oiuytrew
ریس خادیم

یوه کورنۍ وه چې یو زوی او دوه لوڼې یې لرلې

217 لیدنې 18 رایې
3.7 (18)
ریس خادیم
ریس خادیم 02 Sep 2026

یوه کورنۍ وه چې یو زوی او دوه لوڼې یې لرلې. یوه ورځ د دوی پلار وفات شو. هغه ډېر شتمني پرېښوده، خو ټول یې د زوی په نوم ثبت کړي وه، ځکه هغه به د کور ټول کاروبار چلولو. پلار زوی ته وصیت کړی و چې دا مال باید له خپلو خویندو سره مساوي وویشي، خو دا خبره یې خپلو لوڼو ته نه وه کړې.زوی واده کړی و، خو مېرمن یې د ده له خوېندو جوړه نه وه. هغې کوښښ وکړ چې خپل مېړه قانع کړي چې دا مال یوازې د ده دی، او خویندو ته هېڅ ورنه کړي،هلک په لومړي سر کې قانع نه شو، خو مېرمن به تل ورته ویل: "که دې خویندې برخي ورکړي، هغوي به يې په خپلو مېړونو مصرف کړي، او دا انصاف نه دی! ورو ورو یې ميړه قانع کړ. هلک پریکړه وکړه چې که خویندې د میراث خبره وکړي، ورته به ووايي چې پلار ټول مال یوازې د ده په نوم کړی، ځکه چې دی له کلونو راهیسې سخت کار کاوه. یوه ورځ کشره خور یې راغله او ورته ویې ویل چې د مېړه کاروبار یې ښه نه دی، او غواړي د پلار له میراث څخه لږ مرسته تر لاسه کړي. خو ورور یې ورته وویل: "د کوم میراث خبرې کوې؟ پلار هر څه زما په نوم کړي، ځکه چې ما شپه او ورځ کار کاوه، ما کور واخیست، ما شرکت جوړ کړ!خور یې حېرانه شوه او باور یې نه راته، دا څنګه کیدای شي چې پلار یې دا هر څه یوازې زوی ته پرې ایښي وي؟ خو د کور نه د وتو پر مهال، هغې په زړه کې دعا وکړه: یا الله! که زما ورور دروغ وايي، ته زما حق ترې واخله. کله چې د کور دروازې ته ورسېده، د کور دننه یې د ورور چیغې واورېدې. بېرته دننه راغله او ویې لیدل چې ورور یې ډېر پریشان دی. هغه وویل: یو کارګر له شرکت نه زنګ وهلی چې شرکت اور اخستي او اطفائیه ته يې زنګ وهلی. هغوی ژر شرکت ته روان شول. هلته کارګر ورته وویل: الله دې تا ته اجر درکړي، خو ټول توکي سوځېدلي، خور یې د ورور ترڅنګ ودریده، ژړل یې او ویې ویل: هیڅ خبره نه ده، دا زما بنګړي واخله، دا زما یوازینۍ شتمني ده، پرې نوې توکي واخله.دلته ورور يې پوه شو چې د خپلې مېرمنې د لاسوهنې له امله دومره زیانمن شو. دا هم ورته یوه الهي نښه وه، چې باید خپل تېروتنه سمه کړي. هغه کور ته لاړ او خپلې مېرمن ته ویې ویل: زه غواړم د خپل پلار وصیت پوره کړم، دا چې ما څه وکړل، ناسم و. کاشکې مې ستا خبره نه وی منلې. مېرمن یې ورته وویل: که داسې کوې، نو زه به یوه ورځ هم ستا په کور کې پاتې نه شم! ميړه يې ویل: ته په ما طلاق یې!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (18)

18 ټولې رایې

5★
4
4★
8
3★
2
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan