26 برخه!خبره یې پسې وغځوله: هلته چې لاړو؛ نو مور یې نه وه، چېرته تللې وه. مزدیګر ته نږدې هم رانغله؛ نو موږ ترې راغلو، بیا دلته وم، نه یې راپريښودم، راته شله و، چې ډوډۍ به خورې. له ځان سره مې وویل: ټوله ورځ دغه سخت انتظار او د هیلې مور په کور کې نه شتون، دا څه بد قسمتي ده. مشر ورور مې مور ته ووې: خیر، بله ورځ له اوله زنګ ورسره وکړئ او بیا ورشئ. مور مې ځواب ورکړ: ما خو نن هم ورته وې، چې زنګ ورته وکړئ، هسې نه چې چېرته تللې وي؛ خو خور یې وې، چېرته نه ځي. زما فکر خراب شو، دوی لګیا و، غلی پورته شوم او د څنګ کوټې ته راغلم. ښه شېبه مې چورتونه وهل، بیا هیله ذهن ته راغلۀ، چې باید زنګ ورته وکړم. موبابل مې راواخیست، دوه زنګونه مې ورته وکړل؛ خو ځواب یې رانکړ. وټساپ ته لاړم، هلته هم افلاین وه. اندېښنه مې شوه، ځکه له پرون راهیسې ورسره نه وم غږېدلی، بیا مې په دې ځان ته داد ورکړ، چې شاید شفاخانه کې نن شپه نوکري وي. لمونځ مې چې وکړ، ګروپ مې بند کړ او په کټ کې څملاستم. د هیلې مور ته مې غوسه راغلې وه، چې ولې په کور کې نه وه. همدې خبرې راڅخه خوب تښتولی و، کله په یو لټ اوښتم او کله په بل. بیا د هیلې پلار ذهن ته راغی، له ځان سره مې وویل: ډېر نرم سړی دی، بله ده، چې پوه ډاکټر دی، ان شاءالله د لور خوښه په نظر کې نیسې، زما او د هغې په اړیکه کې به مخالفت نه کوي. همدا چوتونه و، تر ناوخته خوب نه راته، بیا له ځای پورته شوم، د باندې وواتم. کړکۍ ته نږدې په ژېړه بوشکه کېناستم. اسمان ته مې وکتل، تک شین وو. ستورو یو بل له لاسو نیولي وو او اشارې یې کولې. پسرلنۍ نرمه هوا لګېده، برانډې ته په جوړ شوي ګلدان کې د ګلانو نرم بوی مې حِس کړ او بیا مې ستورو ته وکتل، له ځان سره مې دا ټپه وویله: اسمان کې ستوری راته خوښ کړۀ زه به د ستـــا مینه په ستـــورو ماتومــــهتر ډېره مې له دې نندارې څخه خوند اخیست، یو وخت مې ساړه وشو، بېرته کوټې ته لاړم او پر ځای څملاستم. ښه شېبه وروسته خوب د ځان ملګری کړی وم. سهار له چای څښلو وروسته، دندې ته روان شوم، کلینک ته نږدې وم، چې د هیلې زنګ راغی. اوکې مې کړ، له سلام سره یې وویل: زه بخښنه غواړم، بېګا دې دوه زنګونه کړي وو؛ خو زما تبه وه، بیخي پسې خبره شوي هم نه یم. ورته مې ووې: قربان، هېڅ خبره نه ده، تا دې خدای راته زر رکه روغه کړي. څه درباندې شوي دي؟ هغې ووې: پرون له ترور سره مورکه راغلې وه، زه داسې وم، چې کېناستی نه شوم، رانه خپه شوي نه وي، مور مې هم په کور کې نه وه، زما نورې خویندې ورسره وې. اوس مې داسې په زړه کې خاښه ده، خدای دې ناروغي ورکه کړي، په دومره وختونو کې زه پرون ناروغه شوم. ورته مې ووې: زما ښکلو هیلوووو، مور داسې خوشاله وه، هغه په دومره واړو خبرو پسې نه ګوري، ستا له ناروغۍ یې څه نه دي ویلي، بیا مې ډاکټر ته د تګ او دوا پوښتنه وکړۀ؟ ځواب یې راکړ: هو، ډاکټر ته تللې وم، ویل یې چې د وینې مکروب دې دي، دوا یې راکړۀ، اوس مې تبه ښه ده. ښه مې وکړل او بیا مې زیاته کړۀ: خدای دې راته ښه کړۀ، اې ریښتیا زه ستاسې کلینک ته روان یم. پرون مې کار شروع شو. هغې ووې: اوهوووو دا خو دې زېری راباندې وکړ، مبارک دې شۀ او بیا یې زیاته کړۀ: پوهنتونه شروع کیږي، ما مې پلار ته ویلي دي، درس به دې هم وایې. ورته مې وویل: هیلوووو، اوس څنګه مننه وکړم، هغه الفاظ رانه ورک شول، ما بله خبره کوله، چې هغې وویل: چپ، بیا داسې ونه وایې. ته څوګ یې او زه څوګ یم؟ ورته مې ووې: هغه خو سمه ده، نور یې خبرو ته پرينښودم او راته یې ووې: بس نور څه مه وایۀ. غلی شوم. هغې وویل: مورکه غږ کوي، چې څه وایي، کېدای شي، نن کلینک ته هم درشم؛ خو بیا زنګ درته کوم، اوس ښکلې او ارامه ورځ ولرې. تاته هم ښه ورځ مې ووې او اړیکه مو پرېکړۀ. څو دقیقې وروسته کلینک ته ورسیدم، خپل کار ځای ته لاړم، بیا وروسته په ناروغانو وګرځېدم، له بېلابېلو کسانو سره مې خبرې وشوې، داسې خاص ستونزه نه وه، بېرته خپل ځای ته راغلم. په بې صبرۍ مې د هیلې راتګ ته شېبې شمېرلې، دوه زنګونه راغلل، ما به په بیړه موبایل راواخیست، چې ګوندې هغه ده؛ خو بل څوګ به وو. تقریباً لس نیمې بجې به وې، په کتابچه کې مې څه شی نوټ کول، چې د هیلې زنګ راغی. تر بیا ښې چارې. که مو لوستي وي؛ نو ګوتې پورته کړئ.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
288 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
300 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
486 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)