يو سړی مجبور شو چې د خپل موټر پنچر شوی ټاير د رواني ناروغيو د درملنې يوه روغتون تر څنګ بدل کړي. هغه د ټایر پیچونه (بولټونه) راواېستل او یوې خواته یې کېښودل. پرته لدې چې ورته پام يې شي، یو ماشوم راغی، پیچونه یې غلا کړل او وتښتېده!د موټر خاوند انديښمن شو او فکر يې وکړو چې په ستونزه کې ګير شو، ځکه بې له پیچونو د سټاپني ټایر لګول ناشوني و، هغه د موټر تر څنګ غمجن ودرېده او د حل لارې په لټه کې شو. ناڅاپه د روغتون يو ناروغ ورته د دېوال له شا څخه ور غږ کړ: څه ستونزه درته پیښه شوي ده؟ سړي ځواب ورکړ: يو ماشوم د ټاير پيچونه غلا کړي دي.ناروغ ورته وويل: ښه، له هر يو ټاير څخه يو پيچ پور را واخله، او بيا د سټاپني ټاير پرې ولګوه.د موټر خاوند وویل: رښتيا هم، دا خو ډېره سمه مشوره ده، هغه د موټر ټاير ولګاوه، او بيا يې د روغتون ناروغ ته مخ ور واړاوه او پوښتنه يې ترې وکړه: عجيبه ده، ته دلته په روغتون کې څه کوې؟ ناروغ ځواب ورکړ: زه لېونی يم هو خوستا په څېر ناپوه نه يم .! 💯
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
280 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
293 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
470 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)