oiuytrew
ریس خادیم

یوه ښځه

219 لیدنې 9 رایې
3.1 (9)
ریس خادیم
ریس خادیم 02 Sep 2026

یوې ښځې به هره شپه له خوب مخکې خپل یادداشتونه لیکل، یوه شپه یې ولیکل:خوشحاله یم چې د خپل مېړه د خرېدو غږ اورم، یعنې ژوندی دی! خوشحاله یم چې لور د کور له کارونو شکایت کړي، یعنې په کور کې ده! خوشحاله یم چې مالیه ورکوم، یعنې کار کومه او اوزګاره نه یمه! خوشحاله یم چې جامې مې تنګې شوي، یعنې په خېټه مړه یم او لوږې نه تېروم! خوشحاله یم چې هر ماښام ستړې کېږمه، یعنې ټوله ورځ د کار کولو وړتیا لرمه! خوشحاله یم چې انګړه جارو کوم او شیشې پاکومه، یعنې کور لرم! خوشحاله یم چې کله کله ناروغه کېږم، یعنې زیاتره وخت روغه یمه! خوشحاله یم چې د ډالۍ اخیسته مې پیسې ختموي، یعنې داسې خلک لرم چې ډالۍ ورته اخلمه! خوشحاله یم چې هر سهار د ساعت په زنګ را ویښېږمه، یعنې لا ژوندۍ یم.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.1
3.1 (9)

9 ټولې رایې

5★
1
4★
3
3★
1
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan