oiuytrew
سیدوزیر سجاد

*مونږ قرآن کریم لولو خو ولې نه بدلیږو؟

249 لیدنې 19 رایې
3.9 (19)

*مونږ قرآن کریم لولو خو ولې نه بدلیږو؟*نن زموږ تر ټولو ستره ستونزه یوازې دا نه ده چې دنیا بدله شوې؛ ستونزه دا ده چې د دنیا له بدلېدو سره زموږ زړونه هم بدل شوي دي.موږ معلومات ډېر لرو، خو عمل کم؛ خبرې ډېرې کوو، خو فکر کم؛ د خلکو عیبونه ژر وینو، خو خپل عیبونه نه وینو؛ د دنیا د راتلونکي لپاره پلانونه جوړوو، خو د آخرت لپاره مو توښه کمه ده.نن مسلمان ته تر هر څه وړاندې دا اړتیا ده چې له ځانه وپوښتي:زما له الله تعالی سره اړیکه څنګه ده؟ زما لمونځ څنګه دی؟ زما قرآن سره مینه څومره ده؟ زما اخلاق څنګه دي؟ او که نن مې د ژوند وروستۍ ورځ وای، ایا زه به له خپل رب سره د ملاقات لپاره تیار وم؟مسلمان باید پوه شي چې ایمان یوازې په ژبه د «زه مسلمان یم» ویلو نوم نه دی؛ ایمان هغه رڼا ده چې په عبادت، اخلاقو، صداقت، حیا، امانت او د الله تعالی په اطاعت کې ښکاره کېږي.نو راځئ چې د خلکو د اصلاح تر مخه خپل ځان اصلاح کړو، د دنیا د اصلاح تر مخه خپل زړه اصلاح کړو، او د شهرت تر مخه د الله تعالی رضا وغواړو.ځکه زمانه به بدلېږي؛ خلک به راځي او ځي؛ دنیا به پاتې نه شي؛ خو موږ به یوه ورځ د خپل رب مخې ته درېږو.اصلي بریا دا نه ده چې خلک مو وپېژني؛ اصلي بریا دا ده چې الله تعالی مو وپېژني او رانه راضي وي.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.9
3.9 (19)

19 ټولې رایې

5★
6
4★
8
3★
3
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

تبصرې

avatar
مشرباء صافی 1 مياشت دمخه

بېشکه

avatar
نصیب الله ځلاند 1 مياشت دمخه

بلکول

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan