20 برخه د امريکايانو د مخالفت سره سره مو ناول شروع کړ. ددوي د قصده به لايک،کمينټ،شير او نړيوال خبرونه صفحه فالو کوئ نړيوال خبرونه ښایسته مخ د امريکايي عسکرې جاسوسي ناول! برخه شلمه (20)توپنګچه را وويسته په نس يې راته کيښوده، او ويی ويل اسلحه دې راکړه او په پټه خوله راسره لاړ شه! ما هم بله لاره نه درلوده، ورسره روان شوم. د باغ جنوبی دروازې طرف لاړو، هلته ياسین ولاړ وو زه يې وليدم حيران شو او لږ سره وخوزيدو فکر مې وکړ چې په دوي حمله کوي خو ډير زر پوه شو چې هغوی زما په نس وسله نيولې ده بيرته يې ځان عادي واچولو. دلته تښتونکو یوه غلطي وکړه، پرځای ددې چې بل موټر دربس کړي د ياسين موټر ته يې اشاره وکړه. چی دا زما د خلاصون لپاره یوه وسيلہ شوه.هغه هم نه ونه کره موټر يې راتاو کړ وروستي سیټ ته يې ور پورته کړم. هغوي رانه دواړو خواوو ته کېناستل. ډريور وويل کوم ځای ته ځو? رسول خان ورته وويل د ښار جنوبی دروازې ته حرکت وکړه! ياسین چې پوره بلد نه وو د هغوي په اشارو د جلال اباد سړکونه او کوڅې یو په بل پسې کراس کړې . د ښار په سړکونو او کوڅو کې د موټرو او خلکو ګڼه ګوڼه یو څه کمه شوې وه، زياتره خلک به ډک لاس کورو ته روان وه. خو زما فکر یوازې د کیوی يادونو کې پاتې وو.رسول خان او ملګري يې په ټوله لاره هيڅ نه ويل . چې ددې نه داسې معلومات په لاس راتلل چې دوي کشر خيل دي او اصل واګې بل چا سره دی. خو خير موټر ورو ورو د ښار له ړڼا ګانو ووت او د فارم هډې طرف ته يې مزل ته دوام ورکړ کومه سيمه چې نن سهار موږ له پښو ايستلې وه.خو په یو څه تفاوت سره ځکه هغه وخت ماسره کیوی جانه ملکرې وه او اوس دوه بوړاګانو زه د تښتولی وم. موټر لا ډير مزل وکړ د مولوي خالص فاميليو تیر شو د چپرهار دولتزو قريې ته ورسيدو. دلته د یو خام کور مخې ته موټر ته د دريدو اشاره وشوه. د رسول خان ملګری کوزشو د کور دروازه يې ټک ټک کړه یو کس را ووتو تياره وه نه معلوميدو خو څه پس پسک يې وکړ کس واپس راغی زر کالدارې يې ډريور ته ورکړې زه يې کوز کړم او هغه يې رحصت کړ، په تلو کې ياسين ژور را وکتل او په مرموز ډول يې ډاډ راکړ چې کيوی خبروم. دوي زه کور ته بوتلم په یوه تیاره خونه کې بند کړم، خپله لاړل. قريب نيم ساعت وروسته رڼا راښکاره شوه رسول خان او یو بل نفر چې مخ يې پټ وو کوټې ته راننوتل په قهر يې وويل پاڅه د امريکايانو سپيه! اودې سره يې شاته د ويښتانو ونيوم زور يې ورکړ سر مې شاته کوږ کړ سترګې مې د کوټې چت ته مخامخ شوې چې د لرګيو جوړ وو. د ژمې د بخارۍ لوګيو تک تور اړولی وو ځای ځای د غڼو ځالې ښکارېدې زه لا د چت په ننداره وم چې په خوله مې یوه کلکه څپيړه وخوړه او دې سره يې په ځمکه وويشتم. څو لغتې او سوکان يې هم راته ډالۍ کړل. د سخت درد له امله مې ځان راټول کړ. پټ مخي له پښې ونيولم د بلې کوټې تر دروازې يې کش کړم هلته يې زياتي لاسونه رالاندې کړل اوچته يې پورته کړم په کوټه کې یو کس په توشکه ناست وو هغه ته يې مخکې په درز سره وغورزولم یو سخته جټکه مې وجود کې تيره شوه، لکه د بجلۍ شاټ. یوه شيبه ښه وشټيدم چې په دم کې شوم را کيناستم ناست سړي ته مې وکتل د هغه سترکې وځلېدې او شونډې وخوځېدې نور بيا
# اړوند پوسټونه
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه کیوي د دوسیې پاڼو ته په ژوره توګه کتل. څو شېبې یې چوپتیا وکړه، بیا یې په جدي غږ وو...
ریس خادیم
186 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
سیاست
په اروپا او امریکا یې تیل بند کړل 🫡
امریکا ته یې ویلې وو چي زه به د خپلو تیلو ټولو څاګانو ته اور واچوم. خو یاد ساته چې زمونږ نیکونو او اجدادو یواځې په کجور...
ریس خادیم
217 لیدنې
29 Jul 2026
0.0
(0)
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 52برخه
د مرستو د وېش له بشپړېدو درې ورځې وروسته، میشل او سونیا د بېرته ستنېدو لپاره چمتو شول. له تګ مخکې یې ما، کیوي او عبدالله...
ریس خادیم
348 لیدنې
27 Jul 2026
0.0
(0)