18 برخه!ښه مې وکړل او ډاکټر راته یوه بله پېچاري وکړۀ، لږ وروسته بیا خوب وړی وم. نه پوهېږم څو بجې وې، چې له خوب راویښ شوم، د شرکت مالک او دوه نور کسان مې د کټ تر څنګ ناست وو. د پورته کېدو هڅه مې وکړۀ؛ خو مالک ونیوم، چې ارام وکړۀ. بیا یې پوښتنه وکړۀ: اوس دې وضیعت څنګه دی؟ ورته مې وویل: اوس ښه یم. سمه ده، تشویش مه کوۀ، یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: امبولانس راځي، ما خبره کړې ده، کابل کې به د ملي امنیت دولتي شفاخانې ته لاړ شوو، هلته ډېر ښه خارجي ډاکتران دي. ما ورته د همدلته پاتې کېدو وویل، خو هغه شله و، چې یو ځل هلته ځو. ورسره مې ومنلۀ او بیا مې ورته ووې: زما موبایل ورک شوی دی، کور کې به د مور دوی تلوسه وي، چې یو زنګ ورته وکړم. په بیړه یې موبایل راکړ. کوچني ورور ته مې زنګ وکړ، له اوکې سره مې سلام وکړ. ځواب یې راکړ او سمدستي یې وویل: الهامه چېرته یې؟ د ماښام راهیسې زنګ درپسې نه کیږي، ولې دې موبایل بند دی؟ ورته مې ووې: موبایل رانه ورک شوی دی، بېګا ناوخت راورسیدم، څوګ نه وو، چې زنګ مې درته کړی و. موبایل مور ترې واخیست او راباندې یې غږ کړ: څوګ داسې کوي، ټوله شپه مې سترګه نه ده پټه کړي، ما ویل چې څه درباندې وشول. ورته مې وویل: مورکې، موبایل رانه ورک شوی دی، د شپې ناوخت و، چې راورسیدم. مور مې لکه راباندې پوهېدلي چې وي، په حیرانۍ ووې: زویه، اواز دې داسې بل رقم دی، څه شی خو درباندې شوي نه وي؟ په بیړه مې ځواب ورکړ: نه مورکې، نه پوهېږم تاته څنګه اواز بدل ښکاري او بیا مې زیاته کړۀ: اوس مې کارونه دي، بیا ان شاءالله زنګ سره کوو. ښه ده زویه، پام کوۀ، یې وکړل او خدای په اماني مو وکړۀ. موبایل مې بېرته مالک ته ورکړ. لږ وروسته یو کس راغی او مالک ته یې وویل: امبولانس تیار دی، مریض پورته کوو. سمه ده یې ورته وکړل، یو کس تذکره (د مریضانو کټ) ماته نږدې راوستۀ، زه یې په څو کسانو ور پورته کړم او د باندې یې ولاړ امبولانس ته یووړم. مالک ته مې وویل: ستا به کارونه وي، زه به مشر ورور ته زنګ ووهم، هغه به راشي. هېڅ کار نه لرم یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: کور تر هغه مه خبروۀ، چې لږ دې حالت ښه شوی نه وي. ما ډېر ټینګار وکړ؛ خو ویې نه منلۀ. د موبایل ورکېدو او هیلې زنګ ته مې اندېښنه وه. له ځان سره مې ویل: په هغې څه شوي نه وي. ولې یې موبایل نه پورته کاوۀ؟ که زما نمبر ته یې زنګ کتلی وي، هغه خو بند دی. په ډېره لاره مې خپل دردونه هېر وو؛ خو د هیلې په اړه مې سوچونه کول. له دوو ساعتونو وروسته دولتې شفاخانې ته راورسیدو. عسکرو موټر وداروۀ او پوښتنې یې کولې. د شرکت مالک ورسره لګیا وو، نیم ساعت به ولاړ وو، بیا یې د سختې تلاشي کولو وروسته داخل ته د ننواتو اجازه راکړۀ. ډاکټران تر امبولانس راغلل، زما وضیعت یې وکاتۀ او بیا یې ښکته کړم، یوې خونې ته یې یووړم. د پټۍ شوي ځایونو سربېره یې زما ټول بدن وکاتۀ او بیا یې ووې: د تشویش وړ نه ده، هډوکو او سرته یې کوم زیان نه رسیدلی، دا زخمونه ژر د جوړېدو وړ دي؛ خو دوه ورځ یې همدلته بسر کوو، چې زموږ د نظارت لاندې وي. خوشاله شوم، له ځان سره مې وویل: شکر دی، چې هډوکي او سر مې روغ دی، دا دردونه به خدای تېر کړي. مالک ته مې وویل: هلته شرکت همداسې پاتې دی، کارونه دي، زه ورور ته زنګ کوم، هغه به راشي، ته لاړ شۀ. ځواب یې راکړ، شرکت کې مې ورور شته، تا دې خدای جوړ کړي، دې خبرو ته تشویش مه کوۀ. بیا مې موبایل ترې واخیست او مشر ورور ته مې زنګ وکړ: ټول جریان مې ورته ووایۀ، په اخېر کې مې دا خبره ورته وکړۀ، چې بیا لږ وروسته مالک ته زنګ ووهۀ، چې زه درځم ته د خپلو کارونو ته لاړ شۀ ډاکټر راغی یوه ګولۍ یې له اوبو سره راکړۀ او بیا یې راته ووې: ارام ته اړتیا لرې، لږ ارام وکړۀ. لکه د ګولۍ تاثیر چې وي، سر مې دروند شو او په څو شېبو کې ویده شوی وم. نه پوهېږم څه وخت و، چې سترګې مې وغړولې. ډاکټر راته وویل: ته لاس راکړۀ، راپورته شۀ، د باندې لمر ته لږ وګرځۀ. د هغه په مرسته راپورته شوم او له کوټې څخه راووتم. شااوخوا مې وکتل، له دورازې سره نږدې یو کس چې دواړه پښې او یو لاس یې نه و، لمر ته په بایسکل کې ولاړ و. پخپل حالت مې شکر وباسۀ او په قرار، قرار مې په چمن کې قدم وهۀ. تر ناوخته هملته ګرځم، چې مالک له باندې څخه راننواته او راته یې وویل: ورور دې زنګ کړی و، راغلی دی؛ خو دلته د راتګ لپاره له یو کس څخه زیاتو ته اجازه نشته. ورته مې وویل: هغه چې راغلی وي؛ نو تاته اجازه ده، ان شاءالله اوس ښه یم. د پاتې کېدو ټینګار یې کاوۀ؛ خو بلاخره مې تګ ته قانع کړ. ورور مې راغی، مالک پیسې راکړې او لاړ. مشر ورور مې مور ته بهانه کړي وه، چې څو ورځې په ولسوالۍ کې د موسسې کارونه دي، هملته پاتې کېږم. دوه ورځې په روغتون کې لکه د کال راباندې تېرې شوې. ډاکټرانو دوا راکړۀ او رخصت یې کړم. اوس مې حالت بیخي ښه وه، په سر او پښه مې پټۍ وې؛ خو دردونه مې ورک وو. ورور ته مې ووې: ځو، هلته مورکه دوی هم یوازې دي او تلوسه به یې وي. تر اډې په دولتي امبولانس کې راغلو او بیا مو موټر ونیوۀ. تر ستړي مزل وروسته غرمه ناوخته د کور مخې ته ښکته شوو، چې کور ته ننواتم؛ په برانډه کې مور ولیدم، هکه حیرانه شوه، په ورخطایۍ یې په غېږه کې ونیوم او راته ووې: زویه، دا ولې؟ تا خو ماته ویل، چې موبایل مې ورک دی؟ څه درباندې شوي دي؟ په کوټه کې نور څوګ هم وو، هغوی هم زما د مور په خبرو پسې له کوټې څخه د باندې راووتل، چې ومې کتل، د ګاونډیانو ښځې وې. نرسه مې مخې ته ودارېدۀ او په ناپامۍ کې یې راته وویل: په تا څه شوي دي؟ بیا یې پام شو، ژر د مور شاته شوه څه مې ونه ویل. مور په داسې حال کې، چې له سترګو یې اوښکې روانې وې، ټینګ په غېږ کې نیولی وم او دا خبره یې کوله، دا چا او ولې؟ز په لاسونو مې ښکل کړۀ او ورته مې ووې: مورکې، هېچا هم نه، دادی روغ یم، موټر راپسې ټکر وکړ، د خدای شکر دی دومره نه یم خوږ شوی، بیا مې خبره وغځوله: ژاړۀ مۀ، شکر وباسۀ، چې لاسونه او پښې مې نه دي مات شوي، که مړ وی؛ نو څه وس مو رسېده. مشر ورور مې ورته وویل: ځان مه لېونی کوۀ، د خدای کارونه دي، که اوس ډېر خوږ شوی و، بیا مو له وسه څه پوره وو؟ د تبسم مور راوړندې شوه او مور مې یې له اوږې څخه ونیوه او ورته یې ووې: شکر وباسۀ، دادی روغ دی، له ژاړه څه نه جوړیږي، کوټې ته راځئ، هلک مو اوس دلته ودرولی، سر یې خوږ دی. موږ یوې کوټې او نرسه دوی بلې کوټې ته لاړل. لاندې کېناستم؛ خو د تبسم مور راپورته شوۀ، له لاس یې ونیم، چې کټ کې کېنۀ. ورته مې ووې: همدلته کېنم، اوس ښه یم؛ خو هغې په زور پورته کړم. مور مې مشر ورور ته مخ ورواړوۀ، ورته یې وویل: چې څه پېښه شي؛ نو تاسو مه خبروئ ولې نه؟ هغه بله ورځ چې تلې ماته دې په دروغو ووې، چې ولسوالۍ ته ځو. مشر ورور مې ځواب ورکړ: اول زه هم نه وم خبر، وروسته د شرکت مالک راته ووې، بل که ته خبره شې؛ نو څه شی به وکړې، همدا چې کور په سر واخلې. زه یې په خبرو کې ورولوېدم: مورکې، د شرکت مالک خبر شوی و، خدای دې خیر ورکړي، په بیړه یې ځان راورسوۀ، بیا یې کابل ته یووړم او بل هلته دولتي شفاخانه وه، له یو کس څخه زیاتو ته اجازه هم نه ورکوي. د شرکت مالک خو عابد هم نه خبروۀ، بیا ما پټ زنګ ورته ووهۀ. مور مې له جېب څخه ټول کړی د سلو افغانیو لوټ راوویست او کوچني ورور ته مې یې وویل: هله څه شی به یې نه وي خوړلي، یو کیلو مڼې او شیدې راوړۀ. ورته مې وویل: هر څه مې خوړلي دي، هغه زما په پلاستیک کې اوس هم مېوۀ شته. د تبسم مور له ځایه پورته شوۀ او مور ته مې یې ووې: ته همدلته کېنۀ، زه مې لوڼو ته وایم، چې ډوډۍ ورته تیاره کړي. ورته مې ووې: خوند نه راکوي؛ خو هغه له کوټې وواتۀ. مور د ټکر پوښتنه وکړۀ، چې څه ډول موټر ټکر ورکړ؟ ما یې کیسه ورته کوله، چې د نرسې مور له پتنوس سره راننواتۀ، کوچنی ورور مې ورپورته شو، پتنوس یې ترې واخیست او ماته د ایښي مېز پر سر یې ترې یوه لویه او بله کوچنۍ کسۀ کیښودۀ. کسو ته مې وکتل، په شیدو کې یې ډوډۍ واړه کړي وه او په بله کې کورني کوچ و. ورته مې وویل: ترورې، هسې دې ځان په تکلیف کړ، ډوډۍ ته مې زړه نه کېدۀ. هغې ووې: زویه، ځان موړ کۀ، بیا به دوا خورې. له پښو مې کمپله لرې کړۀ او ډوډۍ ته کېناستم. مور مې مشر ورور ته وویل: ته هم ورسره کېنۀ، ډېره ده. هغه څه ویل، چې د نرسې کوچنۍ خور له بل پتنوس سره راننواته او د مشر ورور مخې ته یې کیښود. ډوډۍ مو وخوړۀ، د لمانځه لپاره پورته شوو. د شرکت مالک څو ځلې زنګ وکړ او پوښتنه یې کوله. ورته مې وویل: اوس بیخي ښه یم، راغلی یم کور ته. ورځ تېره شوۀ، نرسه دوی ماښام ناوخت لاړل. ستړی وم، د دوا تاثیر به هم وو، د شپې وختي خوب راتله، لږ څه مېوه مې وخوړه او نور څملستم. سهار ګاونډیانو شیدې رالیږلې وې او له لمر ختلو وروسته دوی هم راغلې. کوچني ورور ته مې پیسې ورکړې او ورته مې ووې: شاید نن مېلمانه راشي، وختي لږ سودا راوړۀ. سمه ده یې وکړل او له ځایه پورته شو لاړ. عابد وویل: زه څنګه وکړم، پاتې شم؟ ورته مې وویل: نه، ولې پاتې کېږې، څه شی شته، دندې ته لاړ شۀ. پورته شو زه به لاړ شم یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: وختي راځم، که کومه خبره وه؛ نو زنګ راته کوئ، له کوټې ووت. لږه شېبه وروسته مې له مور سره د تبسم مور کوټې ته راننواتۀ او راته یې ووې: څنګه یې؟ خوب دې وکړ؟ ځواب مې ورکړ: شکر دی، اوس خو بیخي ښه یم، بېګا چې څملستم؛ نو تر سهاره په ځان پسې نه یم خبر شوی. تر ډېره هملته ناستې وې او بیا مې مور دوا راکړۀ، راته یې ووې: دا وخورۀ، نور لږ ارام وکړۀ، موږ بلې کوټې ته اوړوو. دوی لاړې، ما چې دوا وخوړۀ؛ نو هیله مې ذهن ته راغلۀ، حیران وم، چې څنګه او له چا یې پوښتنه وکړم!؟ که یې زنګونه راته وهلي وي؛ نو زما خو موبایل بند دی. ښه شېبه مې همدا پوښتنې له ځان څخه کولې، چې دروازه خلاصه شوۀ، ور ومې کتل، نرسه وه. حیران شوم او زړه مې درزا شروع کړۀ. هغې غلي ووې: څنګه یې؟ ښه یم ځواب مې ورکړ. یو ځل یې د باندې وکتل او بیا د کټ خواته نږدې راغلۀ، د زړه درزا مې نوره هم زیاته شوۀ. تر بیا ښې چارې
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
288 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
300 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
486 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)