له مادي جغرافیې هاخوا؛ د توحید ګډه پوله:ڪه چېرې رښتینې او نهایي وفاداري یوازې له زېږنځای او خاورې سره وای، نو د ڪاییناتو سردار، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به هېڅڪله له خپل محبوب او مقدس ښار، مڪې مڪرمې څخه مدینې منورې ته هجرت نه ڪاوه او د فراق اوښڪې به یې نه تویولې. ڪه د وفادارۍ معیار یوازې قوم، نسب او قبیله وای، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د قریشو د اشرافو د باطلو غوښتنو پر وړاندې د حق غږ نه پورته ڪاوه او د هغوی د ظلم د سېلاب مخه به یې نه ډب ڪوله؛ او ڪه چېرې د وفادارۍ اساس یوازې د وینې شریڪول، ڪورنۍ او د پلار نیڪه لاره وای، نو د اسلام ستر پیغمبر به له خپل نږدې سڪه ڪاڪا، ابولهب څخه د تل لپاره د بېزارۍ اعلان نه ڪاوه. دا الهي حقایق موږ ته دا ستر درس راڪوي چې ایمان، عقیده او توحید د خاورې، وینې، ژبې او قوم تر مادي پولو بې ساری لوړ مقام لري؛ ځڪه د انسان حقیقي ارزښت او هویت په مادي جغرافیه کې نه، بلڪې په معنوي قلمرو او د حق په پېژندلو ڪې نغښتی دی. تاریخ ثابته ڪړې چې قومونه، حکومتونه او مادي سرحدونه د وخت په تېرېدو سره بدلېږي او له منځه ځي، خو د حق او ایمان الهي تړون تلپاتې او نه بدلېدونڪی دی. له همدې امله، د یو رښتیني مؤمن په ژوند ڪې لومړیتوب تل د الله جل جلاله د رضا، عدالت او د حق د لارې نصرت وي، چې تر هر ډول دنیوي او نسبتي تړاوونو ډېر زیات د اهمیت وړ، سپېڅلی او پایښت لرونڪی دی؛ ځڪه یوازې د توحید ڪلمه ده چې د اسلام او ڪفر تر منځ رښتینې ڪرښه ڪاږي.
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
2.7
18 ټولې رایې
5★
2
4★
3
3★
3
2★
7
1★
3
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
179 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
256 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
په دې ورځ محمدهاشم میوندوال شهید شو
له نن څخه 53 کاله پخوا د ۱۹۷۳ م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د افغانستان یو مستعد او ځوان پخوانی صدراعظم محمد هاشم میوندو...
پښتو ګهيځ
483 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)