28 برخه!پلار مې مور ته لګیا و، ستا صفت یې ورته کاوۀ، ډېر زړه یې درباندې سوزېدلی دی. مور ته مې یې ویل: داسې کار کوي، لکه خپل کلینک یې چې وي. اې ریښتیا، پلار مې ستا له واده هم خبر و، چې نه یې لرې، تا ورته ویلي و؟ هو مې وکړل او بیا مې د تېرې شپې ټوله کیسه ورته تکرار کړه. هغه مې هم ورته ووې، چې زما خو بیخي له یاده وتلي و، زه خو تا پلار ته د خور له طرفه معرفي وم؛ مګر ما ورته ونه وې، چې خور لرم. یوازې درې وروڼه او مور مې یاده کړل. هیلې ووې: چورت مه وهۀ، پلار مې دومره په دې کیسو پسې نه ګرځي، د هغه څخه به اوس دا بیخي هېر وي. ورته مې وویل: زما څخه هم هېر و؛ ستا د پلار په خبرو پورې رایاد شول، ما ویل هسې نه لانجه مې جوړه وي. هغې ووې: نه، د پلار مې زړه منلی یې، اخېر به هم خبریږي؛ خو زه یې ورته وایم، چې دا ځکه دومره ښه دی، په لور دې مئین دی. په خندل مې زیاته کړۀ: هو کنه، ستا هېڅ لاس هم پکې نشته، ټول زه یم. هیلې هم وخندل او راته یې وویل: الهامووو له خوب مې وویستې، هله ویده شۀ، هغې نور څه ویل، خبره مې یې ونیوۀ، ورته مې ووې: تا چې زنګ وکړ او خبرې مې دې واورېدې؛ نو خوب وتښتېده، بیا مې زیاته کړۀ: هیلوووو، که پلار دې پر موږ وپوهیږي؛ نو وایي به، ښه تاته ددې لپاره ځان دومره ښه کړی و، زه خو داسې وېرېږم. په خندا یې ووې: هو ښه سړیه، چې دومره وېرېږې؛ خو لور یې پریږدۀ. ورته مې وویل: هیلوګۍ، له لور مې یې نه کیږي، څه وکړم؟ بس چې نه دې کیږي، غلی شۀ یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: ته اوس دا خبرې پریږدۀ، بېګا دې هم خوب نه دی کړی ارام ویده شۀ، سبا ان شاءالله بیا سره غږېږو. نه مې وکړل، ورته مې وویل: راسره غږېږۀ، خوب نه دی راغلی. هغې ووې: زما لېونیه، سبا به پوهنتون ته ځې او بیا کلینک ته، ځان مه بې خوبه کوۀ، زه چېرته درنه ځم نه، همدلته یم. سمه ده مې وکړل، له خدای پامانۍ وروسته مو اړیکه پرېکړۀ. سترګې مې له خوب ډکې وې، موبایل مې د بالښت لاندې کړ او څملاستم. لږ وروسته ویده شوی وم. سهار له چای وروسته لومړۍ کلینک او بیا پوهنتون ته لاړم. داخل د لویې دروازې سره نږدې په چمن کې کنېاستم، تر څو هیله ووینم؛ خو تر پوهنتون شروع کېدو مې ونه لیده. ټولګي ته لاړم، ناست درس ته؛ خو په ذهن کې مې هیله وه. له ځان سره مې ویل: ولې رانغله؟ بیا ناروغه نه وي؟ اخېر مې په دې ځان ته داد ورکړ، چې پرې ناوخت شوی به وي. زه په همدې چورتونو کې ډوب وم، چې ښوونکي راباندې غږ کړ: چیشت، دا څوم ځل دی، چې ګورم دې؛ خو ستا پام نه دی، که درس ته د زړه نه کیږي؛ نو د باندې ووځۀ. ټکان مې وخوړ، په ورخطایۍ مې وویل: استاد محترم، بخښنه غواړم، درس ته راغلی یم، نن مې لږ کورني مې مشکل لرل، هغه ته مې چورت خراب وو. استاد ووې: مشکل به خدای حال کړي، چورت مه ورته وهۀ، درس ته دقیق اوسېږۀ. سمه ده مې وکړل، هغه بېرته پر سپینه تخته په نوټ راکولو بوخت شو. پوهنتون رخصت شو، چې له دروازې یې راوواتم؛ نو مې هیلې ته زنګ وکړ. له اوکې سره سم یې ووې: مورې اوس مو پوهنتون رخصت شو، موټر کې یم. پوه شوم، چې موتر کې ده، نشي غږېدلی، سمه ده مې ورته وویل او اړیکه مې پرې کړۀ. زړه مې ډاډه شو، شکر ښه ده او پوهنتون ته هم راغلې ده. زه هم موټر ته پورته شوم، د کلینک سره ښکته شوم او داخل لاړم. مزدیګر ته نږدې چې له خپل کار ځای راووتم؛ نو په هیله مې سترګې ولګېدې. تر بیا ښې چارې
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
288 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
300 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
486 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)