oiuytrew
ریس خادیم

21 برخه

181 لیدنې 14 رایې
3.6 (14)
ریس خادیم
ریس خادیم 21 Aug 2026

21 برخه!ماته هم غوسه راغلۀ، چې اوس دا ګورۀ، خپله سرزوري کوي، زما خبرې ته غوږ نه ږدي، دا چې فکر مې خراب و، بیخي مې موبایل بند کړ. همدا کشمکش مې په ذهن تاوېده، راتاوېده، چې یو کاریګر دفتر ته راننوت او راته یې وویل: نماینده صیب، زما مور ناروغه ده، که اجازه وي؛ نو زه به کور ته لاړ شم. ورته مې وویل: هله، په سترګو لاړ شۀ، زه څه خدمت وکړم؟ مننه یې وکړۀ او بېرته ووت. څو شېبې وروسته اشپز له دسترخوان او پتنوس سره راغی. زړه ته مې نه کېدۀ؛ خو بیا مې هم لږه وخوړۀ. اودس او لمونځ مې وکړل، بېرته کار ته ور وواتم. تر مزدیګر مو نوي راغلي موټر خالي کړل او ګدامونه ډک شول. هیله مې له ذهن څخه نه وتۀ، ټولې خبرې مې یې په ذهن کې راګرځېدې. نه پوهېدم، څنګه قناعت ورکړم، چې زه باید د څه وخت لپاره همدلته اوسم، ځکه دا زما یو مجبوریت دی. ماښام ته نږدې چې لمر خپلې لمنې ټولې کړي وې او تیارې څادر غوړوۀ، موبایل مې خلاص کړ. دا چې یو کابل ته نوی راغلی وم او بل هیله خپه وه؛ نو زما هم زړه تنګ و، له لمانځه وروسته د چکر لپاره د باندې ښار ته راووتم او یوه کافي شاپ ته لاړم. د شین چای او شیدو کیک غوښتنه مې وکړۀ. دا چې د را داخلېدونکو خلکو دروازې ته نږدې ناست وم؛ نو ټولو به مې پام ځان ته اړوو. د کافي شاپ کارکوونکي چې سره دېرشي یې اغوستي وه، چای او کیک زما مخې ته پر مېز کیښودل او دیگه چیز خدمت کنم؟ (نور څه خدمت وکړم) یې وویل. مننه مې وکړۀ او لاړ. ښځینه او نارینه ډېر خلک راتلل او د مېزونو شاته پر چوکۍ به کېناستل او په خندا به یې کیسې سره کولې، زما پر ځان زړه وسوځېده، ځکه یوازې ناست وم او د نورو ننداره مې کوله. ښي طرف ته مې یو ځوان او جینۍ ناست وو، په دری ژبه یې خبرې کولې. داسې لګیا وو، لکه نور چې دلته هېڅوګ نه وي، له خندا به شنه شول او په چوکیو کې به شاته لور ته کاږۀ شول. بله غاړه هلک او جینۍ سېلفیان سره اخیستل، زما سره دومره څوګ نه وو، چې د فسبوک لپاره یې رانه یو تصویر اخیستی و. تر ناوخته مې دغه حالت ننداره کړ، بیا مې پکې زړه تنګ شو او ترې راووتم. پلی د دفتر په لور روان شوم. په لاره به پوډریان مخې ته راغلل، ځان به مې ترې څنډې ته کړ. دفتر ته نږدې د سرک په غاړه مې یو پوډري مخې ته ودارېده، د پلاستیکونو بورۍ په اوږه، بابر خیرن ویښتان، تور مخ چودلي لاسونه او لوڅې پښې، ترې ووېرېدم، ځکه وخت ناوخت به یې خلکو څخه د خپلو نشو لپاره پیسې اخیستې، په چاقوګانو به یې وهل. غوښتل مې ترې یوې خواته تېر شم؛ خو هغه لاس را اوږد کړ او په لړزیدلي غږ یې ووې: د ډوډۍ لپاره خو روپۍ راکړۀ. زړه مې پرې وخوږېدو، له ځان سره مې وویل: دا به هم مور، پلار، خور او ورور لري، ولې به دې حالت ته راسیدلی وي؟ جېب ته مې لاس کړ، پنځوس افغانۍ مې ورکړې، بیا مې ورته وویل: ته د شپې چېرته ځې؟ پیسې یې جېب ته کړې، ماته یې وکتل، پرته له دې چې څه ووایي، روان شو. زه همداسې ولاړ وم، ورپسې کتل مې، له ځان سره مې ویل، دا به د شپې په دې ساړه کې چېرته ویده کیږي؟ لږ وړاندې تېر شو، سپي پرې ورمنډه کړه، بورۍ یې له اوږې راښکته کړۀ او د سپي لور ته یې نیوله وه، له دیوال پناه شو. د نشه یې توکو جوړونکو او خرڅوونکو ته مې بې احیتاره له خولې ښېرې وواتې، چې داسې زرګونه ځوانان او ښځې یې د دواړو جهانو له تباهۍ سره مخ کړي دي. په همدې چورتونو کې ډوب ولاړ وم، چې څنګ ته مې موټر ودارېدۀ، ما غوښتل چې حرکت وکړم؛ خو دوه کسان چې توفنګچې یې په لاس کې وې، له موټر راښکته شول او راته یې وویل: شور ونه خورې.په ځای ولاړ پاتې شوم، حیران وم، چې دا اوس څوګ دي او څه غواړي. یو کس راوړاندې شو، راته یې وویل: موبایل د راکړۀ. ورته مې ووې: سیمکارتونه دې ترې وباسم، درکوم یې. سترګې یې برګې کړې او توفنګچه یې راته په سر کیښوده، بیا یې زیاته کړۀ: خبرې مه کوۀ، چې څه زه درته وایم، هماغه وکړۀ. پوه شوم، چې هېڅ نه مني، موبایل مې ورکړ. بیا یې جېبونه رانه تلاشي کړل او هر څه یې واخیستل. شکر مې وباسۀ، چې غټ موبایل مې نه دی راوړی، ساده هغه دې یوسي نه پوهېدم اوس څه وکړم. یو غل هغه بل ته وویل: ساده موبایل دی، ورته به یې ورکړم؟ هغه د سمه ده، په نیت سر وښوروۀ، موبایل یې بېرته راکړ او موټر ته پورته شول، په بیړه یې راتاوو کړ او په څو شېبو کې مې له سترګو پناه شول. زړه مې په کابل کې اوس نو بیخي تنګ شو. له ځان سره مې ویل، ښه ستا له چکر سره څه وو، چې ته بیا په شپه ګرځېدې. د نماینده ګۍ په طرف روان شوم، په څو دقیقو کې ورسیدم. دروازه بند وه، پهردار ته مې زنګ ولاړ، په بیړه یې راخلاصه کړۀ، چې راننواتم؛ نو مې اشپز ته غږ کړ: دفتر ته خو چای درسره راوړۀ. سمه ده، ایښی مې دی یې وویل، زه دفتر ته لاړم. په کوچ (دفتري چوکۍ) کې مې تکیه وکړۀ او د پېښې په اړه مې سوچونه کول. ولې د سرک په سر غله دومره ډډه له خلکو پیسې/ مابایلونه واخلي؟ ولې وېریږي نه؟ ولې هېڅوګ راته ونه دارېدل؟ هر څومره سوچ مې چې وکړ؛ خو د پوښتنو ځوابونه مې پیدا نه کړل. دروازه خلاص شوه، اشپز چای راوړ او راته یې وویل: پیاله درته ډکه کړم؟ ورته مې وویل: ژوندی اوسې، بس همدلته یې کیږدۀ، بیا یې لږ وروسته زه خپله ډکوم. پتنوس یې بېرته یووړ، ترموز او پیاله یې راته په مېز کیښودل. ښه شېبه مې چورتونه ووهل، چې ساعت ته مې وکتل؛ نو څه کم لس بجې وې. چای مې وڅښۀ، نور څملستم. تر ډېره خوب رانه تښتېدلی و، نه پوهېږم څه وخت و، چې خوب مې سترګې راپټې کړي وې. سهار شو، بیا مو هم د معمول په څېر کار پیل کړ. شپې او ورځې یو په بل پسې تېرې دې. هیله لکه ضد چې نیولي وي او ما هم له ځان سره ویلي و، هغې درنه موبایل بند کړ، چې خپله یې زنګ کړی نه وي؛ نو نه به ورسره غږېږم. څو ورځې مو خبرې ونه کړې. د نوي کال دویمه ورځ مزدیګر، پارک ته راوتلی وم، چې هیلې زنګ ووهۀ. یو خدای خبر و، چې زه به څومره خوشال شوی وم. موبایل اوکې سره سم مې سلام وکړ· د سلام ځواب یې راکړ. ورته مې وویل: هیلوووو پخیرونو، پخیرونو، څنګه یې؟ ښه نه یم یې ووې او غلي شوه. پوه شوم، چې مروره ده؛ خو ځان مې ناپوهه واچوۀ، ورته مې وویل: ولې؟ خدای دې نه کړي، څه درباندې شوي دي؟ ځواب یې راکړ: هېڅ راباندې نه دي شوي، تاته یې چې ووایم؛ نو څه؟ په خندا مې ورته ووې: تا اوس د جنګ لپاره زنګ کړی او که د پوښتنې لپاره؟ ځان یې غوسه ښودۀ، لږ په لوړ اواز یې زیاته کړۀ: تاته مې داسې غوسه نه راځي، ښه ده، چې رانږدې نه یې، کنه زه به دې خوښه شوي وم. ورته مې وویل: خوښه خو مې بغېر له دې څخه هم یې، هسې خو نه وم درپسې خپه. ویې خندل او بیا یې ووې: تا دغه دومره موده کې زنګ ولې ونه کړ؟ ځواب مې ورکړ: هغه زنګ ما قطع کړ او که تا؟ بیا دې موبایل هم بند کړ، اوس ملامت هم زه شوم هنن؟ ښه اوس دا پریږدۀ، یې وویل او بیا یې زیاته کړۀ: الهامووو یادېږې مې. ورته مې وویل: بیخي دې یادېږم نه، کنه دغه څو ورځو کې خو به دې پوښتنه کړی وای. بخښنه یې وغوښته او بیا یې خبره وغځوله: داسې نه وي، چې کابل کې دې له نورو جینکو سره ملګرتیاوې شروع کړي وي، ځان به راباندې ووژنې. ښه د زړه له خلاص مې وخندل او ورته مې وویل: ته چې راسره هر وخت جنګونه کوې؛ نو مجبور یم، چې ځان ته بله پیدا کړم. هغې ووې: زما دې مرګ دې اورېدلي که څنګه؟ خبره مې بدله کړۀ، هیلوووو زما هم یادېږې، درپسې خپه وم؛ خو دا مې له ځان سره ویلي و، چې تا زنګ کړی نه وي، زه یې هم نه کوم. په خندا یې راته وویل: ضدونه مه کوۀ، بدرنګوي دې او بیا یې زیاته کړۀ: الهامیه، اذانونه وشول مور غږونه هم کوي، بېګاته زنګ درته کوم، یوه مهمه خبره ده، اوس خوږ او ښکلی وخت ولرې. اړیکه مو پرې کړۀ بیخي خوشال شوم، چې هیلې سره مې خبرې وشوې؛ خو مهمې خبرې ته مې یې تلوسه شوه. له ځان سره مې ویل: دا به اوس څه وایي؟ ولې یې اوس راته ونه ویل؟ تر ډېره مې په ذهن کې همدا خبره تاوېده، بیا مې ساعت ته وکتل، ناوخت و، په بیړه له ځایه پورته شوم، د پارک جومات ته لاړم، لمونځ مې چې وکړ؛ نو د دفتر په طرف روان شوم. تر بیا ښې چارې

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (14)

14 ټولې رایې

5★
3
4★
4
3★
5
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan