oiuytrew
ریس خادیم

25 برخه

217 لیدنې 17 رایې
3.6 (17)
ریس خادیم
ریس خادیم 22 Aug 2026

25 برخه!په یوه کوټه کې مور دوی ناست، زه د څنګ بلې کوټې ته لاړم. څو شېبې به لا ناست نه وم، چې مشر ورور مې هم راغی. له ځان سره مې وویل: ځۀ ډېره ښه شوه، اوس نو نرسه هم نشي راتلای. ټوله ورځ ډېر خوښ وم، چې سبا به د هیلې دوی په کلینک کې کار پیلوم. مزدیګر و، چې نرسه له مور سره خپل کور ته لاړل؛ خو له ما سره یې خبرې ونه شوې. زه او مشر ورور مې هم د ښار نوي جوړ شوي پارک ته راغلو. په چمن کې ایښي مېز ته پر چوکۍ کېناستو. نږدې بخارۍ والا ته مو د چایو فرمایش ورکړ. دا چې نوی کال و؛ نو په پارک کې ډېره زیاته ګڼه ګوڼه وه. اوس هم ډله، ډله خلک را روان وو. دومره زیات شور وو، چې خبره نه پکې اورېدل کېده. زړه مې پکې تنګ شو، ما چې ویل مشر ورور راوړاندې شو: الهامه، کور ته به لاړ شو، هسې بیروبار دی، په سر مې یې را درد کړ. ورته مې ووې: ښه شوه، اوس ما هم درته ویل، چې خوند نه کوي لاړ به شو. له ځایه پورته شوو، دواړه پلي (په پښو) د کور په طرف روان شو. په لاره مو ډېرې کیسې وکړې؛ خو کور ته نږدې مې مشر ورور راته ووې: الهامه، موږ هر یو د ژوند ملګرې ته اړتیا لرو؛ نو پکار ده، چې انتخاب پخپله وکړو، ځکه دا دې دایمي ژوند مساله ده، بیا یې نه بدلولی شې، نه خرڅولی او نه پرېښودلی. حیران شوم، چې دا خبره یې ولې وکړۀ؛ نو مې ورته وویل: وروره، په مکسد دې پوه نه شوم. په خندا یې ووې: ښه پوی یې؛ خو ځان ناپوهه اچوې. پرون چې ته د نوي دندې لپاره کلینک ته لاړې؛ نو مور راته ووې: د الهامه لکه چې کومه جینۍ خوښه شوي ده، ورته به یې په نوم کړو، نور خدای مهربان دی. زړه مې درزا شروع کړۀ او په بنده ساه مې زیاته کړۀ: مور به هسې ټوکې درسره کړي وي. مشر ورور مې بیا وویل: په دې کې شرم مه کوۀ، دا خو لا ښه خبره ده، چې پخپله خوښه یې وکړې، سبا به موږ له لانجو درنه خلاص وو. زه غلي ورسره روان وم. خبره یې وغځوله: دومره لږ پیسې به زه راپیدا کړم او لږ ته کړۀ، چې اوس یې ژر ستا په نوم کړو، نور به وروسته خدای چاره جوړه کړي. په زړه کې ډېر خوښ شوم، ورور ته مې وویل: ان شاءالله بیا به پرې په کور کې وغږېږو. تر کوره مو ډېرې کیسې وکړې، له دروازې سره عابد دوکان ته تاوو شو او زه کور ته ننواتم. مور مې په نغري کې لګیا وه، ورغلم ورته مې وویل: مورکې، عابد تا خبر کړی دی، چې زه له ډاکټرې سره مینه لرم؟ سره بنجان (رومیان) یې په دېګ کې واچول او بیا یې ځواب راکړ: ولې؟ ټوله کیسه مې ورته وکړۀ. مور مې وویل: هو، دا خو کومه بده خبره نه ده، له تا څخه زما هغه ډاکټره ډېره خوښه ده، چې راڅخه خطا نشي. سمه ده مې ووې او کوټې ته لاړم. له خوښۍ ځمکې ځای نه راکاوۀ، بیخي مې زړه په هوا وو. له ځان سره مې ویل: دا اوس خوب دی او که ریښتیا؟ دا به څنګه ورځ وي، چې هیله زما شي. شااوخوا هر څه راته خوښ ښکاره کېدل، زه د هیلې سره د ژوند ملګرتیا په تړاو په سوچونو کې ډوب وم، چې اذان وشو. له ځایه پورته شوم، د کور تر څنګ جومات ته لاړم. لمونځ مې چې وکړ؛ نو لږه شېبه د جومات مخ ته له ګاونډیانو سره ودارېدم، تیاره خواره شوه، خدای په اماني مو وکړۀ، ټول خپلو کورونو ته لاړو. د شپې په ډوډۍ یو ځل بیا زما د کوژدې خبره شوه، ورته مې وویل: زه دې ډوډۍ وخورم، د څنګ کوټې ته ځم، تاسو بیا پرې وغږېږئ. مور مې په خندا ووې: هو وخۍ، ته خو رټ شرمېږې، داسې د شرم لوښی یې. مشر ورور مې خبره ورغبرګه کړۀ: بېچاره په موږ ټولو کې دا، شرمګیر دی، ته یې ګورۀ، داسې خوالې پرې راماتې دي. کوچني ورور مې هم وار خطا نه کړ، مور ته مې یې وویل: ژر یې ورته کوئ، چې زما نوبت راشي. ټولو وخندل، بیا مې مور ماته مخ راوړۀ: زویه، زه سبا د ګاونډیانو کره ورځم، که مور یې اوزګاره وه؛ نو د خور کور ته به راسره لاړه شي، پوښتنه به یې هم وکړم او دغه خبره به هم وریاده کړم، چې څه وایي. ورته مې وویل: مورې، چې څنګه ستا خوښه وي. مشر ورور مې زیاته کړۀ: هو مورې، همداسې وکړۀ، ته سبا د هغه خلکو نظر واخلۀ، چې څه وایي، که غاړه یې کیښوده؛ نو بیا یې په مخ غم خورو. مور مې سمه ده وکړل او دسترخوان مو ټول کړ. زه د موبایل زنګ په بهانه د څنګ کوټې ته واوښتم او دوی هملته ناست وو. ګروپ مې ولګوۀ، لکه لېونی به مې له خوښۍ د ځان سره وخندل. یو ځل مې په ذهن کې راوګرځېدل، چې هیله مې د مور له ورتګ خبره کړم، بیا مې وویل، تر اوسه خو معلومه نه ده، چې څنګه کیږي. لمونځ چې مې وکړ؛ نو کټ ته پورته شوم، تر څو ژر ویده او شپه تېره شي؛ خو خوب کله دومره نر و، چې زه یې ځان سره په غېږ کې نیولی وای. بس همدا سوچونه وو، چې سبا به مې مور ورشي او کنه؟ هغوی به څه ورته وایي؟ د هیلې مور او پلار به څنګه کیږي؟ تر نیمې شپې ویښ وم، بیا یو وخت د خوب راباندې زور شو او په څو دقیقو کې یې د ځان ملګری کړی وم. سهار چې راپورته شوم؛ نو فکر مې کاوۀ، چې خوب مې لیدلی دی؛ خو له ښه سوچ وروسته مې ذهن ته راغلل، چې هر څه ریښتیا دي. له چای څښلو وروسته د کلینک په لور روان شوم، هلته چې ورسیدم؛ نو د هیلې پلار تر اوسه نه و راغلی. لمر ته په چوکۍ کېناستم، تر څو هغه راشي. مریضان راتلل، نومونه به یې لیکل. لس دقیقې وروسته د هیلې پلار د کلینک په لویه دروازه موټر راداخل کړ او په ځانګړي ځای یې وداروۀ. د موټر دروازه یې چې خلاصه کړۀ؛ نو په ما یې سترګې ولګېدې، موسک شو دروازه یې بنده کړۀ، بیا یې ماته وویل: راغلی یې؟ زه خو نن لږ ناوخت شوم. هو مې ووې، لږ وړاندې ورغلم، ستړي مشي مې ورسره وکړل. هغه مخکې او زه وروسته، ماته یې وویل: راځۀ دننه به لاړ شو. دواړه داخل ته لاړو. په معاینه خونه کې هغه پر خپله چوکۍ کېناست او زه ورته په مخامخ چوکۍ. پوښتنه مو سره وکړۀ. هغه د مېز په سر توره بټن ووهلۀ، شېبه وروسته دروازه خلاصه شوه او یو کس راغی. د هیلې پلار ورته ووې: ټول پرسونل ته ووایۀ، چې دلته راشي. کس په بیړه بېرته ووت. ډاکټر ماته مخ راوړوۀ: هغوی دې هم راشي، ورسره به معرفي شې، نور به خپل کارونه پیل کړو. په څو دقیقو کې لس/ دوولس کسان راغلل. د هیلې پلار ورته وویل: څوګ خو پاتې نه وي؟ د کسانو له منځه یو تن ووې: احسان په دواخانه کې دی، نور څوګ نه دي پاتې. ډاکټر ووې، ښه هغه دې وي، بیا یې ماته مخ راوړۀ او دوی ته یې وویل: دغه ځوان به سر له نن څخه زموږ او ستاسو د کلینک غړی وي. ځان به پخپله معرفي کړي. پخپل ځای ودارېدم، لومړۍ مې ټولو ته ستړي مشي ووې او بیا مې ځان معرفي کړ. وروسته هغوی هم هره یوه خپل ځان او دنده رامعرفي کړل او نور دندو ته لاړل. زه هم پر کلینک ورګرځېدم او هره څانګه مې یې وکتله. ورځ نه تېرېده، چې کور ته تللی وای او له مور څخه مې پوښتنه کړي وای، چې څنګه دې وکړل؟ له یو اوږد انتظار وروسته دغه کال ورځ هم مزدیګر شوه، له کلینک رخصت شوم، په بیړه مې کور ته ځان ورسوۀ. تر بیا ښې چارې.له لویې دروازې چې داخل شوم؛ نو مور ته مې غږ؛ خو ځواب یې رانکړ. کوټې ته راغلم، کوچنی ورور مې ناست و، د مور پوښتنه مې ترې وکړۀ؟ هغه ووې: غرمې ته نږدې د ګاونډیانو کره لاړه ده، تر اوسه نه ده راغلې. په زړه کې پټ خوښ شوم او له ځان سره مې وویل: دا حتماً د هیلې دوی کور ته تللې ده، ځکه یې دومره ناوخت کړ. پر توشکه مې بالښت ته تکیه وکړۀ، کوچني ورور ته مې وویل: چای نشته؟ له ځایه پورته شو، له بلې کوټې څخه یې یوه پیاله او ترموز راوړل، زما مخې ته یې کيښودل. پیاله مې ځان ته ډکه کړۀ، د چای رنګ لږ سور شوی و، ورور مې ووې: وختي مې ترموز ډک کړی و، ځکه یې رنګ بدل شوی دی. ورته مې وویل: ایله څښلو ته برابر دی، نه ډېر یخ دی او نه ډېر ګرم، نور یې په رنګ پسې مه ګرځۀ. هغه له کوټې ووت او ما موبایل راواخیست. وټساپ مې راخلاص کړ. ډېر مسېجونه راغلې وو؛ خو په ټولو کې مې لومړۍ د هیلې هغه خلاص کړ. سلام یې کړی و او بیا یې لیکلي وو: څنګه شوه، زنګ درته نه کیږي، کلینک ته لاړ وې او کنه؟ د سلام ځواب مې ورکړ او بیا ورته ولیکل: نه پوهېږم، ولې به مې یې نمبر بند درته ښودلی وي، کنه خلاص و. کلینک ته تللی وم، کار مې شروع کړ، له ټول پرسونل سره مې ځان معرفي کړ او څو دقیقې وړاندې کور ته راغلم. د هغې وټساپ بند (افلاین) و. موبایل مې کیښود، چای ته مې وکتل، یخ شوی و، هغه پیاله مې تشناب کې توی کړه او بېرته مې بله ځان ته ډکه کړۀ. له چای وڅښلو وروسته مور ته انتظار ډېر سخت شو، وخت هېڅ نه تېرېده. بار، بار مې په ذهن کې دا پوشتنې راګرځېدې: مور به مې د هیلې دوی کره تللې وي او کنه؟ که تللې وي؛ نو څه به یې ورته ویلي وي؟ هغوی به څنګه ځواب ورکړی وي؟ نور نو په کوټه کې کېناستل راته بیخي سخت شول. ساعت ته مې وکتل، د ماښام اذان ته لږ وخت پاتې و، له ځای پورته شوم، د باندې راووتم. زموږ کور ته مخامخ د کوڅې هغه غاړه دوکان ته لاړم، څو نور کسان هم ناست وو. هملته پر چوکۍ کېناستم. تر اذان پورې مو لږ ګپ شپ ولګوۀ او بیا جومات ته لاړم. لمونځ چې مې وکړ؛ نو په دې نیت کور ته راغلم، چې مور به هم راغلې وي. کوټې ته چې ننواتم؛ نو مشر ورور مې هم ناست و؛ خو مور نه وه. کوچني ورور مې وویل: مورکۍ تر اوسه څه کوي؟ زه بېرته راووتم او دوی ته مې په دروازه کې ووې: د ګاونډیانو هلک له دوکان سره و، زه به پوښتنه ترې وکړم او روان شوم. هلک نه و؛ نو مجبور شوم، چې نرسې ته زنګ وکړم. موبایل مې راواخیست، د نرسې شمېره مې ثبت نه وه؛ خو وروستي دوه عددونه یې راته یاد وو، د راغلو زنګونو په لېست کې مې وکتله، اخېر کې مې پیدا کړه. د زړه له درزا سره مې یو ځای زنګ ورته وکړ، له څو ټالیو وروسته یې قاطع کړ. بیا مې زنګ ورته ونه کړ؛ خو حیران شوم، له ځان سره مې ووې: ولې یې زنګ قاطع کړ؟ خدای دې وکړي، چې څه مشکل نه وي. ما همدا سوچونه کول، چې د نرسې زنګ راغی، له اوکې سره سم یې وویل: دا څنګه ماښام دی، چې تا زنګ وکړ، ته ودرېږۀ، چې تیږه واړوم. په خندا مې ووې: ته دا خبرې پریږدۀ، زما مور ته ووایۀ، چې نور خو شپه ده، کور ته نه راځې؟ هغې ځواب راکړ: مور خو دې زموږ کره نه ده راغلې، ولې کور کې نشته؟ نور هم خیران شوم، ورته مې وویل: هغې وې، چې له دوی کره ځم. لږ غلي وه او بیا یې زیاته کړۀ: هسې به یې درته ویلي وي، زموږ کور ته خو نه ده راغلې. سمه ده مې وکړل، چې اړیکه مې پرې کوله؛ نو هغې وخندل او بیا یې ووې: همدلته ده، مزدیګر درتله؛ خو موږ په زور پاتې کړۀ، ډوډۍ چې وخوري؛ نو مور مې ورسره درځي. ورته مې وویل: زما خو دې زړه وویسته، چې په مور مې څه وشول، دادې ټوکو وخت دی؟ ویې خندل او راته یې ووې: کله نا کله به ټوکې هم کوو. ځواب مې ورکړ: ښه دې وکړل؛ خو مورکې ته ووایۀ، چې وختي راشي. هغې زیاته کړۀ: لکه چې وږی یې، موږ وريژې پخې دي، تاسې څه شی مه کوئ، هغه مو دې مور ته ویلي دي، در وړي یې. مشکل نشته مې وویل او اړیکه مو پرې کړۀ. تیاره خواره وه، له دوکان مې د سهار چای لپاره یو کیلو شیدې واخیستې او کور ته لاړم، چې کوټې ته ننواتم؛ نو مشر ورور مې وویل: څنګه چل شو؟ ورته مې ووې: همدلته ده، ډوډۍ خوري راځي. کوچنی ورور مې په نغري کې لګیا و، ورته مې غږ کړ: څه شی کوې؟ هغه ځواب راکړ: اوس خو ناوخت دی، مور چې راځي، زه به هګۍ پخې کړم. ورته مې ووې: ته لږ صبر وکړۀ، هغه اوس راځي. سمه ده یې وکړل او کوټې ته راغی. تقریباً شل دقیقې به تېرې شوي وي، چې مور مې له دېګي سره راننواتۀ. کوچني ورور مې ترې دېګ واخیست، ستړي مشي مو ورسره وکړل، په کټ کې کېناسته او میوند ته یې ووې: وریژې مې راوړي دي په مخ (سمدستي) یې وخورئ، چې بیا درنه یخ نشي. ډوډۍ مو وخوړۀ، چای ته ناست و، چې موبایل ته مې زنګ راغی، سکرین ته مې وکتل ترورزی مې و. اوکې مې کړ، سلام یې واچوۀ، پوښتنه مو وکړۀ، بیا یې وویل: دادۍ (مور) دې چېرته ده؟ زما مور ورسره غږيږي. همدلته ده، مې ورته ووې او موبایل مې مورکۍ ته ورکړ. زما اندېښنه وه، چې اوس به مور څنګه کړي وي؟ ښه خبر به یې راوړی وي او که بد؟ له ترور سره مې یې خبرې اوږدې شوې، زړه مې بې واره ټوپونه وهل، نیم ساعت به غږېدلي وي، چې اړیکه یې پرېکړۀ. ورته مې وویل: مورکې چېرته تللې وې، چې نیمه شپه دې کړۀ. په خندا یې ځواب راکړ: ستا غم مې کاوۀ، نور چېرته تللې وم، بېګا مې درته ونه وې. ځان مې ناګاره واچوۀ، ورته مې ووې: زما خو بیخي له یاده هم وتلي و. مشر ورور مې مور ته مخ ورواړوۀ، بیا یې زیاته کړۀ: ریښتیا څه دې وکړل؟ مور مې له چای غوړپ وکړ او مشر ورته مې یې ځواب ورکړ: غرمه مو دلته وکړۀ، بیا یې د خور کره لاړو. تر بیا ښې چارې

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (17)

17 ټولې رایې

5★
6
4★
3
3★
4
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan