22 برخه!نن هوا د نورو وختونو په پرتله یخ وه، دسمال مې له خولې او پوزې تاوو کړ، په پښو تر دفتر راغلم. اسمان وريځ و، کاریګرو ته مې وویل: هغه مال چې د باندې ايښی دی، ګدام ته یوسئ، هسې نه چې باران شي. ټول لګیا شول په بیړه یې ټول کارتنونه ګدام ته یووړل. اشپز ته مې غږ کړ، چې دفتر ته راشۀ، زه هم راننواتم. لږه شېبه وروسته اشپر راغی. ورته مې وویل: څه شی د پخه کړي دي؟ هغه ووې: نن خو د غوښې نوبت و، هلکانو ویل، چې یخني پکې وکړۀ، یخني کړي مې ده. ښه دې کړي دي مې ورته ووې او بیا مې زیاته کړۀ: زه خو نن وږی یم، وختي یې ماته راوړۀ. سمه ده، یې وویل او له دفتر ووت. په څو دقیقو کې بېرته له ډوډۍ سره یو ځای راغی. مننه مې ترې وکړۀ او په ډوډۍ لګیا شوم. نیم به موړ وم، چې موبایل ته مې زنګ راغی، سکرین ته مې وکتل، مشر ورور نمبر و. اوکې مې کړ· سلام او جوړ پخیر مو وکړل، بیا یې وویل: مور درسره غږیږي. سمه ده مې وکړل او موبایل یې مور ته ورکړ. مور سره مې پوښتنه وکړۀ، بیا یې راته ووې: زویه، ماما د پرون راغلی و، ویل یې، چې کوم زوی دې ځي؛ نو د دوبۍ (متحده عربي اماراتو) وېزه به زه ورته واخلم. لږ غلی غوندې شوم، بیا مې ورته وویل: مورې، چې زه درشم؛ نو له نږدې به د ماما سره وغږېږم، چې څه ډول وېزه ده، ګټه لري او کنه؟ مور مې ووې: ته بیا کله راځې؟ هسې نه، چې بېرته پېښمان شي، همدا یې موقع ده، بیا به نه پیدا کیږي. ورته مې وویل: زه له مالک سره غږېږم، دوه/ درې ورځې رخصت ترې اخلم، ان شاءالله درځم. تر ډېره مو خبرې وکړې، بیا مې مور وویل: موږ ډوډۍ نه ده خوړلې، نن دې ترور هم راغلې ده. ورته مې وویل: هله ډوډۍ وخورئ، ترور ته سلام کوۀ، نور مو اړیکه پرېکړۀ. ډوډۍ مې یخ شوي وه، دسترخوان مې ټول کړ او کاسه مې واخیسته د باندې مې کیښودل. د مور په زنګ مې چورت وهۀ. له ځان سره مې وویل: اوس لکه چې خبره خرابیږي، کابل خو خیر دوبۍ شوه. هیله په ذهن کې راوګرځېده، هغه به څنګه شي؟ څه به وایي؟ بیا مې خپلې غریبۍ ته وکتل، نه کور لرو، نه مو مشر ورور ته واده کړی دی او نه موږ، ژوند خو یوه ورځ نه ده، چې تېره شي، باید راتلوونکی هم په نظر کې ونیسو. اوس نو د پوهنتون او زده کړو ارمان په ریښتیا خاورې شو. هر څومره فکر مې چې وکړ؛ خو نتیجې ته ونه رسېدم، چې څنګه پرېکړۀ وکړم. له ځان سره مې وویل: له ملګرو او هیلې دوی سره به مشوره وکړم، چې هغوی څه نظر لري. بیا مې ساعت ته وکتل ناوخت و، پورته شوم، لمونځ مې وکړ. له هغه وروسته د دفترونو په حسابۍ لګیا شوم، د تېرو څو ورځو پاتې ټول کارونه مې سره برابر کړل، زړه مې تنګ وو؛ نو د باندې راوواتم. اسمان ته مې وکتل غرونه، غرونه وریځې جنوب خواته روانې وې. ځای، ځای ستورو ځانونه ښکاره کړي وو او سترګکونه یې وهل. د دفتر مخ ته پر چوکۍ یخ باد ته کېناستم، که څه هم چې نوی پسرلی شوی وو؛ خو بیا هم د کابل هوا یخ وه. ښه شېبه مې ګرد چاپېره ننداره وکړۀ او د باندې کېناستو څخه مې بېل خوند واخیست؛ خو بیا مې لږ وروسته ساړه وشو او دفتر ته ننواتم. تر ډېره د فکرونو په غېږ کې وم، چې موبایل ته مې د هیلې زنګ راغی. له اوکې سره سم مې سلام وکړ. ځواب یې راکړ او بیا یې زیاته کړۀ: الهامو وبخښۀ لږ ناوخت شوم. خدای دې وبخښۀ، څه خبره نه ده مې ورته ووې. هغې وویل: نوی کال هم شروع شو، بله ورځ جمعه ده، راځې نه؟ ورته مې ووې: مالک سره خبرېږم، چې هغه څه وایي، ان شاءالله حتماً رخصت ترې اخلم؛ خو معلومه نه ده، چې د جمعې په ورځ به شي او که کله. زما یادېږې، یې وویل او بیا یې زیاته کړۀ: الهامه، چې ته نه راځې؛ نو زه بیا زه کابل ته درځم. په خندا مې ځواب ورکړ: له دې به بله غټه خوشالي چېرته وي، چې ته کابل ته راشې، اوس خو هوا هم پسرلنۍ شوي ده او ایله د چکر ښکلی موسم دی. داسې دې نغده ولیدم یې ووې او بیا یې خبره وغځوله: الهامه، پوهنتونونه هم شروع کیږي، زما خبره ومنۀ، کابل پریږدۀ، دلته راشۀ څه چاره به خدای همدلته جوړه کړي. ورته مې وویل: هیلې ښکلې، زده کړې زما لوی ارمان دی، تر ټولو زیاته علاقه زه لرم؛ مګر ته باید زما مجبوریت درک کړې. دلته کار تر هغه نشم پریښودای، چې بل مې پیدا کړی نه وي، ځکه په دې بېکاریو کې زما لپاره هلته اوسېدل ډېر سخت دي. هغې ووې: زه پوهېږم، زما الهامیه، ټول مجبوریتونه دې درک کوم؛ خو زما ستا څخه بغېر دلته ګوزاره نه کیږي. ورته مې وویل: ته خبره یې بېګا مې مور راته زنګ کړی و، ویل یې، چې ماما دې د دوبۍ وېزه درته اخلي. په حیرانه غوندې لوړ اواز یې ووې: کابل خو پاتې شو، اوس دوبۍ ته ځې. که لاړې؛ نو په هماغه ورځ ځان وژنم او بیا یې خبره وغځوله: تاته مې مزدیګر ویلي و، چې بېګاته مهمه خبره درته کوم، ته به هېچېرته نه ځې، ما دلته د کار غم درته خوړلی دی. هغه بله ورځ چې ته کابل ته لاړې، ما مې پلار ته ووې: زما د یوې ملګرې ورور دی، کار ورته راګورۀ. بېګا مې پلار راته وویل: ملګرې ته دې ووایه نوره د هیلې اړیکه پرې شوه. موبایل ته مې وکتل چارج پکې خلاص شوی وو. برقونه هم نه و، حیران وم، چې اوس څه وکړم. تلوسه مې شېبه، په شېبه زیاتېده، چې اوس به یې پلار څه ورته ویلي وي؟ بیا مې فکر ته راغلل، چې له پهرادر څخه موبایل واخلم او زنګ ورته وکړم. د باندې راووتم، پهرادار ته مې غږ کړ، د لویې دراوزې سره یې غږ کړ: نماینده صیب، دلته یم، څه شی وو؟ ورته مې وویل: زما په موبایل کې چارج ختم شو، لږ ضروري کار مې دی، ته دې څو دقیقې موبایل راکړۀ. په بیړه راغی، موبایل راکړ او دفتر ته راننواتم.بیا مې هیلې ته زنګ ووهۀ، اوکې یې کړ؛ خو غلي وه. ورته مې وویل: هیلووو الهام یم. هغې ووې: پوهېدم، چې ته به وې؛ خو غږ مې نه کاوۀ، ما ویل شاید غلط شم، بیا یې زیاته کړۀ: ولې د خپل نمبر بند شو؟ ورته مې ووې: چارج یې ختم کړ، دا مې د بل کس څخه زنګ وکړ، ما ویل چې تلوسه به دې وي، بیا مې زیاته کړۀ: اې ریښتیا هغه خبره د په نیمه کې پاتې شوه. په خندا یې وویل: نه پاتې کیږي، درته وایم یې. بېګا مې پلار راته ووې، چې هغه ملګرې ته دې ووایۀ، ورور ته مې یې کار برابر کړی دی، سر له شنبې څخه به زما سره په کلینیک کې کار کوي. له خوښۍ خبرې راڅخه ورکې شوې، هیلې بیا وویل: لکه چې خدای مو دعاګانې قبولې کړې اوس به نو زما له پلار سره کار کوې او زه به هم په یوه نه یوه بهانه هره ورځ هلته درځم او که کېده، نور زه هم په هغه بل روغتون کې کار پریږدم، پخپل هغه کې به درسره نږدې وم. ورته مې وویل: هیلوګۍ دا اوس ريښتیا ده او که زه خوب وینم؟ په خندا یې ووې: زما الهاموو خوبونه نشته، په ویښه یو، دا هر څه حقیقت دی، له دې وروسته به نور دلته نږدې ارام کار کوې. خدای خبر دی، چې د خوښۍ په کوم حد کې به وم. ورته مې وویل: هیلې، موبایل مې له پهرادار (ساتوونکي) څخه د یو څو دقیقو لپاره رااخیستی دی، سبا ان شاءالله بیا زنګ درته کوم. سمه ده یې وویل او بیا یې زیاته کړۀ: سبا حرکت راوکړۀ. په خندا مې ورته ووې: ستا بیخي بیړه ده، درځم، زړه مه وهۀ، اړیکه مو پرېکړۀ. موبایل مې بېرته پهرادار ته ورکړ. خوب راڅخه کډه وکړۀ، چای مې راواخیست قرار مې په کوچ (دفتري چوکۍ) کې تکیه وکړه او د نوي کار په اړه مې سوچونه کول. زه او هیله به یو ځای وو، هره شېبه به سره وینو. د هېچا ډار او وېره به نه وي. لکه خدای چې غواړي، موږ دواړه باید يو ځای اوسو. اوس شپه نه سبا کېده، چې د شرکت مالک ته مې زنګ کړی وای. برق لا هم نه و راغلی؛ خو موبایل مې چارج ته کیښوده. څو ځله پخپل ځای کې څملاستم او پورته شوم؛ خو خوب نه راته. تر ناوخته ویښ وم، بیا د شپې په نیمه یي کې خوب وړی وم، چې سهار راپورته شوم؛ نو یو ډول خوښي مې محسوسوله، نه پوهېدم، چې څه خبره ده؛ خو وروسته مې د هیلې خبرې ذهن ته راغلې. له چای وروسته مې موبایل راواخیست، چې د شرکت مالک ته زنګ وکړم؛ خو نه پوهېدم، څه ډول ورته ووایم، چې زه نور دلته کار نه کوم، ځکه له ما سره یې ډېره ښه ګوزاره کړي وه او تر اوسه یې تېزه خبره راته نه وه کړي. بیا مې له ځان سره وویل: بهانه به ورته کوم، چې مور مې ناروغه ده، زه باید په کور کې اوسم. مالک ته مې زنګ وکړ: سلام او پوښتنه مو سره وکړۀ، بیا مې ورته وویل: درته ویلی هم نشم، ځکه داسې چلند دې راسره کړی، لکه د کورنۍ غړی؛ خو مجبوریتونه بیا له ټولو بد دي، چې هر څوګ سره بېلوي. دغه مو څوده مې مور ناروغه ده، نور دوه وروڼه مې هم په کور کې نه وي؛ نو یو کس باید په کور و، ځکه د مور حالت مو ښه نه دی. ممکن نور درسره کار ونشم کولای، تر هغه چې ته بل نماینده پیدا کوې، زه درسره یم. هغه وویل: اول خو که مشکل جدي نه وي؛ نو کار مه