﴿رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَٰذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ﴾ سورت آلعمران: ۱۹۱ ژباړه: «اې زموږ ربه! تا دا هر څه بېګټي او بېهدفه نه دي پیدا کړي؛ ته پاک یې.»اسمانڅکالی (شوپرک) د کرني د طبیعي افتونو په کنټرول کي ډېر مهم رول لري، په حقیقت کي دوی هر کال د جوارو د زیانرسوونکو چینجیانو په خوړلو سره نړۍ ته د یو میلیارد ډالرو څخه زیاته اقتصادي ګټه رسوي.هره شپه د کرنیزو سیمو پر سر یوه خاموشه جګړه روانه وي چي د نړۍ د خوړو پر امنیت مستقیم اغېزه لري، شوپرک د طبیعت تر ټولو اغېزمن طبیعي حشرهوژونکي دي؛ دوی پر کروندو ګرځي او هغه زیانرسوونکي حشرات خوري چي فصلونه خرابوي، لکه د جوارو د غوږ چینجي چي د جوارو، پنبهوو او رومیانو په ګډون مهم فصلونه سخت زیانمنوي.شوپرک ددې چینجیانو په خوړلو سره یوازي فصلونه نه ساتي، بلکي د ځینو زهري فنګسي ناروغیو خپرېدل هم کموي؛ هغه ناروغۍ چي فصلونه خرابولای سي او د څارویو روغتیا ته هم خطر پېښولای سي، همدا طبیعي دفاع ښيي چي د شوپراکانو د شمېر او طبیعي استوګنځایونو ساتل د دوامداره کرنې او عامې روغتیا دپاره ډېر مهم دي.د شوپرک دغه طبیعي خدمت له اقتصادي پلوه هم ډېر ارزښت لري، په کروندو کي ترسرهسوو تجربو ښودلې چي کله دوی له جوارو کروندو څخه لیرې کړل سي، د افتونو شمېر نږدې ۶۰ سلنه زیاتېږي او فصلونو ته زیان شاوخوا ۵۰ سلنه ډېرېږي.ځیني اټکلونه ښيي چي شوپرکان هر کال د امریکا د کرنې لپاره د افتونو په کنټرول او د کیمیاوي دواګانو د لګښت په کمولو کي تر ۳.۷ میلیارد ډالرو پوري ارزښت لري، اوس چي شوپرکان د خپل طبیعي ځایونو د لهمنځهتلو او ناروغیو له امله له خطر سره مخ دي، د دوی ساتنه یوازي د چاپېریال ساتني موضوع نه ده؛ بلکي د کرنیز اقتصاد او د خوړو د خوندیتوب د ساتلو لپاره هم مهمه ده.سرچینه:Maine, J. J., & Boyles, J. G. (2015). Bats initiate vital agroecological interactions in corn. Proceedings of the National Academy of Sciences.
کور
/
بلاګ
/
﴿رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَٰذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ﴾سورت آلعمران: ۱۹۱ژباړه: «اې زموږ ربه! تا دا هر څه بېګټي او بېهدفه نه دي پیدا کړي؛ ته پاک یې
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.1
12 ټولې رایې
5★
1
4★
3
3★
4
2★
4
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
219 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
277 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
444 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)