oiuytrew
ریس خادیم

24 برخه

196 لیدنې 12 رایې
3.7 (12)
ریس خادیم
ریس خادیم 22 Aug 2026

24 برخه!اواز مې پرې بند کړ؛ خو پورته مې نه کړ. څو شېبې وروسته یې بیا زنګ وکړ، اوکې سره سم د څنګ کوټې ته واوښتم. سلام یې وکړ. علیکم سلام مې وکړل. پوښتنه مو سره وکړۀ، بیا یې زیاته کړۀ: نمبر دې هم بدل کړی دی، ته خو زنګ نه کوې، چې زه دې احوال اخلم، زنګ نه پورته کوې. ورته مې وویل: ټکر چې مې وکړ، موبایل رانه ورک شو او پاتې شوه د پوښتنې خبره ما سره دې هم نمبر نه و. هغې ووې: ستا زړه نه و، کنه ما دې څنګه نمبر پیدا کړ، همداسې تا هم پیدا کولای شو. په خندا مې وویل: ته خو تکړه یې. ویې خندل او بیا یې زیاته کړۀ: د بهانو خو سم ماسټر یې، اوس دا ووایۀ، چې کابل نه کله راځې، له دې ځایه ولې تللی یې؟ ځواب مې ورکړ: زما خپله خوښ نه وه، له چا سره چې کار کوم، هغوی ولیږلم، هغه بل پرون راغلم، اوس دلته یم. غلي یې ووې: مور مې راغلۀ، سبا د جمعې ورځ ده، بیا موږ درځو کور ته، اړیکه یې پرېکړۀ. مور مې راغږ کړ: الهامه زویه، نن به له ماما سره په هغه وېزه باندې غږېدلی وای. له کوټې څخه برانډې ته راووتم او مور ته مې ووې: مورکې، اوس همدلته بله وظیفه راته پیدا شوه، کابل کې کار مې پریښود. دوبۍ کې هم د کارونو خوند نشته، دلته خو به مې شپه پخپل کور وي. سمه ده، یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: نور خپله پوهېږئ، چې کوم کار درته ښه کوي هماغه کوئ او بیا د نغري لور ته لاړۀ. زه د باندې په کټ کې لمر ته کېناستم او فسبوک مې خلاص کړ. تر ډېره پکې اخته وم، چې وټساپ ته مې مسېج راغی. هیله وه، لیکلي یې وو: پلار مې سهار راته ووې، چې ملګرې ته دې زنګ ووهۀ، ورور دې یې غرمې ته یو وار زما کلینک ته راچکر شي، چې زه ورسره وغږېږم. بیا یې د پلار نمبر راولیږۀ، چې یو زنګ ورسره وکړۀ، ادرس به درکړي. ورته مې ولیکل: سمه ده، زه همدا اوس ورسره خبرېږم. هیلې بیا مسېج وکړ: زنګ ورسره ووهۀ، چې ورسره ووینې؛ نو ماته بیا ووایۀ، زه به منتظره یم. ښه مې وکړل او وټساپ مې بند کړ. د هیلې د پلار شمېر مې اوکې کړۀ، زړه مې بې واره ټوپونه وهل. له څو ټالیو وروسته یې زنګ پورته کړ. سلام مې وکړ. علیکم سلام یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: وبخښئ ومې نه پېژندئ. ځان مې ورته معرفي کړ، لږ غلی و، بیا یې وویل: ښه، ښه هیلې لورکۍ مې راته ویلي و، چې زما یوه ټولګیواله ده، د هغې ورور ته کار راګورۀ، خبره یې وغځوله: اوس چېرته یې؟ ورته مې وویل: کور کې یم. هغه ووې: که اوزګار وې، زما کلینک پخوانۍ ملکي شفاخانې شمال ختیځ خواته دی، یو ځل راشۀ. ورته مې وویل: سمه ده، همدا اوس حرکت کوم، درځم. پخیر راشې یې ووې او اړیکه مو پرېکړه. مور ته مې غږ کړ: زه یو ځل نوي وظیفې والا سره وینم. سمه ده، ورځۀ یې ووې. له کور راووتم. د کوڅې له بر سره مې هندۍ رېشکه کرایه کړۀ، د پخوانۍ ملکي شفاخانې سره نږدې ترې ښکته شوم. هلته نږدې مې له یو دوکاندار دې کلینک پوښتنه وکړۀ؟ ویل یې، مخامخ کوڅه کې چپ لور ته دریم کور دی. مننه مې ترې وکړۀ، سیده ورغلم. لوحې ته مې وکتل، د هیلې پلار نوم پرې لیکل شوی و؛ نو داخل ته ورننواتم. هلته مې نمبر لیکوونکي ته ووې: ډاکټر صیب چېرته دی؟ ځواب یې راکړ: مریضان ګوري، نوم د څه شی دی؟ تر څو نمبر دې ولیکم. ورته مې وویل: مریض نه یم، ډاکټر راغوښتی یم، کار مې ورسره دی. له ځایه پورته شو، راته یې وویل: ته لږ منتظر شۀ، نوم د څه شی دی؟ زه ورته وایم. الهام نومېږم مې ووې، هغه لاړ. په څو شېبو کې بېرته راغی، راته یې وویل: هغه مریضان دې راووځي، بیا ورشۀ. یو څو دقیقې منتظر شوم، بیا ناروغان راووتل، زه ورغلم. سلام مې وکړ، له ځایه راپورته شو، ستړي مشي مو وکړل، بیا هغه پخپل ځای کېناستو، ماته یې په مخامخ چوکۍ کې د کېناستو وویل. پر مېز تور ایښی بټن یې زور کړ، په څو شېبو کې یو کس راغی، ورته یې وویل: هله چای راوړۀ. په بیړه مې ورته ووې: ډاکټر صیب، د باندې ناروغان دي، چای نه څښم راغلم، چې درسره ووینم. هغه ټینګار کاوۀ؛ خو ما ورته وویل: همدا اوس چې راتلم، څښلی مې دی. د کلینک اړوند معلومات یې راکړل او بیا یې زیاته کړۀ: سر له شنبې ورځې به ته همدلته ما سره د کنترولونکي په صفت کار کوې. کوم ځای مشکل وي، له ناروغانو سره ښه چلند نه کیږي، څوګ کوم شکایت لري. دا هر څه به ستا په غاړه وي، نور ان شاءالله زه همدلته یم، کومه ستونزه به نه پېښیږي. سمه ده مې وکړل، بیا مې زیاته کړۀ: ډاکټر صیب، ته به مریضان لرې، سر له شنبې ورځې به زه راځم او کار به کوم، اوس که ماته اجازه وي؛ نو زه به لاړم شم؟ اوس تلای شې یې ووې، خدای پاماني مو وکړۀ او ترې راووتم. له خوښۍ به مې لکه لېونی له ځان سره وخندل. تر کوره به خدای خبر څنګه راغلی وم، هېڅ په لاره نه یم پوه شوی. مور ته مې وویل: مبارک شۀ، د شنبې په ورځ مې نوي وظیفه شروع کیږي. مور مې هم زیاته خوشاله شوه، راته یې ووې: زویه، خدای مو هره لاره جوړه کړۀ، د ښکلي کور او ښځو څښتن شئ. په لاسونو مې ښکل کړۀ، بیا مې ورته ووې: دا ستا ددعاګانو برکت دی، تا دې خدای تر ډېره ژوندۍ راته لري. په تندي یې ښکل کړم او راته یې وویل: هر وخت دعا درته کوم، الله مو بند بېړۍ روانې کړۀ. اللهم امین مې وکړل. زه مور سره ولاړ وو، چې دروازه خلاصه شوه، ورومې کتل، د نرسې مور وه. زه په بیړه کوټې ته ننواتم او مور مې وړاندې ورغلۀ. د کټ لاندې د چای ترموز ایښی و، راکش مې کړ، پیاله مې ځان ته ډکه کړۀ، بیا مې د هیلې هغه خبره ذهن ته راغلۀ، چې له پلار سره مې ووینې؛ نو ماته زنګ وکړۀ، زه به منتظره یم. په بیړه مې موبایل راواخیست او هیلې ته مې زنګ وکړ.خو زنګ یې پورته نه کړ، فکر مې وکړ، چې شاید هیله مصروفه وي. چای مې وڅښۀ. د نرسې مور بېرته لاړه او زه د څنګ کوټې ته واوښتم. مور مې له نالکۍ د اوبو سطل ډک کړ او د کوټې تشناب ته یې راوړ. زه په موبایل کې مصروف وم، چې مور مې وویل: زویه، ترور دې ډېره ناروغه ده، هغه بله ورځ چې موږ ورغلي و، خوند یې نه و. ته زنګ ورته وکړۀ، چې یوه پوښتنه یې وکړم. سمه ده مې وکړل او ترورزي ته مې زنګ وکړ؛ خو شمېره یې بند وه. مور ته مې وویل: اوس زنګ نه ورته تېریږي، وروسته به یې بیا ورته وګورم. هېر دې نشي یې ووې. پوښتنه مې ترې وکړۀ، چې د ګاونډیانو ښځه څنګه راغلې وه؟ ځواب یې راکړ: هسې راغلې وه. ورته مې وویل: مورکې، هر وخت هغوی راځي، کله نا کله ته هم ورځۀ. زویه، ورځم یې ووې او بیا یې خبره وغځوله: زه خو یوه کسه یم، د هغې لوڼه شته د کور کارونه ورته کوي. په خندا مې ورته وویل: مورې، ته هم ځان ته لوڼه پیدا کړۀ، تر کومه به پخپله کارونه کوې، لږ به دې فکر ورسره بدل وي. تاسو تکړه شئ، چې دا نن یې درته وکړم او بیا یې زیاته کړۀ: زما دغه ارمان دی، چې تاسو ته ښځې وکړم، کور مو جوړ شي، نور که بیا مړه هم شم؛ نو پروا مې نشته. په تا دې خدای هېڅ نه کوي مورې مې ووې او زیاته مې کړۀ: الله مهربان دی، دغه ارمان به دې هم پوره شي، خبره مې وغځوله: مورکې، هغه ډاکټره چې دلته راځي، لږ خبرې خو پرې تېروۀ، چې زه دې زوی ته کوم. مور مې وویل: په هغه خو د انسانیت او کار ختمه ده، ډېره ښه انجلۍ ده، ودرېږۀ، له دغه ترور سره یې غږېږم، که یې راکړي. په خندا مې ورته ووې: مورې، زه دې څومره ښه زوی یم، چې اېنګور دې هم ښه شي؛ نو بیا به دې مزې وی. ستا به خبره وي، زموږ منل. ستاسو ژوند دې خدای جوړ کړي یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: بدې ښځې کور خرابوي او ښې ښځې کور جوړوي. زه همېش دا دعا کوم، چې خدای دې بده برخه نه راکوي. اللهم امین مې وکړل. تر ډېره مې له مور سره ټوکې ټکالې وکړې، بیا هغه له ځایه پورته شوه ویل یې، چې زه لوښي مینځم. سمه ده مې ووې او مور مې له کوټې وواتۀ. زه د نوي وظیفې چورتونو واخیستم، په زړه کې مې یو ډول پټه خوښي احساسوله. له ځان سره مې ویل: د هیلې سره د لیدو فرصت زیات شو، ډېر وختونه به ورسره وینم. بیا مې یې د پلار خبرې په ذهن کې راګرځېدې، څومره نرم راسره وغږېدۀ، له څېرې هم ښه سړی مالومیږي. همدا د سوچونو په سمندر کې لاهو وم، چې د هیلې زنګ راغی. په بیړه مې اوکې کړ. سلام یې وکړ او بیا یې سمدستي وویل: زما له پلار سره دې ولیدل؟ علیکم سلام مې وکړل، زیاته مې کړۀ: هو ورسره ومې لیدل. هغې بیا پوښتنه وکړۀ: څنګه شوه؟ ځواب مې ورکړ: پلار دې ویل چې څه موده انتظار وکړۀ، دغه بل کس چې کار پریږدي؛ نو ته به راشې. په حیرانۍ یې ووې: هغه خو ماته هغه شپه وویل: رادې شي، کار به راسره شروع کړي او ته داسې وایې، دا څه رېشخند دی. ورته مې وویل: بس نور نه پوهېږم، لسو بجو کې کلینک ته ورغلی وم، دغسې خبره یې راته وکړه. هیله غوسه شوه؛ نو یې ولې ماته ویل، ته خو به مې له کابله نه وای راغوښتی. ورته مې ووې: کومه خبره نه ده، دې کې به مو خیر وي. هغې وویل: ته صبر زه پلار ته زنګ کوم، اړیکه یې پرې کړۀ. له ځان سره مې ووې، اوس لکه چې په دروغو لانجه جوړوې، په بیړه مې پسې زنګ وکړ. له اوکې سره سم یې وویل: وایۀ. ومې خندل، هغه پوه شوه، چې دروغ مې ورته ویلي دي. لږ غلي وه، بیا یې وویل: ښه بیا وایې، چې برناحقه مروره وې، زما خو دې زړه وویست، اوس به مې له پلار سره جنګ کړی وای او بیا یې خبره وغځوله: لږ سړیتوب زده کړۀ، په هر څه کې ټوکې او رېشخند مه وهۀ. په خندا مې ورته ووې: که مې سمدستي درته ویلي وای؛ نو بیا به له خوشالۍ څه درباندې شوي و. زه به دې هم خوښه شم، یې وویل او بیا یې زیاته کړۀ: ښه اوس ریښتیا خبره راته وکړۀ، څه یې درته ووې؟ ځواب مې ورکړ: بس خبره خلاصه شوه، پلار دې ویل، چې سر له شنبې ورځې څخه راځۀ، دلته به له موږ سره کار کوې. هیلې وویل: الهاموووو، دا خوب وینم، که ریښتیا ده؟ اوس به نو زه هره ورځ کلینک ته درځم. ورته مې ووې: ته خپل کلینک ته د کار لپاره نه راځې؟ ځواب یې راکړ: ما لا له وړاندې پلار ته ویلي دي، چې زه نور خپل کلینک ته راځم. اوس خو نو بیخي هلته نه ځم، دلته به کار کوم، زه او ته به یو ځای وو. بیا یې زیاته کړۀ: الهامیه، ټوله ورځ مې ورته دومره بیړه وه، چې خبره یې مه کوۀ. ښه شوه، چې وشو، اوس زه لږ کار کوم، بیا ان شاءالله غږېږو. سمه ده مې ووې او خدای پاماني مو وکړۀ، اړیکه مو پرې کړۀ. ورځ تېره شوه، د جمعې شپه وختي ویده شوم، سهار له چای څښلو وروسته یو ځل ښار کې د یو ناروغ ملګرې پوښتنې ته ورغلم. تر لسو بجو هملته وم، بیا مې اجازه واخیسته او کور ته راغلم، چې له لویې دروازې راننواتم؛ نو په برانډه کې مې سترګې په نرسه ولګېدې. بېرته راتاوو شوم، د باندې راووتم. کور ته مخامخ په دوکان کې کېناستم، تر ناوخته هملته وم، چې نرسې زنګ وکړ، له اوکې سره یې وویل: وخۍ زړه مې درته بد شو، څومره سخت شرمېږې. ما خوله خبرې ته جوړوله، چې هغې زیاته کړۀ: راځۀ کور ته، موږ کوټې ته ننواتو، اوس زه له دوی څخه ستا د زنګ په خاطر بلې کوټې ته راغلم. ورته مې وویل: سمه ده، زه لږ وروسته درځم. اړیکه مې پرې کړۀ. نه پوهېدم، چې اوس له نرسې څخه څنګه ځان خلاص کړم او څنګه ورته ووایم، چې زه ستا سره مینه نشم کولای. د خپګان زړه مې پرې نه کېده؛ خو هغه هم نه پوهېده، سره ددې چې ما هېڅ داسې حِس نه و ورکړی، چې ګواکي زه غواړم له تا سره اړیکه وپالم؛ مګر هغې به بیا هم هر وخت پوښتنه کوله. کور ته لاړم. تر بیا ښې چارې که مو لوستي وي؛ نو ما پوه کړئ.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (12)

12 ټولې رایې

5★
4
4★
2
3★
4
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan