oiuytrew
ریس خادیم

29 برخه

206 لیدنې 14 رایې
3.1 (14)
ریس خادیم
ریس خادیم 22 Aug 2026

29 برخه!حیران شوم، ځکه ماته یې هېڅ ویلي نه و، چې زه کلینک ته درځم. هغې لومړۍ زما په لیدو سره نرۍ مُسکا وکړۀ، بیا لږ وړاندې راغلۀ، سلام یې وکړ او راته یې وویل: څنګه داسې راته ګورې، لکه زه چې دې له دې مخکې بیخي لیدلي نه یم؟ علیکم سلام مې وکړل او بیا مې په خندا ځواب ورکړ: لیدلې مې یې؛ خو دلته په کلینک کې دې لومړۍ ځل دی، چې وینم. هغې هم وخندل او راته یې ووې: بس داسې به مې ډېر ځله دلته ووینې. پوښتنه مې ترې وکړۀ: ولې دې ماته ونه ویل، چې زه درځم؟ لږ غلي وه، بیا یې ځواب راکړ: نیت مې نه وه، چې راشم؛ خو هغه بله ورځ د مکروبو د تبې علامې راباندې راغلې؛ نو مې پلار ته زنګ ووهۀ، ویل یې، چې راشۀ. ښه مې وکړل او ورته مې وویل: ورځۀ، ته یو ځل له پلار سره ووینۀ. په تلو کې یې راته : ته د کلینک په کومه برخه کې کار کوې؟ د معاینه خانې شاته کوټه مې ورته وښودۀ. هغې ووې: زه مې له پلار سره وینم، ته هملته کېنۀ، که څوګ نه وو، بیا درځم. سمه ده مې وکړل، هغه لاړه او زه هم خپل ځای ته ننواتم. نن لږ ناروغان زیات وو، چاته دا معلومات نه کېدل، چې هیله څوګ ده او زه ولې ورسره ولاړ وم؛ خو د پلار له ځایه یې پناه وو. ماښام ته نږدې چې لا هم څو ناروغان پاتې وو، هیله زما کوټې ته راغلۀ. زړه مې بې واره درازېده، ورته مې وویل: هیلوووو، پلار دې. په خندا یې ووې: مه ډارېږۀ، څو ناروغان ورته پاتې دي، هغه ګوري، ماته یې ویل، چې د ښځو انتظار خونه کې کېنۀ، بیا یو ځای کور ته ځو. ښه مې وکړل او غلی شوم. ماته مخامخ پر چوکۍ کېناسته، بیا یې راته وویل: الهامووو یاد شوی مې وې، دغه ډېره موده مې نه وې لیدلی. ورته مې ووې: هیلووو زما هم یادېدې، درپسې خپه وم، ځکه ډېر وخت مې نه وې لیدلي. په مخ راغلي ویښتان یې بېرته په ټیکري کې ورپټ کړل او راته وویل: کار دې څنګه دی؟ پلار خو به دې ستړی کوي نه؟ ځواب مې ورکړ: نه، بیخي ارام کار دی، ستړیا پکې نشته، پلار خو دې تر اوسه دا هم نه دي راته ویلي، چې له دې ځایه پورته شۀ، هلته کېنۀ. ویې خندل او بیا یې ووې: خود، ولې به څه درته وایي، زما له مرګه یې اورېدلي دي. ما هم وخندل، ورته مې وویل: ستا لپاره ډېر پام راباندې کوي، هېڅ راته نه وایي. ښه شېبه سره ناست وو، بیا هغه له ځایه پورته شوه او زیاته یې کړۀ: زه ځم، ناروغان به نور ختمیږي، پلار به مې وایي، چې څنګه ورکه یم. سمه ده مې وکړل، نږدې راغلۀ راته یې ووې: یوه ټینګه غاړه راکړۀ. په ورخطایۍ مې ورته وویل: هیلووو، کلینک دی، څوګ به مو وویني، ما نور څه ویل، چې غېږۀ یې رانه تاوو کړۀ، بیا یې په تندي ښکل کړم او لاړۀ. زه د زړه له درزا سره په ځای لکه مېخ شوی داسې ولاړ وم، فکر مې کاوۀ، چې خوب وینم. له ځان سره مې ووې: دا ګورۀ، ښه که اوس څوګ راغلی وای؛ نو څه به مو کولای؟ زه په همدې فکرونو کې ډوب وم، چې د ماښام اذانونه وشول، لمونځ مې وکړ او د باندې راووتم. معاینه خانې ته نږدې مې په موبایل کې ځان په دروغو ځان مصروف کړ، تر څو هیله دوی هم راووځي. له لږ انتظار وروسته د هیلې پلار وړاندې او هغه ورپسې راوواتل، موبایل مې جېب ته کړ، یوې څنډې ته شوم. پلار یې راته وویل: الهامه، ته تر اوسه نه یې تللی؟ سر مې پورته کړ، هغوی ته مې وکتل او بیا مې ځواب ورکړ: ډاکټر صیب، نن لږ ناوخت شوم، اوس ځم. هیلې د پلار له شانه راته سترګک(سترګه) ووهلۀ او پټه خندا یې وکړۀ. ټکان مې وخوړ، وجود مې لکه برق چې نیولی وم داسې شو، خبرې راڅخه ورکې شوې، ژر مې نظر لاندې واچوه. د هیلې پلار په تلو کې راته ووې: که له موږ سره ځې؛ نو راځۀ. مننه مې وکړۀ، ورته مې وویل: زه کور ته ځم، سبا بیا پوهنتون هم دی. سمه ده یې وکړل او موټر ته کېناست، هیله یې هم شاته پورته شوه. زه پخپل ځای ولا وم، موټر یې تاوو کړ، پهرادار لویه دروازه خلاصه کړه او لاړل. زه هم له کلینک راووتم او د کور په طرف روان شوم. کور ته نږدې مې کوچني ورور زنګ راوکړ، پوشتنه یې وکړۀ، چې چېرته یې؟ ورته مې وویل: خیرت دی، په لاره کې در روان یم. هو خیرت دی یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: مور مې د ګاونډیانو ښځې ډوډۍ ته پاتې کړي دي، وایي چې لږ مېوه او شنه سبزي درسره راوړۀ. سمه ده مې وکړل. وړاندې مې له لویې هټۍ (دوکان) څخه سبزي او مېوه واخیستل، څو دقیقې وروسته کور ته ورسیدم. له دروازې چې ننواتم؛ نو نرسه د اوبو په نالکۍ لګیا وه، سطل یې ډکوۀ، لومړۍ یې د کوټې طرف ته وکتل او بیا یې ماته وویل: تر بیا ښې چارې.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.1
3.1 (14)

14 ټولې رایې

5★
2
4★
2
3★
6
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan