19 برخه!د کټ څنګ ته مې ودارېده زیر، زیر یې ماته کتل. په سترګو کې یې اوښکې غوټه شوې او لاندې توی شوې، د ټیکري په پیڅکه یې اوښکې وچې کړې او بیا یې راته ووې: په داسې حال دې نشم کیدای، څنګه د رنګ ژېړ دی. زړه مې پرې ورسوځېده، ورته مې وویل: تشویش مه کوۀ، ان شاءالله اوس بیخي ښه یم. جېب ته یې لاس کړ، یو پاکټ یې پر مېز کیښود او بیا یې راته ووې: دغه وګورۀ، ځان ته پام کوۀ. غاړه د بنده چې څه ضرورت و او ماته به زنګ نه وهې. مننه مې وکړۀ او هغه بېرته لاړه. د نرسې خبرې او چلند مې په زړه مې خوږ ولګېده. له مېز مې پاکټ راواخیست، چې خلاص مې کړ؛ نو سل ډالر پکې و. حیران شوم له ځان سره مې وویل: له هغې سره به هم نه وي، زنګ به ورته کوم او بېرته به یې ورکوم. ډېره شېبه مې د هغې پر اوښکو، خبرو او پیسو فکر کاوۀ، چې مور مې کوټې ته راننواته. ځان مې په خوبولي واچوۀ، ځکه هغې ماته د ارام ویلي و او زه ویښ وم. له کوټې څخه یې څه شی واخیستل، بېرته لاړه. د ویده کېدو هڅه مې وکړه؛ خو خوب نه راتۀ، هیله مې په ذهن کې راګرځېده. له کټ څخه راپورته شوم، د کوټې دروازه مې بند کړۀ، کړکۍ ته نږدې کېناستم او د باندې لور ته مې کتل. نرسه د نالکۍ لور ته راغلۀ، اوبه یې اخیستې، چې زنګ ورته راغی. ماته یې پام نه و، چې ګورم یې. موبایل یې راوخیست، غوږ ته له نیولو سره سم یې وویل: هیلې سلام. حیران شوم، د سوچونو په سمندر کې مې ځان ډوب کړ، زما هیله به وي، که بله؟ له ځان سره مې وویل: همدا ده، ځکه دوی سره خپلوان دي. بیا مې نرسې ته پام واړوۀ، هیلې ته یې ویل: "له ګاونډیانو کره راغلې یم، هغه یو کس یې ټکر کړی و، چې کور ته لاړم؛ نو زنګ درته وهم" ورخطا شوم، چې اوس خو به د هیلې زړه وچوي. نرسې موبایل بند کړ او بېرته کوټې ته لاړه. مور ته مې غږ وکړ، چې راغلۀ؛ نو د کوچني ورور پوښتنه مې ترې وکړۀ، چېرته دی؟ مور مې ووې: دوکان ته مې ولیږۀ، راځئ ولې څه دې پرې کول؟ ورته مې وویل: موبایل مې پکار دی، چې راشي؛ نو ورته ووایۀ، الهام دې غواړي. څو دقیقې وروسته میوند کوټې ته راغی او راته یې وویل: مور وې، چې غواړي دې. هو مې وکړل او بیا مې ورته ووې: موبایل دې ماته راکړۀ، پکار مې دی. له جېب مې پیسې راواخیستې او په دې نیت مې ده ته مې ورکړې، چې دی به دوکان ته لاړ شي او زه به هیلې ته زنګ وکړم. هغه چې لاړ؛ نو د هیلې نمبر مې پکې ووهۀ، زنګ مې ورته وکړ، ورتېر شو؛ خو پورته یې نه کړ. ژر مې لنډ لیکلی پیغام ورته ولیږۀ: الهام یم، موبایل پورته کړۀ. هغې زنګ راووهۀ، له اوکې سره سم یې وویل: تا ټکر کړی دی؟ ورته مې ووې: دا پریږدۀ، زما خو دې زړه وویست، دغه دومره موده چېرې وې؟ ولې دې موبایل نه پورته کاوۀ؟ هغې ووې: الهامووو سم قیامت راباندې تېر دی، زنګونه دې کړي وو، موبایل رانه کور کې پاتې و او زه روغتون کې نوکرې وم، بیا مې زنګونه درته کول، نن څلورمه ورځ ده، چې موبایل دې بند دی. خیرت دی؟ تا ټکر کړی؟ ورته مې وویل: نه، زما بل ورور کړی دی. په غوسه ناک انداز یې ووې: بیا ستا نمبر ولې بند دی؟ له ځان سره مې وویل: بیا هم خبريږي، راځۀ ریښتیا ورته ووایۀ؛ نو ټوله کیسه مې ورته وکړۀ.. ښه شېبه غلی وه، بیا یې په ژړاغونی اواز زیاته کړۀ: الهامووو ما دې خدای مړه کړي، تا ټکر کړی و، ما فکر کاوۀ، چې زما څخه د موبایل بند دی. اواز دې هم بدل دی، لکه چې ډېر خوږ شوی یې، اوس دې حالت څنګه دی؟ زه ولې خبره نه یم؟ ورته مې وویل: زما لېونۍ هیلو، ارامه اوسۀ، دومره نه یم خوږ شوی، موبایل رانه په ټکر کې ورک شوی دی؛ نو ځکه بند دی. دا مې اوس د کوچني ورور له نمبر څخه درته زنګ ووهۀ. هغې بیا وویل: ته زخمي وې، زه خپله ارامه ګرځم او ارام خوبونه مې کول. خبره یې وغځوله: ماته دروغ وایې، ته لکه چې زیات خوږ شوی یې او ماته نه وایې، ریښتیا خبره راته وکړۀ. په خندا مې ځواب ورکړ: اې زما ښکلې، ریښتیا درته وایم، اوس بیخي ښه یم، دوه ورځې کابل کې یوه دولتي شفاخانه کې وم، پرون خپل کور ته راغلم. په حیرانۍ یې راته ووې: ته دومره خراب وې، چې کابل ته یې وړی وې؟ ورته مې وویل: کابل ته روان وم، په لاره کې راپسې موټر ټکر شو؛ نو هملته نږدې یې وړی وم او بیا مې خبره وغځوله: هیلووو موبایل مې له ورور څخه اخیستی دی، هغه اوس راځي، نن خپل نمبر اخلم، ان شاءالله بیا زنګ درته کوم. سمه ده یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: سبا د جمعې ورځ ده، زه درځم. خدای په اماني مو وکړۀ، اړیکه مو پرېکړۀ. مشر ورور ته مې زنګ وکړ، چې یو ساده موبایل او نمبر راته راوړۀ. هغه وویل: له کار چې رخصت شوم؛ نو درته به یې واخلم. سمه ده مې وکړل او موبایل مې بند کړ. ماښام چې راغی، موبایل او نمبر یې راوړي وو. د شپې مې چې ډوډۍ وخوړۀ؛ نو له ځان سره مې فکر وکړ، چې هیله له نوي نمبر څخه زنګ نه اخلي، پیغام مې ورته ولیږۀ: دغه زما نمبر دی. دوا خورم ویده کېږم، سبا بیا زنګ سره کوو. له دوا خوړلو وروسته مې سر راباندې دروند شو، څو دقیقې وروسته د خوب ملګری وم. سهار چې راپورته شوم؛ نو له چای څښلو وروسته مې مور مشر ورور ته ووې: په کور کې خو هېڅ شی نشته او بیا یې زیاته کړۀ: بېګا مو ترور زنګ کړی و، ویل یې، چې زموږ کره راشۀ. ورته مې وویل: الهام ټکر کړی دی، مېلمانه راځي، نشم درتلی. هغه خبره نه وه، نن به راشي. مشر ورور میوند ته مخ ورواړوۀ، له المارۍ څخه خو یوه کتابچه راواخلۀ، چې دغه سودا پکې ولیکم. هغه پورته شو، له بلې کوټې یې کتابچه راوړۀ او عابد ته یې ورکړۀ. مور مې ورته شیان وښودل او ده ولیکل. ماته د هیلې پرونۍ خبره ذهن ته راغلۀ، چې سبا زه درځم؛ نو مې مشر ورور ته وویل: یو/ دوه کیلو غوښه او لږ مېوه هم درسره راواخلۀ. سمه ده یې وکړل، بیا یې میوند ته وویل: ته راسره لاړ شۀ، سودا به راوړې، زه یو ځل دفتر ته ځم، کار لرم. هغه تندی تروش کړ او د مور لوري ته یې وکتل، لکه هغې سره یې چې له اوله کومه خبره شریکه کړې وي. مور مې مشر ورور ته وویل: ده ته بېګا ملګرو زنګ وهلی وو، د جمعې ورځ ده، چېرته چکر ته ځي. ما ورته ووې: په بیړه دې شیان راوړي، نور ورته اجازه ده. دواړه له ځایه پورته شول او په سودا پسې لاړل. مور ته مې وویل: نن خو هغه په تا چې ډېره ګرانه ده، د ګاونډیانو ترورزۍ هیله هم راځي. را دې شي یې وویل او بیا یې زیاته کړۀ: زویه، ډېره ښکلي او اخلاقي جینکۍ ده، هر څه یې له لاسه پوره دي. لاس یې ډېر خوږ دی، هغه ورځ ټول شیان هغې پخه کړي وو. په خندا مې ورته ووې: مورکې، چې دومره ښه ده؛ نو ماته یې کوې ولې نه؟ مور مې ځواب راکړ: زویه، چې راکوي یې؛ نو نن یې درته کوم، له هغې ښه انجلۍ پسې نور زه هم نه ګرځم او بیا یې خبره وغځوله: ډاکټري وایي، په کور کې به مې ډاکټره وي، نور له خدایه څه غواړم؟ ورته مې وویل: مورې، هغه خو نازولې رالویه شوې ده، ته به کارونه پرې کوې، هغه به یې کولای نشي؛ نو به هره ورځ لانجې وي. لور مې نشته، هغه به مې لور وي، یې وویل او بیا یې زیاته کړۀ: دغه دومره موده کارونه چا راته کول؟ پر هغې به هېڅ کار نه کوم، لکه د ګل به یې نازولي ساتم. غېږه مې ترې تاوو کړۀ او په تندي مې ښکل کړۀ، ورته مې ووې: مورکې قربان، ولې به یې نه کوي، په زور. تر ډېره مو همدا کیسې کولې، چې کوچني ورور مې سودا راوړۀ. په بیړه یې ځان تیار کړ او مور ته یې وویل: ماته ملګري د پارک سره ولاړ دي، زه هغوی سره چکر ته ځم. مور مې ورته وویل: لاړ شۀ؛ خو بیا وختي راځۀ. زما موبایل ته زنګ راغی، سکرین ته مې وکتل، د هیلې نمبر و، قطع مې کړ. د مور له څنګه پورته شوم او بلې کوټې ته لاړم. زنګ مې ورته ووهه، له اوکې سره سم یې سلام وکړ او بیا یې ووې: الهامووو څنګه یې؟ ټوله شپه مې له ذهن نه یې وتلی. د سلام ځواب مې ورکړ او بیا مې زیاته کړۀ: هیلوووو تا دې خدای راته لري، اوس بیخي ښه یم. ته څنګه یې؟ هغې وویل: زما چې ته ښه وې؛ نو زه هم ښه یمه او که ته ښه نه وې؛ نو زه هم ښه نه یمه او بیا یې خبره وغځوله: زه دې ولې نه خبرولم، چې تا ټکر کړی دی؟ ورته مې ووې: اې ښکلې، موبایل نه و، بل روغتون کې وم، بیا مې که ته خبره وای؛ نو څه فایده، یوازې به ځورېدې. هغې ووې: ته په دردونو کې وې، زه د هم ځورېدای، له تا زه زیاته یم؟ په خندا مې ورته وویل: لېونۍ، دا کیسه پریږدۀ، نن راځې او کنه؟ ځواب یې راکړ: د همدې لپاره مې زنګ وکړ، زه او مورکه د ترور کره درځو او هلته خو نو ستا لیدو ته پرېمانه بهانې دي، بیا یې زیاته کړۀ: اې، مور نارې وهي، لکه چې موټر راغلی دی، اوس خوږ وخت ولرې، له نږدې دې وینم. خدای پاماني مو وکړۀ او موبایل یې بند کړ. د هیلې له خبرو سره مې زړه بیخي بل شان شو. هر څه راته خوښ ښکاره شول. له ځان سره مې وویل: نن به ښې ډېرې کیسې ورته کوم، ښکلو سترګو ته به یې ګورم او ټینګه به یې په غېږ کې نیسم. همدا د سوچونو په ټال کې زنګېدم، چې مور مې غږ کړ: الهامه زویه، رومیان یې نه دي راوړي، که څوګ راشي. له ځایه پورته شوم او مور ته مې وویل: سمه ده، زه به یې راوړم. د باندې راووتم، کور ته مخامخ هټۍ (دوکان) کې مې پوښتنه وکړۀ؛ خو ورسره نه وو، بیا مې د کوڅې بر سر کې سپینږي کراچيوان څخه واخیستل او بېرته کور ته راغلم. مور مې نغري کې لګیا وه، رومیان مې ورکړل او زه کوټې ته لاړم. موبایل مې راواخیست، فسبوک ته ننواتم، تازه د زمبابوی خلاف کرکټ لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوي وه. د اکثریت مینوالو ګرمې تبصرې پرې روانې وې. هر چا د خپل خوښې لوبغاړي د اخیستو په پار پوسټ کړی و. لږ پکې ښکته پورته شوم، ګنګس یې کړم، بېرته مې بند کړ او په کټ کې وغځېدم. د خیالونو په دنیا کې په چکر بوخت وم، چې باندې مې د چا خبرې تر غوږ شوې. غلی مې سر پورته کړ، دروازې ته نږدې مې مور له ښځو سره ستړي مشي کول. له ځایه راپورته شوم، چې ومې کتل؛ نو ترور او ترورزۍ مې وې. له کوټې زه هم د باندې راووتم او مخ ته یې ورغلم. ترور مې ټینګه غېږه راباندې راتاوو کړۀ او په تندي یې ښکل کړم او بیا یې وویل: شکر، چې خدای ساتلی یې، قربان دې له د ژېړ رنګ شم. څو شېبې یې همداسې نیولم وم او په مخ یې ښکلولم، چې دروازه خلاصه شوۀ. د هیلې ترور، نرسه، هیله او یوه بله ښځه ورسره ، راننواتل، چې زه یې ولیدم؛ نو په دروازه کې ودارېدې. زړه مې بې واره درزا شروع کړۀ، په بیړه د کوټې په لور روان شوم، مور مې پرې غږ کړ: راځئ، هېڅوګ هم نشته. کړکۍ ته مخامخ پناه ودارېدم. دوی ټولو ستړي مشي وکړل او بیا د برانډې خواته لاړل. هیله له نورو ورځو نن په تورو اوږدو کالیو او سپین ټیکري کې بیخي ښکلې ښکارېده. زه په دې سوچونو کې وم، اوس به څنګه سره وینو او خبرې به کوو، چې موبایل ته زنګ راغی. نمبر ته مې وکتل د شرکت مالک و، په بیړه مې اوکې کړ. سلام او پوښتنه مو وکړل، هغه وویل: د زرنج والا ته ادرس ورکړه، د کور لپاره مې لږ شیان درته اخیستي دي، چې هلته یې دروړي. ډېر ټینګار مې وکړ، چې په کور کې هر څه شته؛ خو هغه شله وو. بیا مې ادرس ورکړ او اړیکه مو پرې کړۀ. پنځلس دقیقې وروسته د زرنج والا زنګ وکړ، چې د باندې په کوڅه کې ولاړ یم. ورته مې وویل: دادی درغلم او په بیړه ورووتم. زرنج ته مې چې وکتل؛ نو د شیانو ډک وو. ورته مې ووې: زه لویه دروازه خلاصوم، دننه به یې ښکته کړو. سمه ده یې وکړل او زه کور ته راننواتم. مور ته مې غږ کړ، د باندې ما راوځئ، چې زرنج راځي. دوازه مې خلاصه کړۀ او هغه دننه راغی. د شرکت مالک سره د خدای ښه وکړي، هر څه یې ښه پرېمانه رالیږلي وو. سامان چې مو ښکته کړ؛ نو زرنج والا ته مې د چای او ډوډۍ ساعت وکړ؛ خو ویل یې، چې بل ځای مې بار نیولی. هغه مې رخصت کړ او زه کوټې ته لاړم. لږه شېبه وروسته هیله او نرسه زما د مور سره يو ځای نغري ته د شیانو په وړلو لګیا شوې. ما پټې څارلې؛ خو د هغوی پام نه وو. هیلې او نرسې د اوړو بوجۍ په شریکه ونیوله؛ خو چې لږ وړاندې لاړې؛ نو ترې وغورځېده، دواړه له خندا شنې شوې او بیا مې مور ورسره کومک شوه. لمر تېزه لګېده، کړکۍ مې پرېښوده او کټ ته لاړم. څو دقیقې وروسته نرسه او مور مې دروازې ته راغلې، له نرسې سره یې مخه ښه وکړۀ او لاړه. غرمه شوه، کوچنۍ ترورزۍ مې ډوډۍ راوړۀ او د کوټې په منځ کې ورته کېناسم. نیم به موړ وم، چې هیله موبابل غوږ ته نیولی راننوتۀ. تر بیا ښې چارې
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
288 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
300 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
486 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)