oiuytrew

پښتو ګهیز یوازې د پښتو ژبې لپاره یو پلاتفورم نه دی؛ بلکې د نړۍ په هر ګوټ کې د پښتو د غږ رسولو یوه نوې هیله ده. نن نړۍ د ټکنالوژۍ له لارې سره نږدې شوې ده. موږ هم باید داسې ډیجیټل چاپېریال ولرو چې پښتانه له هر هېواد څخه پکې سره راټول شي، خپل فکرونه، لیکنې، زده‌کړې، هنر، کلتور او استعدادونه په خپله ژبه له نړۍ سره شریک کړي. زموږ هیله دا ده چې پښتو ګهیز د هر پښتون لپاره یو خپلواک او ګټور ډیجیټل کور شي؛ داسې کور چې د افغانستان، پاکستان، اروپا، امریکا او د نړۍ د هرې سیمې پښتانه پکې یو له بل سره وصل شي. راځئ پښتو یوازې په خبرو کې ونه ساتو؛ پښتو په ټکنالوژۍ، زده‌کړه، ادب او نړیوالو اړیکو کې ژوندۍ وساتو. پښتو ګهیز — د پښتو ژبې لپاره، د پښتنو د یووالي لپاره، او د نړۍ لپاره! 🌍💚 لیکنه: نصیب الله ځلاند

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.9
3.9 (21)

21 ټولې رایې

5★
11
4★
1
3★
4
2★
5
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

تبصرې

avatar
نیازمحمد فراهي 1 مياشت دمخه

ډیره ښایسته لیکنه

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan