⭕️ د لقمان حکیم نصیحتونه !1 : لږي خبري کوه . د دوستانو احترام کوه . د نن کار سبا ته مه پرېږده . په هېڅ کار کې عجله مه کوه . په لاره تللو کې درميانه اوسېږه . مصرف دي له پيداوار نه کم ساته . ويل شوي خبره بار بار مه تکراروه . له مور او پلار سره نيک چلند کوه . لمونځ هغه قسم چې ښايې اداء کړه . له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه .2 : د مور او پلار وجود غنميت وشمېره . ښوونکې د مور او پلار په څير وګڼه . د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه . له خپلوانو سره خپلوي مه پري کوه . د ولاړو خلکو په حضور کې مه کېنه . له مشرانو سره اوږدې خبرې مه کوه . د نورو نيک کار په خپل ځانه مه تپه . ادب او عاجزي هېڅ کله هم مه هيروه . هېڅوک د چا په مخکې مه رسوا کوه . د زنانه يې خوي او لباس نه ډډه وکړه .3 : په ټولو کارونو کې ميانه حاله و اوسه . د نورو کومک او ياري ته مه منتظرېږه . په کاروبار او نيک کار کې جدي اوسه . تيره شوي دعوه او دشمني مه تازه کوه . اولاد ته دي اسلام او دينداري ور وښايه . د نورو نصيحتونه او مشوري مه هيروه . په بدکارۍ کې له چاسره لاس مه يو کوه . خپل رازونه دي فقط له ځانه سره وساته . له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه . د ځلميتوب ورځي دي ، غنيمت وشمېره .4 : د مشرانو احترام او په کشرانو نرمي کوه . له نيکو او ايماندارو خلکو سره مشوره کوه . د خبرو په وخت کې د نورو خبري مه پري کوه . هېڅ کار مخکې له مکمل پلان لرلو نه مه کوه . محتاجان له خپل مال او دارايي نه مه محروموه . عمر د عبادت او بنده گي لپاره غنيمت وشمېره . د خلکو په اصلاح کې يوه زره سستي هم مه کوه . د ښځي او اولاد د بي ځايه غوښتنو پيروي مه کوه . له عالمانو او هوښيارو خلکو سره تعلقات وساته . پوه شه چې هېڅ شي له الله جل جلاله نه پټ نه دي .5 : هغه څه چې الله ﷻ درکړي ، پري خوښ اوسه . هر څومره چې کولای شي ، ميلمه سره مهربانه اوسه . په لږ ويلو ، لږ خوړلو او لږ ويده کېدلو ځان عادت کړه . هېڅوک او يا هېڅ شي له الله جل جلاله سره مه شريکوه . له بدکارو نه هېڅ وخت د نيکۍ او ځوانۍ طمعه مه کوه . په نورو باندې مه په غصه کېږه او ورسره په نرمۍ خبري کوه . له الله جل جلاله سره صادق او له خلکو سره په انصاف چلېږه . په هغه څه چې نورو ته يي نصيحت کوي خپله پري زر عمل کوه . هغه دوست ته دوست ووايه چې په سختۍ کې در په کار شوي وي . عمر او روزي په حساب او کتاب ده ، نو له هېڅ چانه مه ډارېږه
# اړوند پوسټونه
اسلام
🔴 د اسلام دښمنانو ته خپله عقیده
🔴 د اسلام دښمنانو ته خپله عقیده ⬅ او ایمان په داسي ډول ور پیژندل ⬅ خوند کوي .❗ شیخ اسرار راشد (2020 کال کې) په انګل...
ریس خادیم
83 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
اسلام
پند
د بل عزت خپل عزت وګنئ!
عبدالله امير
176 لیدنې
01 Aug 2026
0.0
(0)
اسلام
حضرت سعد بن ابی وقاص رض ژوند رښتینې کيسه
حضرت سعد بن ابی وقاص (رض) د ستر پیغمبر محمد صلی الله عليه وسلم د لومړنيو او د لوړ رتبه اصحابو له جملې څخه دی. کله چې حضر...
عبدالله امير
208 لیدنې
01 Aug 2026
0.0
(0)