يو وخت حضرت علي (رض) په مدینه منوره کې په یوه کوڅه تېرېده ، ویې لیدل چې یوه ضعیفه او بوډۍ ښځه په ډېر تکلیف سره د اوبو یو دروند بوشکه په شا وړي. هغه په سختۍ ګامونه اخیستل او له ډېرې ستړیا یې ساه لنډه لنډه کېدله ، حضرت علي (رض) چې د مېړانې او سخاوت سمبول و، مخکې ورغی او په ډېره عاجزۍ یې ورته وویل: مورې! اجازه راکړه چې دا بوشکه زه تر کوره درته ورسوم ، بوډۍ ښځې چې حضرت علي یې نه پیژندلو، بوشکه ورکړه ، حضرت علي (رض) بوشکه په اوږه کړ او د هغې تر کوره یې ورساوه ، په لاره کې یې ترې وپوښتل: مورې! ستا د کور نارینه چیرته دي چې ته پخپله دا دروند بوشکه وړې؟ بوډۍ ښځې په خپګان سره وویل: زما مېړه د حضرت علي په لښکر کې په یو جنګ کې شهید شوی، اوس یوازې زه یم او زما یتیمان ماشومان ، هیڅوک نلرو چې مرسته راسره وکړي، نو ځکه مجبوره یم چې دا کارونه پخپله وکړم.! حضرت علي (رض) چې دا واورېدل ، زړه یې ډېر درد وکړ او په هغه شپه یې تر سهاره خوب ونه کړ ، سهار وختي یې د اوړو یوه بوجۍ، غوړي او خرما راواخیستل او د هغې ښځې کور ته ورغی ، کله چې یې دروازه وټکوله، ښځې وویل: څوک یې؟ ده وویل: زه همغه سړی یم چې پرون مې ستا بوشکه راوړی و، ستاسو لپاره مې لږ خواړه راوړي دي ، ښځې دروازه خلاصه کړه او په خوشالۍ یې وویل: "الله دې له تا راضي شي او زموږ او د علي ترمنځ دې الله فیصله وکړي .! (ځکه هغه زموږ له حاله خبر نه دی). حضرت علي (رض) ورته وویل: خورې! زه به ستا د ماشومانو لپاره ډوډۍ پخه کړم او که ته غواړې ته یې پخه کړه زه به ماشومان وساتم.! ښځې وویل: زه ډوډۍ ښه پخولی شم، ته ماشومان وساته ، حضرت علي (رض) ماشومانو ته غوښه او خرما ورکول او له هغوی سره یې لوبې کولې ترڅو هغوی خوشاله شي. کله چې ښځې تنور بل کړ، حضرت علي (رض) خپل مخ د تنور لمبو ته نږدې کړ او له ځان سره یې ویل: ای علي! د اور ګرمي وڅکه! دا د هغه چا سزا ده چې د کونډو او یتیمانو له حاله غافل وي .! 🥺 په همدې وخت کې یوه ګاونډۍ ښځه راغله، کله چې یې حضرت علي (رض) وپېژانده، نو په چیغه یې وویل: ای ښځې! توبه وباسه، ایا ته پوهیږې چې دا څوک دی؟ دا خو امیر المؤمنین حضرت علي دی! بوډۍ ښځه سخته وډار شوه او په لړزېدلي غږ یې وویل: یا امیر المؤمنینه! ما وبخښه، ما ستا بې ادبي وکړه ، حضرت علي (رض) په ډېره نرمۍ ورته وویل: نه خورې! بلکې ته ما وبخښه چې تر اوسه ستا له حاله غافل وم.! 🤗
# اړوند پوسټونه
لنډې کيسې
✅📚 جالبه کېسه
✅📚 جالبه کېسه : یو عرب غوښتل چې دوهمه میرمن وڪړي ، نو د ڪعبې شریفي امام ته ورغی امام ته یې وویل چې زه غواړم چې د ی...
ریس خادیم
95 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
فقیر
فقير د يو کور دروازې ته ودرېد، کوروالا سخت بخیلان وه، فقير وويل: بې وزله يم، مسکين يم، خيرات راکړئ، سخت وږی يم. هغوی پر...
ریس خادیم
74 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
خوندوره کيسه 🗣🗣
خوندوره کيسه 🗣🗣 خاوند کور ته ننوت، ګوري چې مېرمن یې ژاړي، د ژړا پوښتنه یې ترې وکړه، هغې وویل، د کور د ونې په سر کې مرغ...
ریس خادیم
145 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)