یو پاچا د خپل محل په چت باندې ګرځېدلو په همدې وخت کې یې نظر د محل سره نږدې د یو کور چت ته شو چې پکې یوې ډېرې ښکلې ښځې کالي وچول. پاچا خپله یوه وینځه راوغوښته او پوښتنه یې ترې وکړه: دا د چا ښځه ده ؟ وینځې ورته وویل : بادشاه سلامت! دا ستاسو د غلام فیروز ښځه ده.! پاچا لاندې راغی ، خو د هغې ښځې حسن او جمال پر پاچا داسې اثر وکړ چې هېښ پاتې شو. پاچا سمدستي فیروز راوغوښت. کله چې فیروز حاضر شو، پاچا ورته وویل: فیروز! زموږ یو کار دی، دا لیک فلاڼي ملک ته یوسه او د هغه ملک د پاچا ځواب راوړه. فیروز لیک واخیست، کور ته لاړ، د تکیې لاندې یې کېښود، د سفر تیاری یې وکړ ، شپه یې په کور کې تېره کړه او سهار د خپل منزل په لور روان شو ، په دې نه پوهېده چې پاچا ورسره څه چال کړی دی. له بلې خوا کله چې فیروز له نظره غایب شو، پاچا پټ د فیروز کور ته ورغی او دروازه یې وټکوله د فیروز ښځې پوښتنه وکړه : څوک دی؟ پاچا وویل: زه پاچا یم ستا د مېړه بادار ښځې دروازه خلاصه کړه پاچا دننه کښېناست ښځې په حیرانتیا وویل: نن پاچا سلامت زموږ غریب کور ته؟ پاچا وویل: زه دلته د مېلمه په توګه راغلی یم. د فیروز ښځې د پاچا مطلب په سمه توګه پوه شو او په ډېر جرئت یې وویل: زه د الله پناه غواړم له تاسو سره له داسې راتګ څخه چې پکې ما ته هېڅ خیر نه ښکاري. پاچا په غوسه شو او ویې ویل: ای نجلۍ! دا څه وایې؟ شاید ته ما نه پېژنې، زه پاچا یم، ستا د مېړه مالک. د فیروز ښځې په ځواب کې وویل: پاچا سلامت! زه پوهېږم چې ته پاچا یې ، خو متل دی چې : زمری که هر څومره وږي شي، خو مردار خوړل نه پیلوي. او بیا یې ورته وویل: پاچا سلامت ! ته په هغه لوښي کې د اوبو څښلو ته راغلی یې چې پکې ستا سپي اوبه څښلي دي. پاچا د دې ښځې په دې خبرو ډېر شرمنده شو او له کوره ووت خو په تېښته کې یې خپل څپلۍ هېرې شوې. دا خو د پاچا کیسه وه ، اوس فیروز ته په نیمه لار کې یاد شول چې لیک خو مې په کور کې پاتې شو هغه خپل اس په منډه کور ته راوګرځاوه.! کله چې کور ته ورسېد او د تکیې لاندې یې لیک موندلو نظر یې د کټ لاندې د پاچا پر څپلیو ولګېد فیروز ټول حقیقت وپوهېد. هغه چا ته هېڅ ونه ویل لیک یې واخیست او خپل سفر یې سر ته ورساوه ، کله چې فیروز بېرته پاچا ته راغی، پاچا ورته د انعام په توګه ۱۰۰ دیناره ورکړل. فیروز دینار واخیستل ، د ښځو لپاره قیمتي کالي او تحفې یې وپېرلې کور ته لاړ او ښځې ته یې وویل: چمتو شه چې ستا پلرني کور ته لاړ شو. ښځې پوښتنه وکړه: دا تحفې څه دي؟ فیروز وویل: پاچا انعام راکړی او غواړم چې ته دا کالي په ځان کړې او خپل کورنۍ ته یې ورښکاره کړې. ښځه تیار شوه، خاوند سره خپل کور ته لاړه. فیروز خپل ښځه هلته پرېښوده او یو میاشت تېره شوه چې نه یې پوښتنه وکړه او نه یې بېرته وغوښتله. بیا د ښځې ورونه فیروز ته راغلل او ویې ویل: یا د خپلې ناراضګۍ وجه راته ووایه او یا به دې قاضي ته بوځو. فیروز وویل: که غواړئ نو قاضي ته لاړ شئ، خو زما پر غاړه د هغې هېڅ حق نه دی پاتې چې ما نه وي ادا کړی. دوی قاضي ته لاړل. قاضي په هغه وخت کې د پاچا سره ناست وه د ښځې ورونو وویل : قاضي صاحب! موږ یو سرسبز باغ، له مېوو ډکې ونې او خوږې اوبه د دې سړي په واک کې ورکړې وې، خو دې زموږ باغ ویجاړ کړ، ټولې مېوې یې خوړلې، ونې یې پرې کړې او کوهی یې بند کړ. قاضي له فیروز څخه پوښتنه وکړه فیروز وویل: قاضي صاحب! هغه باغ چې ما ته سپارل شوی و، زه تر پخوا په ښه حالت کې دوی ته بېرته سپارم. قاضي وویل: فیروزه! ته ولې باغ پرېږدې؟ فیروز وویل: قاضي صاحب! ما باغ له بغض نه دی پرېښی، بلکې یوه ورځ باغ ته ورغلم، هلته مې د زمري د پنجو نښې ولیدلې، ډار شوم چې زمری به مې وخوري، نو د زمري له ډاره مې باغ ته ورتګ پرېښود. پاچا چې په چوکۍ کې ناست و او دا ټولې خبرې یې اورېدې، سمدستي پاڅېد او ویې ویل: فیروزه! خپل باغ ته په ډاډه زړه لاړ شه. په الله قسم، زمری ستا باغ ته راغلی و، خو نه یې څه اثر پرېښود، نه یې کومه پاڼه ماته کړه او نه یې مېوه وخوړه. هغه لږ وخت هلته پاتې شو او مایوسه بېرته لاړ. په الله قسم چې ما تر اوسه ستا د باغ په څېر مضبوط دېوالونه نه دي لیدلي. فیروز کور ته راستون شو او خپله ښځه یې بېرته راوستله ،نه قاضي او نه نورو خلکو ته د کیسې اصلي رښتیا معلوم شول.#پاچا | #غلام | #ښځه | #عبرت
# اړوند پوسټونه
لنډې کيسې
✅📚 جالبه کېسه
✅📚 جالبه کېسه : یو عرب غوښتل چې دوهمه میرمن وڪړي ، نو د ڪعبې شریفي امام ته ورغی امام ته یې وویل چې زه غواړم چې د ی...
ریس خادیم
97 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
فقیر
فقير د يو کور دروازې ته ودرېد، کوروالا سخت بخیلان وه، فقير وويل: بې وزله يم، مسکين يم، خيرات راکړئ، سخت وږی يم. هغوی پر...
ریس خادیم
78 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
لنډې کيسې
خوندوره کيسه 🗣🗣
خوندوره کيسه 🗣🗣 خاوند کور ته ننوت، ګوري چې مېرمن یې ژاړي، د ژړا پوښتنه یې ترې وکړه، هغې وویل، د کور د ونې په سر کې مرغ...
ریس خادیم
150 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)