📖یو ځل یې خامخا ولولۍ!یو ځوان نوی نوی واده کړی وو پلار یې په درېیمه ورځ خونې ته ورننووت چې مبارکي ورکړي! له مبارکۍ وروسته د ځوی په خونه کې کیناست له ځوی یې پنسل، سپینه پاڼه او پنسل پاک وغوښت ځوی ورته وویل : پلاره د څه لپاره ؟ پلار یې وویل: ته خو یې یو ځل راوړه. زوی یې سپینه ورقه او پنسل راووړ خو پنسل پاک یې پیدا نکړ پلار یې ورته وویل: دوکان ته زر لاړ سه او پنسل پاک راوړه! زوی یې دوکان ته لاړ او پنسل پاک یې هم راووړ پلار یې پنسل ګوتو کې ورکړ او ویې ویل ځویه لیکه! زوی:څه ولیکم پلاره؟ پلار:هر څه چې دې زړه وي خو یو څه خامخا ولیکه! زوی یې یوه کلیمه ولیکله خو پلار یې پنسل پاک سره پاکه کړه او بیا یې زوی ته وویل: شابه بله کلیمه ولیکه،زوی یې بیا یو څه ولیکل پلار بیا په پنسل پاک پاک کړه،بیا یې ورته امر وکړ چه یو څه ولیکه زوی یې څه ولیکل،بیا پلار پنسل پاک را واخیست او لیکنه یې ورانه کړه،زوی هر ځل پلار ته وایې: پلاره آخر د څه لپاره؟ بس پلار بیا د لیکلو امر وکړي! بلاخره زوی ستړی سو او پلار ته یې وویل: پلاره زارۍ درته کوم چې په دې راز مې و پوهوه؟ پلار په خندا وویل: زویه!ته وګوره پاڼه هماغسې سپینه ده که نه؟ زوی یې ورته وویل: بلکل هماغسې سپینه ده. پلار د زوی پر اوږه لاس کیښود او ورته یې وویل: زویه!واده دغسې پنسل پاک ته ضرورت لري که ته په ګډ ژوند کې د میرمن لخوا د ځینو حالتونو او ستونزو د پیښیدو د صفا والي لپاره داسې پنسل پاک ونلرې او همدارنګه دې میرمن ستا لخوا د ځینو شکایتونو د پاکوالي لپاره یو محوه کوونکی حالت اختیار نکړي نو د ګډ ژوند دا سپینه پاڼه به ډیر کم وخت کې له تورو کرښو ډکه شي! خوشالې به مو په غم،مینه به مو په نفرت او ګډ ژوند به مو په جدایۍ بدل سې.📌يادونه : له کورني ژوند پرته هم باید چه هر څوک یو پنسل پاک له ځانه سره ولري چې په چاپیریال کې له کومو غلطیو یا د چا له تیروتنو سره مخ کیږې باید د ذهن پاڼه یې بیرته پرې صفا کړي نو ژوند به یې ښکلی خوشاله او پاک تیریږي!
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
280 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
293 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
471 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)