oiuytrew
ریس خادیم

16 برخه

241 لیدنې 15 رایې
3.7 (15)
ریس خادیم
ریس خادیم 19 Aug 2026

16 برخه!تلوسه مې شوۀ، کمپل مې له ځان لرې کړۀ او راپورته شوم. د کوټې کونج توشکه مې پورته کړه، سپین پاکټ ايښی وه، پرې لیکل شوي وو: د تبسم له لوري دې الهام ته ورسیږي. له ځان سره مې وویل: دا تبسم نومیږي؟ زما نوم یې څنګه یاد کړ؟ پاکټ ته مې اندېښنه وۀ، په بیړه مې خلاص کړ، لومړۍ ترې یو لیک راووتۀ، یوې خواته مې کيښود بیا دوه دانې د عطرو اسپرې، یو قلم، یوه د سپینو زرو ګوتمه وه. حیران پاتې شوم، چې اوس دې ته ګورۀ. د هیلې هغه پخوانۍ خبرې مې په ذهن کې راګرځېدې، چې راته ویل یې: که بیا دې خبرې ورسره کړي وې؛ نو زه به دې خوښه شم. له ځان سره مې ووې: هیلوو ته څه خبره یې، چې نرسه ستا ترورزۍ ده. لیک مې خلاص کړ؛ خو د خوب راباندې زور وه، بېرته مې ټول کړ او له نورو شیانو سره مې پاکټ ته واچوه، په خپل بکس کې مې کیښوده خپل ځای ته لاړم او کمپل مې په سر راکش کړۀ. تر ډېره مې د تبسم (نرسې) د شیانو او لیک په اړه سوچونه کول. څنګه باید ځان ترې خلاص کړم؟ هغه به څنګه وپوهوم، چې زه بله مینه لرم.؟ که هیله خبره شي؛ نو بیا به یې څوګ قانع کوي؟ هغه به څنګه پوهوم، چې زه نه غواړم اړیکه ورسره وساتم؛ بلکې هغه مې نه پریږدي. له ځان سره مې ووې: هغه باید دا تمه پیدا نه کړي، چې زه مینه ورسره لرم، ځکه دا به د هغې ژوند برباد کړي او بل باید هېچاته درغجنې هیلې ورنه کړل شي. تر ناوخته همدا سوچونه راسره مل وه او خوب ته یې نه پريښودم. په کټ کې کېناستم، کمپل مې راټوله کړۀ، د مېز په ایښی ګیلاس لاندې وغورځېده، اوبه په قالینه تویې شوې. په بیړه مې ګیلاس راپورته کړ او لوند شوی ځای مې په یوه خیرن دسمال وچ کړ. پرېکړۀ مې وکړۀ، چې د نرسې لیک لولم؛ خو موبایل ته زنګ راغی. د بالښت له لاندې نه مې راواخیست، چې سکرین ته مې وکتل؛ نو د شرکت مالک وه. زر مې اوکې کړ. هغه سلام وکړ. ځواب مې ورکړ. بیا یې زیاته کړۀ: ناوخت دی، له خوب خو به مې نه وې پورته کړی؟ نه مې وکړل او ورته مې ووې: تر اوسه ویښ وم؛ خو نور مې بندوست نیوه. سمه ده یې وکړل او بیا یې خبره وغځوله: زیات وخت دې نه نیسم سبا که کېدای شوه، لږ وختي راشۀ، د مال موټر راغلي دي. ان شاءالله وختي درځم مې وویل او خدای پاماني مې وکړۀ. ځان مې پټ کړ او څو شېبې وروسته خوب وړی وم. سهار چې مې لمونځ وکړ؛ نو مور ته مې وویل: بېګا راته د شرکت مالک زنګ کړۀ، زه ځم چای به هملته وڅښم. سمه ده یې وکړل، جمپر مې وغوسته، دسمال مې له پوزې او خولې څخه تاوو کړ، له کور څخه راوواتم. هوا یخه وه، چې ساه به مې اخیسته؛ نو له خولې څخه به مې د ساړه له امله د لوګي غوندې تاوو واتۀ. د کوڅې په کوز سر کې یوه ډله بازاري سپي راپه منډه وو، له خپلې وېرې مې کاڼي ته مې لاس کړ، بېرته وګرځېدل. دا چې وختي وه؛ نو یم، یم کس/ موټر لیدل کېدل. تقریباً پنځلسو دقیقو کې شرکت ته راورسیدم. څلور موټر ولاړ وه، سیده دفتر ته لاړم. شېبه وروسته اشپاز دسترخوان په تخرګ کې نیولی، ترموز او پیالې په لاس راننوت. ورته مې وویل: څه شی دې ورسره پخه کړي نه دي؟ هغه دسترخوان هوار کړ، بیا یې ځواب راکړ: هګۍ مې پخې دي، که نور څه شی غواړې؛ نو درته به یې راوړم؟ ورته مې ووې: بس له دې ښه شی نشته. هغه په هګیو پسې لاړه، ما دفتر برابر کړ او چای ته کېناستم. بوره مې راته واچوله، پیاله مې ډکوله، چې هګۍ یې راوړې. اشپاز له دروازې وتلی وه، پسې غږ مې کړ: کاریګرو ته ووایۀ، چې چای وڅښئ، دادی زه هم درځم. سمه ده یې وکړل او لاړ. چای مې په بیړه، بیړه وڅښۀ، د باندې راووتم، کاریګر هم په ګدام کې ولاړ وه. لومړي ولاړ موټروان ته مې غږ، چې موټر دې ګدام ته به رېورس (شا) راولۀ. موټر یې چلند کړ، شاته ترې تور دودونه پورته شول ښه شېبه یې رېزونه ورکړل او بیا راغی. په کار مو پیل وکړ. یو په بل پسې مو تر غرمې ناوخته ټول موټر خالي کړل. پاتې ورځ مې یې په حسابونو تېره کړۀ. ماښام ناوخته کور ته راغلم. کوچنی ورور مې به نغری کې لګیا و، چې کوټې ته راغلم، مور مې سر په سره ټوټه تړلی او په کټ کې یې ددیوال خواته بالښت ته تکیه کړي وه. ورته مې ووې: مورکې، سر دې درد کوي، که څنګه دې تړلی دی؟ هو یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: له مزدیګر راهیسې مې دغه تندی خوږیږي، نه پوهېږم، چې څه راباندې وشول. ورته مې وویل: هله راځۀ، چې ډاکټر ته دې بوځم. د دوا پلاستیک یې راوخیست، بیا مې یې مشر ورور یاد کړ، چې ډاکټر ته یې بېولی وم، لږ مخکې راغلو. په کټ کې یې څنګ ته کېناستم، ورته مې ووې: سر دې رادېخو کړۀ، چې زه یې درته کیکاږم. نه یې وکړل او بیا زیاته کړۀ: اوس ښه دی، قرار شو، دغه رنجه (سره ټوټه) رانه خلاصه کړۀ. په بیړه یې له سر تاوو کړي ټوټه لرې کړه او د د صندوق په سر ایښي مېوې نه مې ورته درې دانې کیلې راوخیستې او ور مې کړې. کوچنی ورور مې له ترموز سره کوټې ته راننوت. ورته مې وویل: عابد (مشر ورور) چېرته دی؟ مور مې ووې: هغه په ډوډۍ پسې تللی دی. میوند مور ته د چای پیاله ډکه کړۀ او په مېز یې ورته کیښودۀ. لږ وروسته مو مشر ورور له ډوډۍ سره راغی. دسترخوان مو هوار کړ، مور مې کمپل له ځانه لرې کړۀ، ورته مې ووې: مورې، ته مه راکوزېږۀ، همدلته کټ کې به یې وخورې. مګر ویې نه منلۀ، لاندې زموږ سره کېناسته. ډوډۍ مو وخوړۀ، مور مې لمونځ وکړ او څملاسته. د څنګ کوټې ته لاړم، د نرسې لیک مې راوخیست. په سر کې یې غټ لیکلي وو:تاته د تبسم (نرسې) ځانګړئ لیک· بیا یې داسې لیکلی وه: "سلامونه او نېکې هیلې. خدای د وکړي، چې د ژوند شپې ورځې دې پخیر تېریږي. نه پوهېږم له کومه ځایه او څنګه یې راپیل کړم؟ له کومې ورځې مې چې مور دې او ته لیدلي یئ؛ نو ویل به مې، کاش! موږ سره خپلوان/ مو کورونه سره نږدې وای. ممکن دا خبرې به مې له زړه څخه وې، چې خدای قبولې کړې او تاسو زموږ ګاونډیان شوئ. ستاسو راتګ ښار او بیا زموږ د کور څنګ ته که معجازه نه ده؛ خو ترې کمه به هم نه وي. له هغه ورځې چې له مور سره روغتون ته راغلی وې، باور وکړۀ په ما ډېر ښه لګېږې، نه پوهېږم څه علت دی. وخت ناوخت زنګ وکړم، ستا او د مور پوښتنه دې کوم. اوس راته لکه د کورنۍ د غړو غوندې یئ او همداسې مې زړه درباندې خوږیږي. زما یوه ترور په فامیليو کې اوسیږي، نن یې لور زموږ کره راغلې ده، د طب محصله ده. هغې ته مې ستاسو د راتګ او ژوند کیسه وکړۀ، اوس وایي: ورځو، چې دا خو زه هم ووینم. له ډېرې مودې راهیسې غواړم ځینې خبرې درته وکړم؛ خو نشم یې کولای. تاته چې هر ځلې زنګ کوم؛ نو د همدې خبرو لپاره وي، مګر چې زنګ وکړم، خبرې راڅخه ورکې شي. میاشتې وشوې، چې زه تاته د زړه خبرو ویلو جرات نشم کولای. نن مې فکر ته راغلل، کومې خبرې چې په موبایل/ مخامخ نشي کېدای او سختې وي، باید د لیک په بڼه یې درورسوم. حیرانه یم، چې زما په زړه کې ستا په اړه پټ احساس تاته څنګه بیان کړم؟ دا اوس هم یوازې خدای خبر دی، چې زه دغه خبرې څومره د زړه له درزا سره لیکم. که خبر نه وې؛ خو ناخبره هم نه یې. په ژوند کې د ځینو کارونو اختیار زموږ په واک کې نه وي. موږ که غواړو یا نه؛ خو زړه یې غواړي. ما ددې ټولنې بد رواجونه له هر څه زیاته ځوروي، چې خدای ورکړی حق له انسانانو څخه اخلي. دا څومره سخته ده، چې یو څوګ درته ګران وي؛ خو په ټولنه کې د شته محدودیتونو/ بد فرهنګ له امله یې په زړه کې ساتې او هېچاته ویلی نشې، ځکه قېمت یې مرګ او بدنامي ده. زه ستا په اړه ډېر خوږ احساس لرم؛ خو ته به فکر کوې، چې زه مینه درسره لرم، هېڅکله نه. دروازه خلاصه شوۀ، مشر ورور مې وه، لیک مې ژر ټول کړ او جېب ته مې واچوۀ. هغه وویل: د مور وضیعت ښه نه دی، یو ځل به ډاکټر ته لاړ شو. ورخطا شوم، په بیړه له ځایه پورته شوم، د مور کوټې ته ورغلم، په تندي مې یې لاس کيښودۀ، سخته تبه یې وه. ورته مې وویل: مورکې څنګه یې؟ خبرې یې نشوې کولای، د لاس په شاره یې پوه کړم، چې سر مې درد کوي. مسر ورور مې له کوټې څخه په وتلو کې وویل: زه د موټر غم کوم، ته همدلته اوسۀ او د باندې ووت. زه د مور تر څنګ په کټ کې کېناستم، کوچني ورور مې زیاته کړۀ: ما ورته ووې، چې کوټه کې کېنۀ، مزدیګر ناوخته ساړه کې یې جامې مینځلې. ما چې خبره کوله، موبایل ته زنګ راغی، مشر ورور مې وه، ویل یې چې دروازه خلاصه کړئ. میوند په بیړه ورغی، دروازه یې خلاصه کړۀ، موټر مخته راغی او په کوچني انګړ کې ودارېدۀ. یوه لور ته زه او بل لور ته مې مشر ورور مور مو راپورته کړۀ، لاسونه مو یې په اوږو واچول او موټر ته مو یووړه. کوچنی ورور مو کور کې پريښود او موږ د ډاکټر په روان حرکت وکړ. هلته چې ورسیدو؛ نو ډاکټر ته مو وویل: د مور حالت مو خراب دی، له موټر نشي راښکته کېدای. د باندې راسره راووت او په موټر کې یې وکتله، بیا یې وویل: د تشویش وړ نه ده، لږ یې فشار ښکته شوی او تبه یې ده، ان شاءالله ښه به شي. بېرته خپل ځای ته لاړ، دوه دانې ګولۍ یې راکړې، چې اوس دې یې وخوري او نور یې راته دوا ولیکله، بیا یې ووې: لږ یې چې تبه ارامه شي، پېچاري ورته وکړئ. له څنګ دواخانې مو دوا واخیسته او بېرته کور ته راغلو. مور مې په کټ کې څملاسته او موږ ناست وو. شېبه په شېبه به مو یې حالت کاته، نیم ساعت وروسته خوب یوړوه. لاس مې یې ونیوۀ، سوړ وه، تبه یې پرې شوي وه. موږ هم هملته په توشکو وغځېدو. سبا سهار مې مشر ورور اوبه ګرمې کړي وې او غږ یې وکړ. مور مې له ځایه پورته شوۀ، ورته مې وویل: که نشې پورته کېدای؛ نو همدلته یې کټ کې وکړۀ. ویل یې، نه اوس ښه یم. لمونځونه مو وکړل. کوچني ورور ته مې ووې: ته پیالې ومینځه، زه به چای وکړم. مشر ورور مې وویل: چای زه کوم، ته مور ته له هټۍ (دوکان) څخه شیدې راوړۀ. سمه ده مې وکړل او راووتم. د کوڅې په بر سر کې مې کورنۍ شیدې پیدا کړې او کور ته راغلم. دوی چای کړی وه. شیدې مې ګرمې کړې او په مور مې غږ وکړ. له چای څښلو وروسته مې د شرکت مالک ته زنګ وکړ، د مور له ناروغۍ مې ورته ووې او نن مې د پاتې کېدو اجازه واخیسته. مالک وویل: سمه ده، کومه خبره نه ده، که پیسې/ موټر دې په کار وي؛ نو له دفتر یې درسره واخلۀ. مننه مې وکړۀ، بیا مې ورته وویل: اوس مې نه دي په کار، چې اړتیا شي؛ نو را اخلم یې. مکسد شرم به نه کوې یې ووې او اړیکه مو پرې کړۀ. ټوله ورځ په کور کې وم، د مور مې تبه ختمه شوي وه او حالت یې عادي و. د شپې چې د څنګ کوټې ته لاړم؛ نو د تبسم پاتې لیک مې د لوستو لپاره راواخیست. تر بیا ښې چارې

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (15)

15 ټولې رایې

5★
5
4★
5
3★
1
2★
3
1★
1

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan