oiuytrew
ریس خادیم

20 برخه

201 لیدنې 13 رایې
3.2 (13)
ریس خادیم
ریس خادیم 21 Aug 2026

20 برخه!ددې پر ځای چې ستړي مشي ورسره وکړم، په ورخطایۍ مې وویل: هیلووو دا څه کوې، که څوګ دې وویني؟ هغې په خندا ووې: مه ډارېږۀ، هغوی ډوډۍ ته ناست دي، ساعت مې برابر کړی و، چې ګوندې زنګ راغی، د موبایل په بهانه ترې راووتم. په داسې حال کې چې زړه مې بې واره ټوپونه وهل، له ځایه پورته شوم، هغې دروازه بند کړۀ. د ستړي مشي لپاره مې لاس ور اوږد کړ، هغې شونډې بوڅې کړې، راته یې ووې: لکه زه چې پرادۍ وم، غاړه راکړۀ. پښې راپسې مړې شوې، سترګې مې پټې کړې او غاړه مې ورکړۀ. په مخ یې ښکل کړم، ښه شېبه یې همداسې نیولم وم، چې ور ومې کتل، له سترګو یې اوښکې روانې وې. ورته مې وویل: هیلوووو ته لېونۍ شوي یې؟ هېڅ یې ونه ویل، همداسې یې ټینګه غېږه رانه تاوو کړي وه. ما بیا ووې: اې ښکلې، چې داسې کوې، بیا خو له کوټې وځم. په داسې حال کې، چې شونډې یې راپېدې، له ښکلو غټو سترګو یې اوښکې روانې وې، راته یې وویل: ستا خو اوس هم سر پټۍ دی، ته ډېر خوږ شوی یې؟ بیا یې لاسونه رانه تاوو کړل او سلګو واخیسته. له دواړو اوږو مې ونیوۀ او بیا مې یې په ښي لاس له مخ اوښکې وچې وکړې او ورته مې وویل: دا څه کوې، د خدای کارونه دي، که مړ وای څه به دې کول؟ شکر وباسۀ، دادی روغ جوړ درسره ولاړ یم. ته په کټ کې کېنۀ یې ووې او بیا یې خبره وغځوله: الهامه، تا دې خدای په هېڅ نه کوي، د خولې لاړې دې دارو شۀ. زه کېناستم هغې ته مې هم د کېناستو ووې؛ خو ویل یې، چې هغوی به نور ډوډۍ خوړلي وي، زه ځم هغه بلې کوټې ته. سترګو ته مې یې وکتل، سرې یې اچولي وې، ورته مې وویل: هیلوووو هله ژر د مخ په یخو اوبو ومینځه، چې څوګ درباندې پوه نشي. راټیټه شوه، ښکل یې کړم او بیا غلي له کوټې وواتۀ، د نالکۍ خواته راغلۀ. ماته دغه هر څه لکه یو خوب داسې ښکاره کېدل. د هیلې ژاړه مې چورت خراب کړی و، زړه مې پرې وچ، وچ وخوږېدۀ، له ځان سره مې ویل: د هیلووووو په خوله باید همېش خندا وي، ژاړه نه. ټوله ورځ په کور کې وم، څو ځلې مې هیله ولیدۀ، په زړه کې مې یو ډول پټه خوښي احساسوله. مزدیګر ته نږدې دوی لاړل او ترور مې شپې ته پاتې شوه. وختونه تېرېدل، زخمونه مې ټول روغ شول، بېرته عادي حالت ته راوګرځېدم، کله به په موبایل له هیلې سره غږېدم او کله به چې د ترور کره راغلۀ؛ نو په یوه بهانه به راتله. نرسه هم د هماغه پخوا غوندې وه، کور ته راتګ او ځینې وخت به یې زنګ راته کاوۀ؛ خو تر اوسه مې منفي/ مثبت ځواب نه و ورکړی. نوي کال ته نږدې د شرکت مالک راته وویل: د کابل نماینده ګۍ ته چې ته لاړ نشې؛ نو کار خرابیږي. ورته مې وویل: ستونزه نشته، دلته یا هلته ټول یو کار دی، کوم به یې. بلاخره پرېکړۀ، وشوۀ، چې زه به کابل ته ځم. کور کې مې مور ته دا خبره وکړۀ، راته یې ووې: زویه، خپل زړه ته دې ګورۀ، چې سخته وي؛ نو مه ځۀ. نه هېڅ سخت نه دی مې ورته وویل او بیا مې زیاته کړۀ: مورکې، زه سبا ځم، کابل ښه ځای دی. بیا که دلته کومه وظیفه برابره شوه؛ نو هغه به پریږدم، څه د چا خو زور نه دی راسره. سمه ده یې وکړل او بیا یې ووې: د خدای په خزانو کې خو د څه شي کمی نشته، الله مو له غیبه چاره جوړه کړۀ. د هیلې څخه لرې کېدل ډېر راته سخت و، ټوله ورځ مې ذهن خراب و. هېڅ داسې لاره نه وه، چې زه پاتې شوی وای. بیا مې ځان ته په دې داد ورکاوۀ، چې شکر دی، زه خو دنده لرم، داسې خلک شته، چې په دندو پسې لېوني شول؛ خو نه ورته پیدا کیږي او د یوې روپۍ طریقه هم نه لري. پوهنتون مې ذهن ته راغی، له ځان سره مې وویل: که څه چاره جوړه شوه؛ نو ښه ده، کنه هسې هم پاتې دی. ورځ ټوله په همدې سوچونو کې تېره شوۀ، نن شپه هیله په شفاخانه کې نوکري وه، خبرې مو ونه کړې او نه مې د ورځې څه ورته ویلي و؛ خو چې ویده کېدم له هغه وړاندې مې ورته په وټساپ کې دا ټپه ولیکله:چې د سبا سترګه راخيژي ما به پنډوکی د سفر تړلی وینهسهار وختي چې مې چای وڅښۀ؛ نو مور ته مې وویل: زه به لاړ شم، چې په وخت ورسېږم. له ځایه راپورته شوه تر دروازې راسره راغله، د خدای په امانۍ پر مهال یې ټینګه غاړه راکړۀ او راته یې وویل: زویه، په خدای مې سپارلی یې. سترګو ته مې یې وکتل اوښکې ترې روانې وې، خبرې راڅخه ورکې شوې، هېڅ مې ونه ویل، د جامو شیانو بکس مې شاته واچوۀ، زما په سترګو کې هم اوښکې تم نه شوې، لارې یې جوړې کړې او ډکې سترګې له کور څخه راووتم. تر موټر ځایه مې خپله غریبي راټله، که دا نه وای؛ نو ولې به کابل ته تلم، ولې به مې له هیلې څخه لرې کېدم او ولې به مې مورکۍ پاتې کېدۀ. اډې ( د موټرو ځای) ته لکه خوبولی راورسیدم، له هټۍ ( دوکان) مې اوبه راواخیستې، بیا مې په موټر کې چوکۍ ونیوۀ او بکس مې شاته کيښود. په څو دقیقو کې موټر ډک شو، یوه سپینږي غږ کړ، دعا وکړئ، چې حرکت کوو. دعا مو وکړۀ، موټر روان شو. زه غلی په چورتونو کې ډوب ناست وم، چې تر څنګ کس راته وویل: حیرت دی، داسې خپه غوندې ښکارې؟ دروغجنه غوندې خندا مې وکړۀ او بیا مې زیاته کړۀ: هو حیرت دی، لږ مې سر درد کوي. جېب ته یې لاس کړ، د ګولیو پاکټ یې راکړ او راته یې ووې: له دې څخه یوه وخورۀ، ان شاءالله ښه کوي دې. په ګولۍ مې زور وکړ، له پاکټ راوواتۀ، خولې ته مې واچوله او د اوبو بوتل سر مې خلاص کړ، پسې مې وڅښلې، په دروغو مې ترخه ګولۍ وخوړۀ. مننه مې ترې وکړۀ او پاکټ مې بېرته ورکړ. هغه وویل: اوس چوکۍ ته تکیه وکړۀ، ژر دې ښه کوي. دسمال مې تندي ته لاندې کړ او په مخکې چوکۍ مې سر کیښود. د کابل څو ساعته لار لکه د کال راته اوږده شوه، غرمه ناوخت راورسیدو. موټر مې ونیو، سیده نماینده ګۍ ته لاړم.کار ځای ته چې راغلم؛ نو له ډوډۍ وروسته په ټوله نماینده ګۍ کې راوګرځېدم. هغه بل نماینده له کاریګرو سره معرفي کړم، ورته یې وویل: له نن وروسته به زما پر ځای دلته دغه مسؤل وي. په نوي ځای کې مې بیخي زړه تنګ و، هر څه راته ګډ وډ ښکارېدل. د کوچني ورور له نمبر مې مور څو ځلې زنګونه راته وکړل، پوښتنه یې کوله. ورته مې ویل: بیخي ښه او ارام ځای دی، ماته یې زیات خوند راکړ. د چا پر ځای چې راغلی وم، ټوله ورځ راسره و، حسابي مو سره وکړه او رخصت یې واخیست. ورځې د شپې جامې واغوستې. اشپز ډوډۍ راوړۀ؛ خو زړه ته مې نه کېده، هر څه راته بې خونده برېښدل. منشي مې خپل دفتر ته راوغوښت. تر ناوخته مې د کارونو په اړه ترې ځان وپوهوۀ، بیا هغه وویل: پرون شپه مې هم خوب نه دی کړی، که اجازه وي؛ نو زه به ویده شم؟ ورته مې ووې: هله ورځۀ، سبا ان شاءالله پرې غږېږو. هغه لاړ، ځان ته مې د چای پیاله ډکه کړۀ، مور، هیلې او پوهنتون ته مې بیخي چورت خراب و. تر ډېره مې بېلابېل سوچونه کول، بیا مې موبایل راوخیست هیلې ته مې زنګ وکړ؛ خو نمبر یې بند و. وټساپ مې خلاص کړ، هغې زما د ټپې په اړه لیکلي و: لکه چې له ملګرو سره چکر ته ځې. بیا یې مزدیګر ناوخت بل مسېج کړی و: بېګا نوکرې وم او تر غرمې مې خوب وکړ، ناوخته هغه ولسوالۍ کې د تره کره راغلو، د شپې درسره خبرې نشم کولای. موبایل مې بېرته کیښود او د چای ساړه شوي پیاله مې واړوله، بله مې ډکه کړۀ. د خیالونو نړۍ ته ننواتم. د هیلې سره د تېر شوي وخت صحنې مې لکه فلم، په ذهن کې راوستې. د هغې ښکلې څېره، زموږ کور ته راتګ، خوږې خبرې او شوخ عادتونه. زړه نا زړه وم، چې اوس یې کابل ته زما له تګ څخه خبره کړم او کنه؟ بیا مې پرېکړۀ وکړۀ، چې زه باید پخپله ورته ووایم، ځکه حتماً بیا هم خبریږي. تر ډېر ويښ وم، یو وخت راباندې د خوب زور شو، کمپل مې په سر راکش کړۀ او په څو شېبو کې د خوب تر نړۍ رسیدلی وم. سهار چې راپورته شوم؛ نو له ډېر ځور څخه مې شونډلې وتلي (چاودلي) وې. له چای وروسته له منشي سره یو ځای په کار لګیا شوم. هر څه یې یو، یو راته ښودل. غرمې ته نږدې د هیلې زنګ راغی، ترې قطع مې کړ، دفتر ته لاړم، زنګ مې ورته وکړ. له اوکې سره سم یې سلام وکړ. د سلام ځواب مې ورکړ. بیا مو پوښتنه سره وکړۀ، هغې ووې: هغه بله شپه دې څنګه د سفر پنډوکی به مې تړلی وي، ټپه راته لیږلي وه؟ ورته مې وویل: خو ریښتیا وه کنه، نور درنه ډېر لرې یم. په خندا یې زیاته کړۀ: ته چې ډېر لرې شي؛ نو کلي ته به ځې، اوس هغه هم سفر کې شمارې؟ لږ غلی شوم، بیا مې ورته ووې: کاش کلي ته راغلی وای؛ نو کومه خبره به نه وه، مګر کابل ته راغلی یم، نور مې کار دنده دلته شوه. هغې د رېشخند په ډول زیاته کړۀ: یو خو دا بې وخته ټوکې مه کوۀ. د زور خندا مې وکړه او ورته مې وویل: بس نن ټوکې نه دي، ریښتیا دي، بیا مې خبره وغځوله: هیلوووو هېڅ چاره نه وه، باید راغلی وای، ځکه نور کارونه نشته. ښه شېبه غلي وه، بیا خبرې شروع کړې: الهامیه، پوهنتون څنګه کوې؟ زه د عادت کړم، د جمعې په ورځ به تا چېرته وینم؟ بې ځوابه وم، هېڅ مې ونه ویل. هغې بیا زیاته کړۀ: کابل پریږدۀ، بېرته ترې راشۀ، زه مې خپله ټوله خرچه تاته درکوم، تر هغه ګوندې دلته کوم کار پیدا شي. ورته مې وویل: زما ښکلې هیلې، اوس څه وخت همدلته ښه یم، چې هلته کار پیدا کړم؛ نو بیا به دغه ځای پریږدم. غږ یې لوړ شو او راته یې په غوسه ووې: ګورۀ زما خبره ومنۀ، زه مې د میاشتې ټوله خرچه تاته درکوم، پلار ته مې وایم، چې زما د یوې ملګرې ورور دی، کار ورته راګورۀ، ان شاءالله حتماً پیدا کیږي او بیا یې خبره وغځوله: هر وخت پخپله خبره مه ټینګېږۀ، که رانغلې، بیا ماته زنګ ونه کړې. په ارامۍ مې ځواب ورکړ: قربان دې شم، زه هم ملګرو ته وایم، چې کار راته وګوري؛ خو تر هغه دغه کار نشم پرېښودای، ځکه ما بېکاري لېونی کوي. چیغه یې کړۀ، ته زما خبره نه اورې او اړیکه یې پرېکړۀ. بیا مې زنګ پسې وکړ؛ خو پورته یې نه کړ، پرلپسې مې څو زنګونه ورته وکړل؛ مګر بې ځوابه وو. تر بیا ښې چارې

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.2
3.2 (13)

13 ټولې رایې

5★
1
4★
4
3★
4
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan