یو کارګر درملتون ته لاړ : ایا د لاس زخمونو او تڼاکو لپاره کوم مرهم لرئ؟ د درملتون څښتن وخندل او په ټوکه یې وویل: هو، موږ لرو، د ډبرې او اوسپنې لپاره هم لرو. غواړې غوره وارداتي ډول درکړم که عام ډول چې په هېواد کې جوړ شوی؟ کارګر وویل: غوره وارداتي ډول راکړه. کس بیا په ټوکه وویل: دا ګران دی، مخکې خبرداری درکوم.» او بیا یې په ټوکه وخندل. خو کارګر خپل لاسونه پورته کړل او ورته یې وویل: «زه د سیمانو کارګر یم، سیمانو زما په لاسونو کې زخمونه او تڼاکې جوړې کړي دي او زه نشم کولای د خپلې کوچنۍ لور په مخ لاس کش کړم او یا ورسره لوبې وکړم. که ستا غوره وارداتي مرهم دا هر څه لیرې کولی شي، نو راکړه، زه به د هغې پیسې برابرې کړم.! په دې وینا سره د د درملتون والا د ټوکې خندا د هغه پر شونډو ودرېده او ځان یې وړوکی او حقیر احساس کړ. هغه پوه شو چې له ډېر وخت راهیسې یې خپل ماشومان غېږ کې نه دي نیولي، نه یې روزنه پالنه کړې او نه یې مینه ور کړې دا پیغام موږ ته ښيي چې فقر یوازې د جیب نه، بلکې د زړونو هم شته. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: «ما جنت ته وکتل، او هلته مې زیاتره خلک فقیران ولیدل.»
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
283 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
294 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
475 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)