ګیدړه او اوښ :یوه ورځ ګیدړه او اوښ یو ځای سیند ته ورنژدې شول. ګیدړې له اوښ څخه وپوښتل:– دا سیند څومره ژور دی؟اوښ ځواب ورکړ:– تر زنګانه پورې دی.ګیدړه د اوښ خبره ومنله، او اوبو ته یې ټوپ کړل. خو ناڅاپه اوبه تر سره پورته شوې، شاوخوا یې پښې وهلې او نږدې وه چې غرقه شي. له ډېرو هڅو وروسته بېرته راووتله او اوښ ته یې په غوسه وویل: – تا خو وې چې اوبه تر زنګانه پورې دي؟اوښ ورته وخندل او ویې ویل:– هو، زما تر زنګانه پورې !پند: کله چې له چا سره مشوره یا پرتلنه کوې، نو د مقابل لوري او د ځان شرایط، توان، او ځانګړنې حتمي په پام کې ونیسه. دا اړینه نه ده چې که څوک کوم کار کولی شي، ته هم یې هماغسې وکړې. د هر چا حالت توپیر لري ، عقل دا دی چې مشوره له ځانه سره وسنجوې.!
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
204 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
264 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
424 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)