یوه ورځ یو ماشوم په Facebook کې د یو ناپېژانده کس پیغام ترلاسه کړ«سلام، ته ډېر هوښیار او ځانګړی یی، غواړم ستا سره ملګری شم.»ماشوم په زړه کې خوشحاله شو؛ فکر یې وکړ چې بالاخره یو څوک پیدا شو چې د ده په ارزښت پوهېږي او یا کوچنی کونجکاو سی چی دابه پلانکی نه وی یا دا به څوک وی.په هفتو او میاشتو خبری شروع وی. هغه ناپېژانده کس د ماشوم د ژوند، خوښیو او رازونو په اړه پوښتنې کولې او همیشه یی د ماشوم په خوشه خبره کوله. خو کله چې په پای کی باور جوړ شو، خبره بدله شوه: «دا خبرې باید د بل چا غوږ ته ونه رسېږي...» «دا زموږ تر منځ یو راز دی...» «که په ما باور لرې، زما خبره ومنه...»ماشوم نه پوهېده چې د سکرین شاته څوک دی.دې پروسې ته په ډیجیټل نړۍ کې Online Grooming یا (آنلاین دام اېښودل) وايي. مجرمین په لومړي سر کې د ماشومانو باور ګټي او بیا له هغوی څخه د لاندې موخو لپاره ناوړه ګټه اخلي:» احساساتي کنټرول: ماشوم په ځان پورې تړلی کوي. » د معلوماتو غلا: د شخصي معلوماتو او حساسو عکسونو غوښتنه کوي. » جنسي ناوړه ګټه اخیستنه: هغوی نامناسبو او خطري فعالیتونو ته هڅوي. » فکري انحراف: ورو ورو ماشوم د افراطي او خطرناکو افکارو لور ته بیايي.دا کسان کوم ماشومان په نښه کوي؟» هغه ماشومان چې په کورنۍ کې د یوازیتوب احساس کوي او د ستاینې تږي وي. » هغه چې په مجازي نړۍ کې ډېر وخت یوازې تېروي. » هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې نوي انټرنیټ ته راغلي او د دې ځای له خطرونو ناخبره دي.څلور اصول چې باید هېر یې نه کړئ:⚠️ آنلاین ملګرتیا تل خوندي نه وي؛ د هر چا د مهربانو خبرو تر شا ښه نیت نه وي. ⚠️ هېڅوک حق نه لري چې له تاسو د پټو خبرو، شخصي عکسونو یا نامناسبو کارونو غوښتنه وکړي. ⚠️ که چا درته وویل: «دا خبره پټه وساته»، سمدستي پوه شئ چې دا د خطر سره اشارې دي. ⚠️ ټکنالوژي بد توکی نه دی، خو مجازي نړۍ ته بې له نقشې او پوهاوي ننوتل خطرناک دي.که ستاسو ماشوم له داسې حالت سره مخ شو، څه باید وکړي؟ملامتیا بند کړئ: هیڅکله ورته مه وایئ: «ولې دې دا کار وکړ؟» (دا چغې ماشوم نور هم په خپل غار کې پټوي).✅ ډاډ ورکړئ: ورته ووایئ: «زه ستا ملامتیا نه غواړم، راځه چې دا ستونزه یو ځای حل کړو.» ✅ شواهد وساتئ: د خبرو اترو سکرین شاټونه (Screenshots) واخلئ. ✅ امنیتي ګامونه: هغه اکاونټ بلاک (Block) او ریپورټ (Report) کړئ. ✅ مشوره وکړئ: موضوع د کورنۍ له یو باوري مشر یا د سایبري امنیت له متخصصینو سره شریک کړئ.د مشرانو او ښوونکو مسؤلیت یوازې د موبایل اخیستل نه دي، بلکې ماشومانو ته د ډیجیټل نړۍ د ځان ساتنې د مهارتونو ور زده کول دي.
oiuytrew
یوه ورځ یو ماشوم په فیسبوک کې ناپیژنده پیغام ترلاسه کړ!
403 لیدنې
8 رایې
3.3
(8)
سهیل خوستی
19 Jun 2026
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.3
8 ټولې رایې
5★
1
4★
3
3★
1
2★
3
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
10 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
جالب
د مالي هېواد ۲۵ کلنې مور حلیمه سیسې
د مالي هېواد ۲۵ کلنې مور حلیمه سیسې (Halima Cissé) په ۲۰۲۱ کال کې د یوه داسې زېږون له امله د نړۍ پام ځانته واړاوه چې په...
ریس خادیم
63 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
جالب
د اسټرالیا اوسېدونکې
د اسټرالیا اوسېدونکې بروک اتکنز (Brooke Atkins) هغه مهال د ټولنیزو رسنیو د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شوه، چې د خپل کوچني...
ریس خادیم
66 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)