⚠️ په ژبه یا د خولې دننه سپینه طبقه لرئ؟ ښایي د خولې فنګسي ناروغي وي! 🦠 د خولې فنګسي ناروغي (Oral Thrush): دا یو فنګسي انتان دی چې د کاندیدا (Candida) فنګس له امله رامنځته کېږي. عموماً د ژبې یا د خولې د دننه برخو پر سر د سپینو داغونو یا طبقو په بڼه ښکاري، او کله ناکله ورسره سوځښت، درد یا د خوند احساس بدلون هم مل وي. 👥 کوم کسان ډېر پرې اخته کېږي؟ 🔹 هغه کسان چې د اوږدې مودې لپاره انټي بیوټیک کاروي. 🔹 هغه د شکر ناروغان چې شکر یې کنټرول نه وي. 🔹 د مصنوعي غاښونو یا د غاښونو د سیمونو کاروونکي. 🔹 هغه کسان چې د خولې پاکوالي ته پوره پاملرنه نه کوي. 🔹 هغه کسان چې د کورټیزون لرونکي د سالنډۍ سپرې کاروي او وروسته خوله نه مینځي. 🛡️ مخنیوی: ✅ هره ورځ غاښونه او ژبه پاکول. ✅ د سالنډۍ د کورټیزون سپرې له استعمال وروسته خوله مینځل. ✅ د غاښونو سیمونه او مصنوعي غاښونه په منظم ډول پاکول. ✅ د شکر ناروغانو لپاره د وینې د شکر کنټرول. ✅ له اړتیا پرته د انټي بیوټیک نه استعمال. 💊 درملنه: د فنګس ضد درمل لکه مایکونازول خولې جیل (Miconazole Oral Gel) او یا نور درمل چې ډاکټر یې تجویز کړي، کارول کېږي. 📌 مهمه مشوره: که د خولې فنګس بیا بیا تکرارېږي یا په درملنه ښه نه شي، یوازې د فنګس درملنه مه کوئ، بلکې اصلي لامل هم پیدا او درملنه یې وکړئ. دا ستونزه کېدای شي د شکر ناروغۍ، د معافیت کمزورۍ، د خولې د خراب حفظ الصحې، د غاښونو د سیمونو یا مصنوعي غاښونو، او یا د ځینو درملو له امله وي. 🩺 ژر تشخیص او د اصلي لامل درملنه د دې ناروغۍ د بیا تکرار مخه نیسي او د خولې روغتیا ساتي.
# اړوند پوسټونه
روغتیا
دشین چای جوړولوسمه طریقه
اړین توکي: ۱ پیاله اوبه ۱ کوچنۍ کاشوغه شین چای (یا یو شین چای بګ) طرز جوړولو: اوبه تر جوش پورې تودې کړئ. له جوش وروسته ی...
امین الله جان
62 لیدنې
04 Aug 2026
0.0
(0)
روغتیا
دشین چای ګټی
د بدن لپاره ګټور انټياکسیدنټونه لري. د دماغ فعالیت او تمرکز ښه کولو کې مرسته کوي. د هاضمې په ښه والي کې مرسته کوي. د زړ...
امین الله جان
51 لیدنې
04 Aug 2026
0.0
(0)
روغتیا
اس او مار !
ویل کیږي د ځینو مارانو زهر دومره تېز وي چې یو فیل او یا هم يو ځنګلي غوایی وژلی شي ، خو د مار زهر هیڅکله اس نشي وژلی . ال...
ریس خادیم
335 لیدنې
24 Jul 2026
0.0
(0)