oiuytrew
ریس خادیم

یوه ورځ

206 لیدنې 13 رایې
3.6 (13)
ریس خادیم
ریس خادیم 21 Aug 2026

یوه ورځ، یو ښکلی او رنګین مرغه، چې د خپل ښکلي بڼو له امله ډېر مغرور و، د نورو مرغیو سره په ونو کې ناست و. هغه همیشه نورو ته وايي: "زما رنګونه تر ټولو ښکلي دي، زه د ټولو نه غوره یم، تاسو ساده او بدرنګه یاست!"نورې مرغانې د هغه مغرور چلند ته خفه وې، خو څه نه یې ویل. یوه ورځ، ښکارچی راغی او جال یې خور کړ. ټولې مرغۍ ژر الوتلې، خو دا مغرور مرغه د خپل غرور له کبله ویې ویل: "زه خو ښکار نه کېږم! ښکارچی به زما شان ښکلی مرغه نه نیسي!"خو هماغه و، چې ښکارچی هغه ونیو، او بوجۍ ته یې واچاوو. هغه سخت پښیمانه شو، چې ولې یې ځان تر نورو غوره باله.وروسته، کله چې یو ماشوم دا مرغه ولید، ویې ویل: "دا مرغه ډېر ښایسته دی، خو غرور یې ډېر بد صفت دی."ماشوم هغه خوشې کړ، خو مرغه ژمنه وکړه چې نور به هېڅکله مغرور نه وي، او له هغه وروسته یې د ټولو مرغانو سره مینه او عاجزي وکړه.---عبرت: غرور انسان (او حیوان) له ښایست او کماله غورځوي. عاجزي او تواضع د اصل ښکلا ده.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (13)

13 ټولې رایې

5★
4
4★
4
3★
1
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan