه.د محفل د پای ته رسېدو او د هنرمندانو د قاهرې پر لور د ستنېدو لږ وخت وروسته، ايـ.ـسغائیلي الوتکو د انشاص پر هوايي اډه برید وکړۍ او اډه یې په درنو بمونو او توغندیو وویشتله، د مـ.ـصر د هوايي ځواک یوه لویه برخه پر مځکه لهمنځه یووړل سوه ـــ یعني شاوخوا ۳۸۸ مـ.ـصري الوتکي ویجاړي سوې.د ۱۹۶۷ م کال جګړه یوازي شپږ ورځي روانه وه، په دې جګړه کي ایسـ.ـغائیل د مـ.ـصر، سـ.ـوریې او اُردن پر ګډوځواکونو بریالی سو او د سیـناټاپووزمه، د سـ.ـوریې د جـ.ـولان لوړي برخي، غـزه، د لوېدیځېغاړي او ختیځ بیـ.ـتالمقدس ځیني سیمي یې ونیولې، چي ختیځ بیـ.ـتالمقدس او مـ.ـسجد الاقـ.ـصٰی هم پکښي شامل وه، دا جګړه د شلمي پېړۍ د تر ټولو لنډو او اغېزناکو جګړو څخه ګڼل کېږي.د جـ.ـګړې د مرګژوبلي په اړه متفاوتي شمېرې راغلي، خو په عربي هېوادونو کي د وژل سوو کسانو شمېر په زرګونو وو، د عـ.ـربي هېوادونو پوځي تجهیزات هم د درنو زیانونو سره مخ سول. ددې جګړې اغېزې تر نن ورځي پوري دوام لري، د لوېدیځېغاړي وضعیت لاهم د ایـ.ـسغائیل او فلسـ.ـطین د شخړې د مهمو موضوعاتو څخه دی او د هغې ورځي څخه ایـ.ـسغائیل ختیځ بیـ.ـتالمقدس او جـ.ـولان د خپل قلمرو برخه ګڼي.خو، برعکس په هغه شپه د ايـ.ـسغائیلو د پوځ لوی مـ.ـذهبيمشر ــ ربي (شـ.ـلومو غـ.ـورین) د جګړې د پیل دمخه د خپلو ځـ.ـواکونو سره وو، د جګړې دپاره یې مـ.ـذهبي ویناوي او دعاوي کولې او د پوځ د مـ.ـذهبي چارو پر تنظیم یې کار کاوه.د ۱۹۶۷ م کال د جون میاشتي پر ۴مې ايـ.ـسغائیل په هغه شپه د عادي حالت په څېر نه وه؛ بلکي د سهار د برید دپاره یي ټوله شپه دعـ.ـاوي کولې او ډېر دقیق پوځي چمتووالی یي نیولی وو ــ حتی داسي لاهم ویل کيږي چي ربي (شـ.ـلومو غـ.ـورین) تر سهاره خپل پر سر د تـ.ـورات کتاب نیولی وو او دعاوي، ژړاوي او زارۍ یي کولې چي ایسـ.ـغائیل پر مسـ.ــلمانانو بریالي سي.ایسغائیلو په هغه شپه څه کول؟ د هماغې ورځي په ماښام د پوځ لوی درستیز د لوړپوړو قوماندانانو سره مشوره وکړه او پرېکړه وسوه چي سبا، د جون پر ۵مه، سهار پر مـ.ـصر هوايي برید پیل سي.د برید اصلي هدف دمخه لا د مصـ.ـر هوايي ځواک ټاکل سوی وو، د ایسغائیلو د «موکد/Focus» عملیاتو هدف دا وو چي د مصر هوايي ځواک تر دې دمخه دمنځه یووړل سي چي مـ.ـصري الوتکي د خپلو اډو څخه هوا ته پورته سي او ایسغائیلو د څو کلونو راهیسې ددې عملیاتو دپاره پلان جوړ کړی وو.د مـ.ـصر د هوايي اډو په اړه یې ډېر دقیق استخـ.ـباراتي معلومات لرل، ایسغائیلي استـ.ـخباراتو د مـ.ـصري هوايي اډو، د الوتکو د ځایونو، راډارونو او حتی د مصـ.ـري پیلوټانو د ورځني معمولي ژوند په اړه معلومات راټول کړي وو، دوی پوهېدل چي مصري الوتکې سهار ګزمې کوي، بېرته اډو ته راځي او د ۷:۰۰ او ۸:۰۰ بجو ترمنځ د هوايي اډو فعالیت نسبتاً کمېږي، نو له همدې امله یې ۷:۴۵ دقیقې وخت د برید دپاره غوره کړ.الوتکي د حیرانوونکي برید دپاره چمتو سوي وې، د ایسغائیلو د هوايي ځواک نږدې ټولي عملیاتيالوتکي د لومړي برید دپاره وکارول سوې؛ یوازي شاوخوا ۱۲ جنګي الوتکي د ایسغائیلو د کورنيامنیت د دفاع دپاره ساتل سوې وې، پیلوټانو ته امر سوی وو، چي په ډېره ټیټه ارتفاع کي پرواز وکړي او د راډیويي اړیکو د کارولو څخه ډډه وکړي، ترڅو د مصـ.ـر راډارونه په خبر نسي.د برید وخت هم ډېر دقیق محاسبه سوی وو ــ یعني وخت د سهار ۷:۴۵ ځکه غوره سوی وو چي د مـ.ـصر د سهار لومړنۍ هواييګزمې بېرته اډو ته ستنې سوې وې، خو د ورځي رسمي پوځي فعالیت لاهم بشپړ پیل سوی نه وو ــ یعني په ۲۵ دقیقو کي د ایسغائیلو هدف دا وو چي مصـ.ـري الوتکې پر مځکه دمنځه یوسي، نه دا چي طیارې په هوا کي وي.مقصد پلان او د امکاناتو سم کارول دې ته وایي ــ په ۲۵ دقیقو کي یي د مـ.ـصري یارانو د غرور، بې ځایه پر ځان باور، غفلت، بدخابۍ، نشې او مستې څخه په ګټه اخیستنه ۳۸۸ طیارې ور ویجاړي کړې ـــ تر ننه بیا د ولاړیدو نه سول ــ ختم سول. . . . . ا،ح،پ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
215 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
274 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
440 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)