پریږدۀ، ځکه چې موږ درسره بلد یو او بل ته په کار ډېر ښه پوهېږئ، چې ته وې؛ نو موږ فکر کوو، چې خپل کس مو شته، که بیا نه کیږي؛ نو سبا به زه بل کس پیدا کړم، تاته اجازه درکوم. بیا دې هم که د مور حالت ښه شو؛ نو دادې خپل ځای دی، هر وخت راتلای شې. ورته مې وویل: ما هېڅ داسې احساس نه دی کړی، چې دغه پرادی کار/ ځای دی، له تاسو ډېره ښه خاطره لرم، ستاسو ښګڼې به مې تر قیامته هېرې نشي. هغه ووې: ماته مېلمانه راغلل، سبا ان شاءالله کس درلیږم، بیا چې راشې؛ نو دلته به حسابي هم وکړو او له نږدې به وغږېږو. خدای پاماني مو وکړه او اړیکه مو پرې کړۀ. له دفتر څخه د باندې راووتم، ناری باران شروع و. د نماینده ګۍ په داخل ونه کې مرغۍ باران ته په یوه څانګه کې قطار ناستې وې، ماښوکې یې په وزرونو کې وهلې، داسې ښکاره کېدلې، لکه باران ته چې ښې خوشاله وي. ښه شېبه مې یې ننداره وکړه، بیا باران تېز شو، بېرته دفتر ته ننواتم. دا چې مالک د بل کس دې رالیږلو راته ویلي و؛ نو بیخي مې کور ته د تګ بیړه وه. ورځ تېره شوه، د شپې مې تر ناوخته حسابونه وکړل او ټول کارونه مې برابر کړل، بیا ویده شوم. سبا سهار وختي د شرکت مالک زنګ وکړ او راته یې وویل: کس مې درولیږۀ، چې درورسیږي، شیان ورته وسپارۀ او نور تاته اجازه ده، راتلای شې. غرمه ناوخته نفر راورسیده، تګ ته مې سخته بیړه وه. ژر، ژر مې حساب ورسره وکړ او هر څه مې ورته تسلیم کړل، خدای پاماني مې وکړۀ او روان شوم. ماښام ناوخت کور ته ورسیدم، مور مې په لیدو حیرانه شوه، غاړه یې راکړۀ او بیا یې راته وویل: تا خو بیخي څه ویلي نه دي، چې در روان یم. ورته مې وویل: مورکې، یوناڅاپه را روان شوم، بس ځکه مې څه ونه ویل. کوټې ته لاړو، کوچني ورور مې چای راواخیسته او پوښتنه مو سره وکړۀ. تر ډېره ناست و، د ډوډۍ نه وروسته مې مور ته وویل: زه لږ ستړی یم، تر څنګ کوټه کې ویده کېږم. هله زویه، ویده شۀ یې ووې، ترې راپورته شوم او کوټې ته راغلم. موبایل مې راواخیست، هیلې ته مې زنګ وکړ، تر څو یې خبره کړم، چې زه راغلی یم؛ خو د ملګري سلیم زنګ راغی. د حال او احوال پوښتنه مو سره وکړۀ، بیا یې وویل: راځې نه؟ پوهنتونونه شروع کیږي، که په کابل کې خوښ یې؟ په خندا مې ورته ووې: ورورکه، نور نه درځم، همدلته ښه خوشال یم، هلته به څه وکړم؟ هغه هم وخندل او بیا یې زیاته کړۀ: موږ هېر نه کړې، نور دې خوشال وې. تر ناوخته مو کیسې وکړې، بیا مې د راتګ خبر کړ او ورته مې وویل: ان شاءالله له نږدې غږېږو، اوس خوب راغلی دی، زه ویده کېږم، اړیکه مو پرېکړۀ. تر بیا ښې چارې.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
288 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
300 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
486 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)