23 برخه!سترګې راباندې درندې وې، ساعت ته مې وکتل ناوخت و. هیلې زنګ ونه کړ، له ځان سره مې وویل: شاید وخت به یې نه وي پیدا کړی؛ نو ما هم زنګ ونه وهۀ. کمپل مې په سر راکش کړه او اوږد وغځېدم. په څو شېبو کې د خوب ملګری وم. سهار چې مې چای وڅښۀ؛ نو شرکت ته لاړم، مالک لا نه و راغلی. په دفتر کې ورته منتظر شوم. تقریباً نهه بجې به وې، چې راغی، یو بل کس هم ورسره و. ستړي مشي مو وکړل، د شرکت مالک وویل: الهامه، مور ته دې رب شفا ورکړۀ، زموږ درباندې ډېر زړه ډاډه و. اللهم امین مې وکړل او بیا مې زیاته کړۀ: زما هم زړه نه کیږي، دغه مې لکه خپل کار چې پریږدم؛ خو بله چاره نشته، که د مور وضیعت مې ښه شو؛ نو حتماً بېرته راځم، مګر فلحال مجبور یم، چې کار پریږدم. سمه ده یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: شاید کارونه به لرې، څومره دې چې موږ باقي یو، حساب به وکړو ، نور دې غاړه بنده، چې څه ضرورت دې و، دا دې خپل ځای دی په جېګو سترګو راځۀ. مننه مې وکړۀ، ورته مې وویل: ولې نه حتماً به راځم، ماته دغه ځای پرادی نه ښکاري. حسابونه مو سره خلاص کړل د غرمې ډوډۍ مې ورسره هم وخوړه، بیا مې ترې رخصت واخیست کور ته راغلم. مور او کوچنی ورور مې د ترور کره روان وو. ماته یې هم د تګ وویل؛ خو زړه مې نه کېدۀ، ورته مې ووې، چې زه بیا بله ورځ ورځم. هغوی لاړل او زه په کور کې یوازې پاتې شوم.. څو دقیقې به لا ناست نه وم، چې سلیم زنګ راوکړ. سلام، جوړ پخیر مو وکړل، بیا یې زیاته کړۀ. د کلي سپینږیری مالک حاجي ناصر اکا په حق راسیدلی دی. خدای دې یې وبخښي مې ووې او بیا مې پوښتنه وکړۀ، څو بجې یې جنازه ده؟ څلور بجې یې وښودې او اړیکه مو پرېکړۀ. ساعت ته مې وکتل تقریباً څه د پاسه دوه بجې وې، په بیړه مې ځان تیار کړ او کلي ته روان شوم. موټر ته چې پورته شوم؛ نو هیله مې ذهن ته راغلۀ، چې له پرون راهیسې مو زنګ سره نه دی کړی او نه زما له راتګ خبره ده؛ خو د زنګ موقع نه وه. موبایل مې راواخیست، وټساپ ته ننواتم، مسېج مې ورته وکړ، یوازې راته دومره ولیکل، زه لږ وروسته زنګ درته کومم، نور افلاین (وټساپ بند) شوه. نیم ساعت وروسته کلي ته راورسیدم. سلیم ته مې زنګ وکړ، ویل یې چې کور کې یم راځۀ دلته، بیا به هدیرې ته لاړ شو. خجرې ته ورغلم، چای یې تیار ایښی و. چای مو وڅښۀ، کیسو مو هم وکړې، بیا سلیم وویل: داسې به غلي، غلي هدیرې ته لاړ شو، هسې نه چې له جنازې پاتې شو. سمه ده مې وکړل او له ځایه راپورته شوم، دواړه د کلي هدیرې په لور روان شوو. هلته چې ورسیدو؛ نو له لږ منتظر کېدو وروسته ډله کلیوالو جنازه په اوږو راوړۀ او د جنازې لمانځه لپاره یې په ټاکلي ځای کیښوده. ټول ورپورته شوو، لومړۍ خلکو وکاتۀ او بیا د جنازې لپاره قطارونه ودارېدل. جنازه وشوه او سقات وېل کېده، چې موبایل مې وزمېده، غلی مې راوخیست، چې ومې کتل؛ نو هیله وه. اوکې مې کړ او په ټیټ اواز مې ورته وویل: زه جنازه کې یم، بیا زنګ درته کوم، اړیکه مې پرې کړۀ. سقات ووېشل شو او د ناصر اکا مړی مزدیګر ناوخته خاورو ته وسپارل شو. سلیم ته مې د تګ وویل؛ خو شله و، چې ځان هم مړ کړې نشې تللی، نن به له ما سره پاتې یې. مشر ورور ته مې د زنګ کولو په نیت موبایل راواخیست، چې ګورم، هیلې پنځه زنګونه کړي دي، پوه شوم، چې د جنازې په اړه یې اندېښنه شوي ده. په بیړه مې زنګ ورته وکړ؛ خو پورته ېې نه کړ، له ځان سره مې وویل، اوس شاید مصروف وي، ماښام دی، چې خجرې ته لاړ شو؛ نو په ارام به ورسره وغږېږم. په لاره مې له ډېرو کلیوالو سره ولیدل، ټول به همدا ویل، چې کډه مو ښار ته لاړه؛ نو کلی دې پريښود. ورته به مې ویل: مصروفیتونه دي، کنه هر وخت مې کلی یادیږي. ماښام ناوخت زه او سلیم د دوی خجرې ته راغلو. هغه وویل: زه وږی یم، په وخت به د ډوډۍ خورم، له خجرې ووت. ما ژر هیلې ته زنګ وکړ، له اوکې سره سم یې ووې: خیرت دی، د چا په جنازه کې وې؟ ورته مې وویل: زموږ یو سپینږیری کلیوال په حق راسیدلی و. په حیرانۍ یې ووې: ته په کلي کې یې؟ هو ومې وکړل. هغې بیا وویل: له کابل کله راغلی یې او ماته دې څه ولې ویلي نه دي؟ ځواب مې ورکړ: پرون ناوخت یو ناڅاپي راغلم، نن سهار مې بیا د شرکت والا سره حسابي کوله او مزدیګر نږدې کلي ته راغلم؛ نو موقع نه وه. په غوسه یې ووې: لکه څومره چې زما یادېږې دغسې ته نه یې. دا بهانه ده، چې موقع نه وه؟ ستا زړه نه و. په خندا مې ورته وویل: لېونۍ، والاکه دا خبره وي. اواز یې لوړ شو، بس چې نور ماته زنګ ونه کړې، اړیکه یې پرېکړۀ.ماته هم غوسه راغلۀ، موبایل مې بیخي بند کړ، چې بیا زنګ ونشي کړی. لږه شېبه وروسته سلیم له دسترخوان او پتنوس سره راغی. ورته مې وویل: ډوډۍ دې وختي راوړۀ، داسې نه وي، چې د شپې بیا وږی شم. په خندا یې ووې: بیا وږي کېدل نشته، ځان ښه موړ کړۀ، په نیمه شپه تاته څوګ ډوډۍ راوړي. سمه ده مې وکړل او بیا مې زیاته کړۀ: ستا ټول کارونه همداسې دي، څه ګیله به درنه کوم. هو نو، ستا ملګری یم یې ووې او خبره یې وغځوله: زه وږی وم، غرمه مې هم ډوډۍ نه ده خوړلي، هغه سهار چای چې مې څښلی دی. ورته مې وویل: اوس یې رادېخوا کوۀ، که د شپې وږی شوم؛ نو راته به یې راپیدا کوې، نور نه پوهېږم. سمه ده یې وکړل او دسترخوان مو هوار کړ، ډوډۍ ته کېناستو. تر ډوډۍ خوړلو مو ډېرې کیسې وکړې. هغه ګیلامن غوندې و، چې اوس هغه د پخوا غوندې نه یې، کلي ته هېڅ راځې نه. ورته مې وویل: ورورکه، د نورو خلکو په وړاندې چې هر څنګه وم؛ خو ته والا هماغسې راباندې ګران یې، هماغسې دې لکه ورور ګڼم او هماغسې د پوښتنه کوم؛ خو کارونه داسې دي، چې ماښام ترې کور ته ځم او دغه څه موده خو ته هم خبر یې، چې بیخي دلته وم نه، کابل ته تللی وم، بیا مې خبره وغځوله: سلیمه، ته ځان ته ګیله ما دراوۀ، چې زه کلي ته نه راځم، د وجودونو تر منځ فاصله هېڅ نه ده، چې زړونه یو بل ته وفادار وي، ته زما په زړه کې ځای لرې، تر مرګه به مې هم په ملګرتیا کې درسره بدلون رانشي، دا درته ریښتیا وایم او ثابتوم یې. سلیم ووې: پوهېږم؛ مګر ګیله له ملګرو او نږدې خلکو څخه کیږي، زما هم نور څوګ نشته، همدا تاسو څو کسان یئ، چې په زړه کې مې ځای لرئ او درباندې ډډه وم. ورته مې وویل: بې غمه اوسۀ، ان شاءالله زه تر مرګه نه بدلېږم؛ مګر ژوند دی، ځینې وخت به مصروفیتونه وي؛ خو په دې معنا نه، چې ته به مې هېرېږې. هغه وویل: خدای دې نه کوي، چې موږ تاسو یو بل هېروو. دا چې ډوډۍ مو خوړلي وه او ماړه و؛ نو دسترخوان مو ټول کړ. شیان یې دروازې سره نږدې کیښودل او بیا یې زیاته کړۀ: چای به لږ وروسته وڅښو، چې بیا د شپې وږی نشې. په خندا مې ځواب ورکړ: هو کنه، لږ دې ناوخت وي. بالښتونو ته مو تکیې وکړې، سلیم وویل: ریښتیا کابل کې څه کیسې وې؟ ورته مې ووې: ورکوۀ یې، زړه مې سخت تنګ و، د طبیعت ملګري نه و او بل چې نوی لاړم؛ نو غلو رانه جېبونه ووهل، ټول کابل راپورې اور و. په خندا یې ووې: دا خبرې پریږدۀ، اصلي کیسه وکړۀ. په مکسد یې پوه شوم؛ خو بیا مې هم ځان داسې وښودۀ، چې ګواکي نه یم پوه شوی، ورته مې وویل: د څه شي اصلي کیسه؟ موسک غوندې شو او بیا یې زیاته کړۀ، دغه زما پوښتنه دې چې نه کوله؛ نو حتماً به دې له کومې یوې سره یارانه نیولي وي. له خندا شین شوم، ورته مې ووې: ورورکه، زه دغه کارونه نه کوم، څه لېونی یم، چې روغ خوبونه په ځان حرام کړم. خبرې ته یې خوله جوړوله، چې موبایل ته یې زنګ راغی، ورته د باندې ووت. د هیلې خبرې او زنګ قطع کول مې ذهن ته راغلل، له ځان سره مې وویل، چې راپسې خپله زنګ ونه وهي؛ نو زه یې نه ورته کوم. تر ډېره په همدې سوچونو کې ډوب وم، چې سلیم له چای سره راننوت. تر ناوخته مو په چای باندې د کار او ژوند کیسې سره کولې، بیا ما ورته وویل: ورورکه، ته به هم سبا کار ته ځې او ماته هم خوب راغلی دی، که خوښه دې وي؛ نو ویده به شو؟ سمه ده یې وکړل او له ځایه پورته شو، د خجرې په کونج کې له دلۍ کمپلو څخه یې دوه دانې کمپلې راواخیستې، دواړه پر توشکو څملاستو. تر ډېره خوب نه راته او د هیلې خبرې مې په ذهن کې تاوېدې، راتاوېدې. غلی مې د بالښت لاندې موبایل راواخیست خلاص مې کړ او وټساپ ته ننواتم. هیلې مسېج کړی و: الهامیه، موبایل دې ولې بند دی؟ زه بخښنه غواړم، بېځایه مې غوسه وکړۀ. ځواب مې ورنکړ. هغه انلاین وه، بل مسېج یې وکړ: الهامه، ښه غوسه راته وکړۀ، هر څه راته ووایۀ، زه ملامته یم. خو بیا مې یې هم مسېج بې ځوابه پريښود. څو شېبې غلې وه، ما یې همداسې پورتنۍ خبرې لوستې، چې زنګ یې وکړ، دا چې سلیم پروت و؛ نو ژر مې قطع کړ. په وټساپ یې بل مسېج راغی، خېر دی، ځواب راکړۀ، زه ملامته یم، بد راڅخه شوي دي، بیا داسې نه کوم. زړه مې پرې وسوځیده، ورته مې ولیکل: هیلووو، ته برناحقه مروره شوې، دا څوم ځل دی، چې ته ما سره داسې کوې، سره ددې چې زه هېڅ ملامت نه وم؛ خو ته غوسه شې. زه هم انسان یم، زړه لرم، خپه کېږم. ما نور څه لیکل، چې هغې مسېج وکړ. بخښنه غواړم، هر څه چې راته وایې؛ نو ووایۀ. نور مې نو غوسه بیخي ختمه شوه او ورته مې ولیکل: زما لېونۍ، ولې به درته څه وایم، بس هېڅ خپه نه یم، بیا مې زړه ورولیږۀ. هغې هم په لاس کې د زړه نیولی سټکر سره راولیکل: الهاموووو مینه درسره لرم، راباندې ګران یې، درپسې خپه وم. وروستی مسېج ورته داسې وکړ: هیلې، زه هم مینه درسره لرم، راباندې ګرانه او یادېږې مې؛ خو اوس د سلیم سره خجره کې یم، سبا ان شاءالله زنګ سره کوو. سمه ده یې وکړل او بیا یې د معمول په څېر راته د خدای پامانس په پار ولیکل: سترګې دې ښکلوم، ښه شپه ولرې. خواږه خوبونه ګورۀ، چې بغېر له ما دې بل څوک په خوب رانشي؛ ګني وژنم دې! وټساپ مې بند کړ او د هیلې خبرو ته مې له خوښۍ خوب وتښتېده. تر ډېره ویښ وم، نه پوهېږم څو بجې به وې، چې خوب په غېږ کې اخیستی وم. سهار چې مې چای وڅښۀ؛ نو له سلیم مې رخصت واخیست او کور ته راغلم. لا به ناست نه وم، چې د نرسې زنګ راغی. تر بیا ښې چارې څوګ چې دغه برخه ولولئ؛ نو راته یې ولیکئ.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
288 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
300 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
486 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)