oiuytrew
ریس خادیم

یو وخت

283 لیدنې 13 رایې
3.8 (13)
ریس خادیم
ریس خادیم 26 Aug 2026

یو وخت په یو غره کي سپی او خر سره اشنايان وه او خورا طبعيت به یې سره راسته وو، خو یو وخت د خره طبيعت خراب سوی وو نو سپي ته یې وويل چي انډیواله ټول عمر مو په صحرا او غرو کي تيرو سو را ځه نور چي ښارته ولار سو سپي ورته ويل چي خر لالا ښار د خرو د اوسېدو ځای ندى کچيرى د ښار خلک ستا په بې عقلی خبر سي بیا به په غرو کي هم ځاى نه درکوي. خو خر پر خپل خبره ټینګ سو ویل نه خامخا به ښارته ځو، بالاخره د خرو ګله {ډله} ښار ته ننوتل د ښار خلکو چي خره ولیدل ټولو د ښار څخه کډي بار کړې، خو خرو چي يو څو ورځي په ښار کي تېري کړې ښار خوند ورکئ خورا یې ساعت تېر وو، سپی خره ته ویل چي خر لالا راځه چي بېرته خپلو غروته ولار سو، خره ته دې خبر خوند ورنکړ او سپى بیچاره یې په لغته ووهئ، سپی هم ورڅخه ولاړئ اخیر خر يوازي پاته سو، خر څو ورځي کور په کور وګرځېدی خو ډوډۍ او خواړه نسي پیدا کولای، اوس خر حيران پاته دى چي څنګه بيرته غرو ته ولاړسي او سپى هم ورڅخه ولاړئ...په ټولوحیواناتو کي خر عقل او ماغزه نه لري او د خپل را تلونکي په اړه هم فکر نسې کولای.!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.8
3.8 (13)

13 ټولې رایې

5★
5
4★
3
3★
3
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan