کله چې ټول ستا مخالف وي، نو حیوان جوړ شه، خو هوښیار حیوان!یوه ورځ یو آس په ژور کوهي کې ولوېد. آس له وېرو څخه په لوړ آواز چیغې وهلې. د آس مالک یو بزګر و، چې د کوهي پر غاړه ولاړ و او د ژغورلو لارې یې لټولې.کله چې هیڅ لاره یې ونه موندله، نو ناهیلې شو. زړه ته یې تسلي ورکړه: "دا آس خو اوس زوړ شوی، زما نور په کار نه راځي. او دا کوهی خو هم په هر صورت کې بندول پکار دي... نو ښه دا ده چې يي پريږدم، هم به آس ختم شي، هم به کوهی بند شي."ده خپلو ګاونډیانو ته وویل، هغوی راغلل، هر یوه په لاس کې بېلچه واخیسته، او د خټو، شګو، او کثافاتو اچولو ته یې شروع وکړه.آس چې کله دا ولیدل، ډېره ویره یې واخیسته، او نورې سختې چیغې یې شروع کړې. خو لږ وخت وروسته، آس خاموش شو.بزګر حیران شو، سر یې کوهي ته ټیټ کړ او دا صحنه یې ولیدله: هر ځل چې خاوري یا کثافات د آس پر شا اچول کېدل، آس به ځان وښوراوه، هغه به ښکته واچول، او بیا به یې پر هماغه خاوره پورته ځان ودراوه.همدا عمل یو ځل، بیا بیا، او بیا بیا... تر هغه چې آس ورو ورو پورته شو، او بالاخره له کوهي راووت! بزګر او ګاونډیان یې حیران پاتې شول...د دې کیسې سبق دا دی:په ژوند کې به ډېر داسې وختونه راشي، چې خلک به درباندې کثافات اچوي — ستا سپکاوی، بدنامي، او طعنې به درکوي. خو دا ستا انتخاب دی چې:یا به د دې غلاظت لاندې خاورې شې،یا به هوښیار واوسې، ځان به وښوروې، او هر بدچلند به د ځان د لوړوالي زینه کړې.ژوند ستونزې درکوي، خو دا ستا عقل، صبر، او عزم دی چې دا ستا لپاره بام شي که بند.خاوري اچوونکي دې اچوي، خو باعزمه انسان خپل لار نه بدلوي!
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
357 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)