هرمز تنګی ،کټ مټ لکه زمونږ وياړلي سالار ، طاغوت يې ليونتوب ته رسولی ټول سيستمونه يې ورته جام کړې . د هرمز تنګی (مضيق هرمز)هرمز څوک وه ❓هرمز ( الله دې پرې لعنت وکړي) یو مات شوی فارسي قوماندان وه ، چې خالد بن الوليد په یوه فردي مقابله (مبارزه) کې مات کړ. دا پېښه تاریخ ثبت کړې ده، او د فارس لښکر ته پکې سپکوونکې ماتې واوښته د مسلمانانو په لاس.! ایا دا عجیبه نه ده چې دا تنګی د خالد بن ولید په نوم ونه نومول شو، وروسته له هغې تاریخي مبارزې چې د مسلمانانو قوماندان او د ساساني فارس قوماندان ترمنځ وشوه؟ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــهرمز ، د فارس قوماندان، له خپل پوځ څخه پر اس راووت او د مبارزې غوښتنه یې وکړه، او چیغه یې کړه: خالد چېرته دی❓ نو خالد بن ولید رضي الله عنه د خپل اس پر سر راووت څو له دې ظالم سره مقابله وکړي.!خالد بن ولید هرمز ته ډېر نږدې شو، او دواړه د فارس پوځ ته د مسلمانانو له پوځ څخه نږدې ولاړ وو. هرمز له اسه ښکته شو، او خالد ته یې اشاره وکړه: که رښتیا اتل یې، راکوز شه او پر ځمکه وجنګېږه، خالد یې ننګ ومانه او له اسه ښکته شو. هرمز خپل اس وواهه او پوځ ته یې بېرته واستاوه، خالد هم همدا کار وکړ. یو ډېر د تشویش ډک حالت جوړ شو، ټول پوځونه په انتظار وو… د مسلمانانو لوی قوماندان د فارس له لوی قوماندان سره جنګېده — دا ډول پېښې په تاریخ کې ډېرې کمې دي. دواړه قوماندانان پر پښو جنګېدل، او دا معنا یې درلوده چې یو به حتمي وژل کېږي، ځکه د تېښتې لار نه وه. خالد له هرمز سره ونښت، او داسې جګړه ییز مهارت یې وښود چې هرمز حیران شو. څو دقیقې وروسته خالد پر خپلو پښو ولاړ و، او په لاس کې یې توره وه چې د فارس د قوماندان په وینو رنګینه شوې وه. فارس پوځ حیران شو، او مسلمانان خوشاله شول. د هرمز په وژل کېدو سره فارس پوځ سخت ټکان وخوړ، ځکه هغوی عربان د خپل دولت او پوځونو پر وړاندې هېڅ نه بلل. خالد — چې د الله توره بلل کېده — هغوی ته فرصت ور نه کړ چې له دې صدمې راووځي، او خپل پوځ ته یې د عمومي برید امر وکړ. د قوماندان د نشتوالي او د نظم د له منځه تلو له امله فارس پوځ ډېر دوام ونه شو کولی، لیکې یې ګډې وډې شوې، مسلمانان پرې ورننوتل او ستره بریا یې ترلاسه کړه. دا جګړه د أبو بكر الصديق د خلافت پر مهال د کاظمة په سیمه کې وشوه، نو ځکه د کاظمة جګړه ونومول شوه، او همدارنګه د ذات السلاسل جګړه هم بلل کېږي، ځکه فارس پوځ ځینې قطعات په ځنځیرونو تړلي وو. دا و خالد… او دا وه د هغه د جګړې طریقه ، داسې قوماندان چې مسلمانان پرې ویاړي. خو ایران دا تنګی د هرمز په نوم ونوماوه.!📚 المصدر: الطبري، تاريخ الأمم والملوك. ⬅️ابن الأثير، الكامل في التاريخ. ابن كثير، 📖 البداية والنهایة...
# اړوند پوسټونه
لنډې کيسې
✅📚 جالبه کېسه
✅📚 جالبه کېسه : یو عرب غوښتل چې دوهمه میرمن وڪړي ، نو د ڪعبې شریفي امام ته ورغی امام ته یې وویل چې زه غواړم چې د ی...
ریس خادیم
95 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
فقیر
فقير د يو کور دروازې ته ودرېد، کوروالا سخت بخیلان وه، فقير وويل: بې وزله يم، مسکين يم، خيرات راکړئ، سخت وږی يم. هغوی پر...
ریس خادیم
74 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
خوندوره کيسه 🗣🗣
خوندوره کيسه 🗣🗣 خاوند کور ته ننوت، ګوري چې مېرمن یې ژاړي، د ژړا پوښتنه یې ترې وکړه، هغې وویل، د کور د ونې په سر کې مرغ...
ریس خادیم
145 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)