oiuytrew
ریس خادیم

17 برخه

188 لیدنې 12 رایې
4.3 (12)
ریس خادیم
ریس خادیم 21 Aug 2026

17 برخه!پاتې لیک: دا مې ځکه ولیکل، چې مینه نه درسره لرم، تا زه د خپل وجود حصه بولم، له مینې هم رانږدې یې. غواړم ووایم، چې زما په هر قدم کې راسره مل یې، د ذهن په دنیا مې ناست یې او همدا تا همېش یادوم. څو ځلې لیدل او زنګ وهلو کې ستا سوړ چلند راته له مرګه کم نه و؛ خو ممکن ته به ریښتیا نه پوهېدې، چې زه مینه درسره لرم. ددې خبرو لپاره مې ډېر لوی زړه کړی دی. بیا یې وایم، ته زما د ژوند برخه یې، زه هغه الفاظ نه لرم، چې تا سره څومره مینه لرم. نور لیک نه اوږدوم. زما د ارمانوتو نړۍ، زه به ستا مثبت ځواب ته منتظره وم. زما لپاره په ځان پام کوۀ. نور درته دې ځان غوندې ښکلی او خوشاله وخت غواړم. لاندې برخه کې یې زړه رسم کړه و او په انګلیسي یې لیکلي و: مینه درسره لرم، ستا تبسم. هک حیران شوم، چې اوس څه وکړم!؟ یو ځل به مې هیله ذهن ته راغلۀ او بیا به مې د نرسې په لیک نظر تېر کړ. هغه د پاڼ او پړانګ تر منځ ګیر کېدل وو. له ځان سره مې ووې: له تبسم به بخښنه غواړم او ورته به وایم: زه مینه لرم، نه غواړم تاته بېځایه وعدې درکړم او په دروغو د په طمع کړم. بیا به مې چې په لیک کې د هغې خبرو ته وکتل؛ نو له خپلې پرېکړې په شا شوم. داسې تصمیم مې ونیوه، چې زه به اوس د لیک ځواب نه ورکوم، که یې بیا دغه خبره یاده کړۀ؛ نو هر څه به ریښتیا ورته وایم، چې د هغې زړه هم مات نشي او زما سره د مینې هیله هم ونه ساتي. زه په همدې چورتونو کې وم، چې د نرسې زنګ راغی، زړه مې بې واره ټوپونه شروع کړل. اوکې مې نه کړ. څو پرلپسې زنګونه یې وکړل؛ خو ځواب مې ورنه کړ. بیا مې هیله په زړه کې راوګرځېده، چې له پرون راهیسې مو سره خبرې نه دي کړي، سهار یې نه موبایل پورته کړ او نه یې بیا زنګ ووهۀ. له ځايه پورته شوم، د مور له کوټې مې ترموز راوړ او ځان ته مې د چایو پیاله ډکه کړۀ. موبایل مې راواخیست، هیلې ته مې زنګ وکړ؛ خو بیا یې هم پورته نه کړ. څو وارې مې بیا زنګونه وکتل؛ خو هماغه خبره وه، ځواب یې نه راکاوۀ. تلوسه مې شوۀ، وټساپ مې راخلاص کړ، هلته هم افلاین وه. اندېښنه مې نوره هم زیاته شوۀ، له ځان سره مې ووې: هیله خو هېڅکله داسې نه کوي، دا څنګه خبره ده؟ د شیطان وسوسې شوې، که تبسم څه ورته ویلي وي یا یې هغه لیک لیدلی وي. بیا مې له ځان سره ووې؛ نه په هغه شپه خو ورسره وغږېدم، هېڅ خبره هم نه وه. چای مې یخ شوی و، هغه مې توی کړ، بیا مې تازه پیاله راته ډکه کړۀ؛ خو هیلې مې ذهن خراب کړ. موبایل یې هم نه دی بند؛ نو ولې یې نه پورته کوي؟ بیا مې ډېر چورت ووهه، چې ما خو داسې کوم کار/ خبره نه وي کړي، چې هغه پرې خپه شوي وي؛ خو زهن ته مې څه رانغلل. چای مې وڅښۀ، ترموز او پیاله مې د کټ لاندې کړل، کړکۍ مې راخلاصه کړۀ، نږدې مې بالښت ته تکیه وکړۀ. کوټې ته یخه هوا راننوته، د باندې مې وکتل، غرونه، غرونه وريځې د جنوب خواته روانې وې. د اسمان ډېره برخه وريځو نیوله وه؛ خو ځای، ځای ستوري ښکاره کېدل. ساړه مې وشو، کړکۍ مې بېرته بند کړۀ او کټ ته لاړم. هیلې ته زنګ او وټساپ مې یې وکاتۀ، هماغه زاړه خبره وه. موبایل مې د بالښت لاندې کړ او اوږد وغځېدم. له ځان نه مې همدا پوښتنې کولې: په هیله څه وشول؟ ولې زنګ نه پورته کوي؟ له ما خپه ده او که کومه بله ستونزه ده؟ کله په یو لټ او کله په بل کټ اوښتم، تر ناوخته مې خوب تښتېدلی و. بیا مې وټساپ کې ورته مسېجونه وکړل: څه شوي؟ ولې زنګ نه پورته کوې؟ ته خو ښه یې؟ د هغې ځواب نه وه، دغه ټپه مې ورته ولیکله: د ستا به هېر که به دې یاد وم ماته د ستا له غمه نه راځي خوبونهنور مې وټساپ بند کړ. نه پوهېږم څو بجې به وې چې خوب وړی وم. سهار چې راپورته شوم؛ نو لومړۍ مې موبایل وکاته، چې ګوندې هیلې به زنګ وهلی وي؛ خو نه. بیخي ځمکه راپورې اور شوه، نه پوهېدم، چې اوس څه وکړم او څوګ به یې معلومات راکړي؟ چای خوند نه راکاوۀ؛ خو د مور له خاطره مې وڅښۀ او زړه نیولی کار ته روان شوم. په لاره مې تر کار ځای پورې څو ځلې د هیلې شمېرې ته زنګ وکړ؛ خو ځواب نه و. اندېښنه مې له یوې شېبې بلې ته زیاتېده. نه پوهېږم شرکت ته څنګه راغلم؟ لګیا په کار کې وم؛ خو فکر مې له هیلې سره و. بیخي ګنګس وم، لار راڅخه ورکه وه، چې اوس څه وکړم؟ حیران وم، چې په هیله څه وشول؟ ولې ځواب نه راکوي؟ ولې یو ناڅاپه داسې شوه؟ فکر مې هېڅ پر ځای نه و، تر غرمې پورې مې څو ځلې د کار حسابۍ غلطې کړې. یو ځل مې پرېکړۀ وکړۀ، چې نرسې ته زنګ وکړم او د هیلې پوښتنه ترې وکړم؛ خو بېرته پېښمانه شوم. ځکه دا به په لوی لاس ځان ته لانجه جوړه کړم. مزدیګر نږدې و، چې د شرکت مالک راته وویل: په کابل کې ځینې موټر ګمرک نیولي دي، باید په وخت یې غم وخورو، کنه خبره به بیا سخته شي. پوه شوم، چې زما د ورتګ نیت لري؛ نو ورته مې ووې: زه به ورشم. ناوخت هم دی یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: خپل موټر او پیسې درسره واخلۀ. پیسې مې واخیستې، سره د مالک د ډېر ټينګار چې خپل موټر بوځۀ؛ خو ما په بل موټر کې د تګ تصمیم ونیوه. له شرکت مې رخصت واخیست او کور ته راغلم. مور ته مې د کابل تګ ووې. هغې راته وویل: زویه، اوس خو ناوخت دی، سبا به لاړ شې. ځواب مې ورکړ، چې مورکې، هېڅ خبره هم نشته، ضروري کار دی، سبا سهار وختي باید هلته موجود وم. اجازه مې ترې واخیسته او له کور راوواتم. په بیړه مې ځان د کابل هډې (موټرو ځای) ته ورسوۀ. هلته هر موټروان خپل موټر ته کشولم او دا خبره یې کوله، چې کرایه کمه ده، موټر ډک دی، دا چې ناوخت و؛ نو د ټوډي موټر مخکې سېټ (چوکۍ) مې ونیوه، تر څو ژر ورسېږم. په څو شېبو کې موټر ډک شوو د سفر دعا مو وویله او حرکت مو وکړ. لږ وړاندې مو د سرک په غاړه جومات کې د سفر لمونځونه وکړل او له دوکان مو ځینې شیان واخیستل او بیا روان شو. موټروان د منګل او نغمې هغه ټپې ولګولې:مینه دې وکرله لاړې لکه مرغۍ چې ځاله وکړي پريږدینهله شاته کسانو څخه یوه د ستر عمر کس موټروان ته وویل: ته لږ اواز ورکړۀ، دا خو ډېره ښه سندره ده. موټروان په خندا ورته ووې: حاجي صیب، تاسو دغه پخواني خلک د نغمې سندرې ډېرې خوښوئ، ولې؟ د عمر په لحاظ ستر سړي چې مخ یې ټول له ویښتانو ډک و، دوې ګوتې خولې ته دننه کړې، د نصوارو غونډاره یې د باندې وګرځوله او بیا یې ووې: دا خو زموږ د وخت سندرغاړي دي او نور یې موږ ته څو خاطرې بیان کړې. تر ډېره په همدې موضوع بحث روان و. د مزدیګر لمن ټولېدونکي وه، د غرونو خواته د لمر سورخي ښکاره کېده او موټر ښه په سرعت سره مزل کاوۀ. له ماښام لمونځه وروسته چې مو مزل شروع کړ؛ نو خوب راغی، سر مې په چوکۍ کيښود او دسمال مې په سترګو واچوۀ، کله ویده او کله ویښ. په پکتیا کې موټروان وویل: ډوډۍ خورۍ او که ځو؟ د ټولو نظر دا وو، چې ځو، ډوډۍ به کابل کې وخورو، ونه دارېدو هماغسې مو مزل کاوۀ، ما بېرته سر کیښود. خوب وړی وم، چې یو ناڅاپه ټنګ شو او نور په ځان پوه نه شوم. یو وخت چې مې سترګې وغړولې، لکه له خوب چې راویښ شوی وم، ډاکټران راته ولاړ وو، بیخي ګنګس وم، نه پوهېدم چې چېرته یم. سر مې سخت درد کاوۀ. د پورته کېدو هڅه مې وکړۀ؛ خو ډاکټر ژر راوړاندې شو او راته یې ووې: پورته کېږۀ مۀ، سیروم خطا کوې. زما څنګ ته ولاړ کس ته مې وویل: په ما څه شوي دي او زه دلته چا راوړی یم؟ هغه ځواب راکړ: ته ارام اوسۀ، هېڅ خبره نشته. ځان ته مې وکتل، جامې مې ټولې په وینو وې، په لاس کې مې کانوله وه، سر او پښه مې پټۍ شوي وو. هیله مې په ذهن کې راوګرځېدۀ، ژر مې جېب ته لاس کړ؛ خو هېڅ شی نه وو. مخامخ ولاړ ډاکټر ته مې وویل: زما موبایل څه شو؟ هغه نه یم خبر ووې او لاړ. په سترګو مې تیاره راغلۀ، په ځان پوه نه شوم، بېرته بې هوشه شوی وم. یو وخت مې په پښه کې سخت درد محسوس کړ، چې سترګې مې وغړولې؛ نو ډاکټر راباندې لګیا وو. ورته مې وویل: ډاکټر صیب، څه کوئ؟ پښه مې ډېر درد کوي. ځواب یې رانکړ، یوه پېچاري یې راته وکړه. لږه شېبه وروسته یوه ډاکټر راته ووې: اوس خو درد نه کوي؟ نه مې وکړل او بیا مې د ساعت پوښتنه وکړه، چې څو بجې دي؟ یو کس راته وویل: سهار نږدې دی. پښه او سر مې ډېر ژوبل وو، ټول بدن مې سخت درد کاوه. څو ځلې مې د خپل موبایل پوښتنه وکړۀ؛ خو چاته معلوم نه وو. د سهار اته بجې به وې، چې یوه ډاکټر ته مې وویل: زما سره هېڅوګ هم نشته او نه څوګ خبر دي. هغه وویل: د کورنۍ کوم غړي نمبر لرې؟ د شرکت مالک نمبر مې ورکړ. لږه شېبه وروسته یې راته وویل: تا چې کوم نمبر راکړ، هغه کس مو خبر کړ. تر بیا ښې چارې

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.3
4.3 (12)

12 ټولې رایې

5★
6
4★
3
3★
3
2★
0
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan