یو وخت حضرت سلیمان علیه السلام د سیند پر غاړه ناست و، چې سترګې یې په یوه میږي (مېږتون) باندې لګیدلې. ده ولیدل چې میږي د غنمو یوه دانه په خوله کې نیولې وه او د سیند په لور روان و. کله چې میږی اوبو ته نږدې شو، یو چنګښه (بنګو) له اوبو سر راپورته کړ، خوله یې خلاصه کړه او میږی ورننووت. بیا چنګښه بېرته اوبو ته غوټه شو. حضرت سلیمان علیه السلام ډېر حیران شو او په فکر کې ډوب شو. یو څه وخت وروسته، چنګښه بېرته له اوبو سر راپورته کړ، خوله یې خلاصه کړه او هغه میږی ترې روغ رمټ راووت، خو دا ځل یې په خوله کې د غنمو دانه نه وه. سلیمان علیه السلام میږی راوغوښت او ترې ویې پوښتل: «اې میږیه! دا څه کیسه وه او ته چېرته تللی وې؟» «اې د خدای پیغمبره! د دې سیند په تل کې یو لوی کاڼی دی او د هغه کاڼي په منځ کې یو سوری دی. په هغه سوري کې یو ړوند چینجی اوسیږي چې هلته بند پاتې دی او نشي کولی بهر راوځي. الله تعالی زه د هغه د رزق لپاره مقرر کړی یم.» «دا چنګښه ما ته د کښتۍ په څېر دی؛ زه د ده په خوله کې کېنم، دا ما تر هغه کاڼي پورې رسوي، زه دانه چینجي ته ورکوم او بیا دا چنګښه ما بېرته ستاسو لور ته راوړي.» سلیمان علیه السلام وپوښتل: «آیا له هغه چینجي دې کله کوم تسبیح یا ذکر اورېدلی؟» میږي وویل: هو، هغه تل دا دعا کوي: «اې هغه ذاته! چې ما په دې تیاره کاڼي کې نه هیروې، خپل مومن بنده ګان هم د خپل رحمت څخه مه بې برخې کوه.»
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.2
22 ټولې رایې
5★
5
4★
5
3★
4
2★
6
1★
2
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
تبصرې
عبدالله امير
3 مياشتي دمخه
سبحان الله! الله تعالی څومره عظيم ذات دی، خو انسان په مقابل کې څومره نافرمان دی، چې شته قدرتونو باوجود شکر نه وباسي!
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
2 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
اسلام
نشه يي توکي
د نشې زیانونه — یوه بشپړه مقاله سریزه نشه یوه له هغو ناوړه ستونزو څخه ده چې د انسان روغتیا، کورنۍ، ټولنې او راتلونکي ت...
احسان الله افغان
54 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
523 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)