oiuytrew
ریس خادیم

27 برخه

221 لیدنې 16 رایې
3.3 (16)
ریس خادیم
ریس خادیم 22 Aug 2026

27برخه!موبایل مې اوکې کړ او سلام مې واچوۀ. علیکم سلام یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: الهاموو ته به ماته منتظر وې، زه نن پاتې شوم، مېلمانه راغلل. سمه ده مې وکړل او خدای پاماني مو سره وکړۀ. پخپل کې کار لګیا شوم. تر ماښامه همدلته کلینک کې وم او بیا کور ته لاړم. شپې او ورځې یو په بل پسې تېرېدې. پوهنتونونه شروع شول، په لومړنیو ورځ کې داسې خاص درسونه نه وو؛ خو وروسته منظم او پر وخت وو. وخت ناوخت به مې په پوهنتون کې له هیلې سره لیدل؛ خو ډېره موقع به نه وه، ځکه له هغې سره به هم ټولګیوالې وې او زما سره هم. اوس په کار کې هم پوره بلد شوی وم، د هیلې پلار راسره بیخي ښه و، ډېر خوږ غږ به یې راباندې کاوۀ. تر ډېره یې کارونه ماته راسپارلي و، ما به هم لکه خپل کار ډېر په اخلاص کول، ځینې وختونه به تر نیمې شپې لګیا وم. یوه شپه ناوخته چې ډاکټر له ناروغانو کتلو اوزګار شو؛ نو زه یې وروغښتلم. د ژوند، پلار، وروڼو او واده په اړه یې رانه پوښتنې وکړې. ورته مې وویل: پلار مې دې خدای وبخښي ماته نه یادیږي، چې وفات دی، درې وروڼه، یوه مور ده، مشر ورور ته مو کوژده کړې؛ خو واده یې نه دی کړی او زما خو لا تر اوسه د واده پلان نشته. هغه زیاته کړۀ: په ژوند کې هېڅکله ماتي مه منۀ. زه ستاسو غوندې په ماشومتوب کې د پلار له سیوري محروم یم؛ خو مور مې دې خدای وبخښي، په ځان یې هر ډول تکلیف تېر، په ما یې زده کړې وکړې، دا نن چې هر څه یم؛ نو د مور برکت دی، له چای یې غوړپ وکړ او بیا یې خبره وغځوله: له کار ډېر تمرکز په زده کړو وکړۀ، زما درته پام دی، ته ډېره وړتیا لرې، زه لکه د پلار غوندې درسره یم، چې هر څه ته دې اړتیا شوه؛ نو ډاډه راباندې غږ کوۀ. مننه مې ترې وکړۀ او بیا مې ورته وویل: ان شاءالله خپله هڅه کوم، چې د کار تر څنګ لوړې زده کړې هم وکړم، ځکه دا مې د ژوند یو لوی ارمان دی. هغه له غاړې د فشار کتلو اله پر مېز کیښوده، راته یې ووې: همداسې همتي اوسۀ، باوري یم، چې یوه ورځ به خپلو هیلو ته رسېږې؛ مګر تکلیفونه به وي، چې ورته تسلیم نشې. هو مې وکړل او ورته مې وویل: اصل خوند په همدې ژوند کې دی، چې په انسان ټیټې جګې تېرې شي. هغه پوښتنه وکړۀ: څنګه واده ته ولې اوس پلان نه لرې؟ ځواب مې ورکړ: که څوګ پوهیږي، واده مسؤلیت دی او بله دا چې په اوس وخت کې زموږ د اقتصاد هم چندان خوند نشته، دلته خو تاته معلومه ده، چې ښځې ملا ماتوونکي ولورونه لري. هغه وویل: خدای مهربان دی، ان شاءالله څه چاره به جوړه کړو. هو بېشکه مې ووې. ساعت ته یې وکتل بیا یې ماته مخ راواړۀ، ناوخت دی، ویده به شو، سبا به ته پوهنتون ته ځې او زما به هم ناروغان وي. سمه ده مې وکړل او د خوب خونې ته لاړم. هلته چې پر ځای څملاستم؛ نو د ډاکټر خبرې مې په ذهن کې یوه، یوه راګرځېده، له ځان سره مې ویل، څومره مهربان دی، دومره ښې خبرې یې راته وکړې. په همدې سوچونو کې ډوب خوب له ځان سره اخیستی وم. سهار وختي، چې مې لمونځ وکړ؛ نو کور ته لاړم. دروازه بند وه، کوچني ورور ته مې زنګ وکړ، دروازه یې راخلاصه کړه. مور مې په چایو لګیا وه، نغري ته ورغلم، چې زه یې ولیدم؛ نو یې راته ووې: زویه دومره وختي څنګه راغلې؟ ورته مې وویل: مورکې، اوس خو پوهنتونونه شروع دي، چې کلینک کې شپه وکړم؛ نو سره ګډ وډ وم، وختي راغلم، تر څو حمام وکړم او کالي بدل کړم. له دېګ یې شیدو چای ترموز ته واړوۀ، راته یې ووې: ته ترموز واخلۀ، کوټې ته درځۀ، زه پیالم مینځم. سمه ده مې وکړل، ترموز مې واخیست او کوټې ته لاړم. لږه شېبه وروسته مې مور د پیالو له پلاستیکي سرې جالۍ سره، چې اوبه ترې څاڅېدې، کوټې ته راننواتۀ. له چای څښلو وروسته د باندې انګړ ته راوواتم، لمر راختلی و. ژر، ژر مې ځان تیار کړ، چېپټر مې راوخیستل او مور ته مې وویل: زه به لاړم شم ناوخت دی؟ هغې ووې: زویه، هله ورځۀ، لمر رالوېدلی. دسمال مې له غاړې تاوو کړ او راووتم. کلینک ته لاړم، خاضري مې امضاء کړۀ او بیا پوهنتون ته روان شوم. د نورو ورځو په پرتله نن درسي ساعتونه ټول ډک وو او هوا یو څه ګرمه وه. ټولو به ویل: تازه پسرلی شروع شوی، لمر دومره تېز دی، سږ کال به له ګرمۍ سره څه کوو؟ ورته مې وې: خدای مهربان دی، د تېر کال غوندې به بارانونه وشي. پوهنتون چې رخصت شو؛ نو کلینک ته لاړم، تر ماښامه هملته وم، بیا کور ته راغلم. دا چې تېره شپه هم بې خوبه شوی وم؛ نو وختي مې ډوډۍ وخوړۀ او د څنګ کوټې ته لاړم. کټ ته پورته شوم، کمپل مې په سر راکش کړۀ، هماغه شېبه ویده شوی وم، چې موبابل ته مې زنګ راغی. سترګې مې وسولولې، سکرین ته مې وکتل هیله وه. اوکې مې کړ: سلام یې وکړ. ځواب مې ورکړ. هغې ووې: لکه چې دومره وختي ویده شوی وې، که څنګه دې غږ داسې دی؟ هو مې وکړل، ورته مې وویل: پرون شپه مې هم خوب نه و کړی، وختي مې ډوډۍ وخوړۀ او څملاستم. هغې ووې: ښه نور دې له خوبه نه باسم؛ خو پوهېږې، لږ وړاندې مې پلار په ډوډۍ باندې مور ته څه ویل؟ تر بیا ښې چارې. که مو لوستي وي؛ نو ګوتې پورته کړئ.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (16)

16 ټولې رایې

5★
3
4★
5
3★
1
2★
7
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan