oiuytrew
ریس خادیم

30 برخه

211 لیدنې 16 رایې
3.4 (16)
ریس خادیم
ریس خادیم 23 Aug 2026

30 برخه!عمر دې ډېر دی، همدا اوس مې ستا په اړه فکر کاوۀ، چې څنګه ناوخت شو؟ هغه ته راغلې. ومې خندل او ستړي مشي مې ورکړۀ. هغې غوښتل چې ورسره وغږېږم؛ خو زه ونه دارېدم، سیده کوټې ته لاړم. لږه شېبه مې په کټ کې دمه وکړۀ، بیا مې مور ته غږ کړ، چې راغلۀ، مېوه او سبري مې ورته وښودل. هغې ووې: زویه، میوند مې په مستو پسې لیږلی دی، یو زنګ ورته وکړۀ، د سهار چای لپاره مې شیدې بیخي له یاده وتلي دي. سمه ده مې وکړل، موبایل مې راواخیست، چې زنګ مې کاوۀ، کوچنی ورور مې کوټې ته راننوات. بیا مې مشر ورور ته زنګ وکړ، چې شیدې درسره راوړۀ. در وړم یې، ووې اړیکه مو پرې کړۀ. څو شېبې وروسته مې مشر ورور له شیدو سره یو ځای راغی. تر ناوخته مو کیسې کولې، زه نن ډېر وږی وم، چې مور مې ډوډۍ راوړۀ؛ نو ورته مې ووې: مورکې، وریژې کمې دي، لږې به دې زیاتې راوړي وای. ویې خندل او بیا یې راته ووې: خېټه دې وږي ده، ته دا ختم کړۀ، نورې به هم درته راوړم، دا دې پنځو کسانو کیږي. ورته مې وویل: زه نن سخت وږی یم، دا کمې راته ښکاري، خېر دا به وخورم، که موړ نه شوم؛ نو نورې به راوړې. سمه ده یې ووې او له کوټې وواتۀ. هماغه د مور خبره وه، موږ ماړه شو، وريژې پاتې هم شوې. کوچني ورور مې شیان ټول کړل او عابد ته یې وویل: زه به سبا کلي ته لاړم شم؟ د ملګري نعیم ورا (واده) دی. مشر ورور مې ځواب ورکړ: سمه ده، لاړ شۀ؛ خو سبا وختي راځۀ، چې کور کې مور یوازې وي. وختي راځم یې ووې، له کوټې یې لوښي واخیستل د باندې ووت. ما بالښت ته تکیه وکړۀ او موبایل مې راواخیست. تر ډېره په فسبوک کې مصروف وم، چې د نرسې کوچنۍ خور د چای ترموز راوړ او زما خواته یې کیښود. مشر ورور مې په کټ کې کېناست او راته یې ووې: نن داسې ستړی یم، ته یوه پیاله چای راته واچوۀ. د دروازې سره ایښی پتنوس مې راکش کړ او دوه پیالې مې له چای ډکې کړې. تر ډېره ناست وو، بیا په ما د خوب زور شو، لمونځ مې وکړ او په توشکه څملاستم، سمدستي خوب وړی وم. سبا د معمول په څېر لومړۍ کلینک ته لاړم او ورپسې پوهنتون ته. شپې او ورځې یو په بل پسې تېرېدې. د شپږم ورځ وه، د ځینو کارونو لپاره کابل ته لاړم، د جمعې په سهار بېرته ته را روان شوم، لږ لاره به پاتې وه، چې د هیلې زنګ راغی. اوکې مې کړ، پرته له دې چې سلام واچوي، راته یې په غوسه ووې: چېرته یې او ولې دې موبایل بند دی؟ دا چې په موټر کې وم؛ نو مې ورته وویل: زه لږ وروسته درته زنګ کوم، اوس نور خلک راسره دي، موټر کې یم. هېڅ یې ونه ویل، اړیکه یې پرېکړۀ. اندېښنه مې شوۀ، چې دا بیا ولې غوسه ده؟ پنځلس دقیقې لاره راته دوه ساعته شوه، هېڅ ختمېده نه؛ خو بلاخره راورسیدو او له موټر ښکته شوم. په بیړه مې موبایل راواخیست او هیلې ته مې زنګ وکړ، مګر شمېره یې بند وه. بیا مې وکتلو؛ نو تېر شو، له څو ټالیو وهلو وروسته یې پورته کړ، سلام مې وکړ او ورته مې وویل: خیرت دی، ولې غوسه یې؟ علیکم سلام یې ووې او بیا یې ځواب راکړ: دوه ساعت کېدل، زنګ مې درته کاوه؛ خو شمېره دې بند وه. ورته مې وویل: ولې پرون مې خبره نه کړې، چې زه نن کابل ته ځم، سبا بېرته راځم. لږ غلي شوه، بیا یې په خندل زیاته کړۀ: لاړم له دماغو خلاصه شوم، بیخي مې هغه له یاده وتلي وو. ورته مې ووې: هو نو، د پنځوسو کالنو یې او بل د وطن ټول غمونه ستا په سر دي، ملامته نه یې، خبره مې وغځوله: لږ حوصله کوۀ، هر وخت د مرچو په بوجۍ ناسته وې. بخښنه یې ووغوښته او بیا یې راته وویل: خبرې ته غوږ ونیسۀ. بېګا مې پلار په کور کې له ډوډۍ وروسته زما د واده خبره یاده کړۀ، د ترور خاوند مې ورته ویلي و، چې موږ ته یې راکړئ. ما فکر وکړ، چې ټوکې کوي؛ نو په بې پروایۍ مې ورته ووې: بیا ستا څنګه خوښه ده؟ هغې په غوسه خبره راغبرګه کړۀ، زما خوښه ده، چې هغوی ته مې ورکړي، ځکه ته خو د چا کیسه کې نه یې، نور یې څه ویلو زه پوه شوم، چې کیسه ریښتیا ده؛ نو مې یې خبره ونیوۀ. ورته مې وویل: نه ته اوس ټوکې کوې او که ریښتیا وایې؟ د ټوکو وخت معلوم وي یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: اوس څنګه وکړو؟ هغوی مې په پلار ډېر ښه لګیږي، هسې نه چې ورسره ویې مني. حیران شوم، خبرې راڅخه ورکې شوې، خپله غریبي مې سترګو ته ودارېده، زه چورت یووړم، چې بیا یې راباندې غږ وکړ: څنګه غلی یې؟ ورته مې وویل: ته ووایۀ، چې اوس څه وکړو؟ اواز یې لوړ شو، په غوسه ووې: زه چې پوهېدم؛ نو بیا مې ولې تاته زنګ کاوۀ، هغې نور څه ویل، په خبره کې ور ولوېدم: پلار خو به دومره له تا څخه هم پوښتنه کوي، چې خوښه ده او کنه؟ له لږ چوپتیا وروسته یې زیاته کړۀ: زما سره به مشوره کوي؛ خو د هغوی سره مې پلار ډېر جوړ دی او دغه هلک ډېر پرې ګران دی، هسې نه، چې خبره ورسره ومني، باید له وړاندې نه څه غم وکړو، یو ځل چې اوبه له ورښه تېرې شي؛ نو بیا نه راګرځي. ورته مې وویل: اوس زه مور درولیږم او که څنګه وکړم؟ هغې په بیړه ځواب راکړ: زه مې هم مور پوهوم، که کیږي؛ نو سبا دې یو ځل مورکه زموږ کور ته راشي، له مور سره مې دې وویني. سمه ده مې وکړل او بیا مې زیاته کړۀ: هیلووو، زه اوس کور ته نږدې یم، ان شاءالله مور سره غږېږم، بیا تاته وایم. ښه یې وکړل او اړیکه مو قطع کړۀ. تر کوره په پاتې لار هېڅ پوه شوی نه یم، چې څنکه راغلم، بس همدا فکرونه وو، څنګه به شي؟ هسې نه چې پلار یې هغوی ته ورکړي. زما د مور خبره به ومني؟ داسې ډېرې پوښتنې مې په سر کې تاوېدې، چې په لویه دروازه ننواتم. کوټې ته لاړم، کوچنی ورور مې ناست و، د مور پوښتنه مې ترې وکړۀ؟ ویل یې، چې کلي ته تللې ده.بیا مې پوښتنه وکړۀ، کله تللې ده؟ هغه ووې: سهار مې د ماما زوی راغلی و، چای یې وڅښۀ، نور لاړل. بکس مې په کټ کې کيښود او د څنګ کوټې ته واوښتم. کوچني ورور مې راغږ کړ: ډوډۍ در وړم؟ ورته مې وویل: نه، اوس مې زړه ته نه کیږي. سمه یې ووې. زه په کټ کې اوږد وغځېدم، تر څو مې ستوماني ووځي؛ مګر په فکر کې مې د هیلې خبرې تاوېدې. حیران وم، چې اوس څه وکړم؟ له ځان سره مې ویل: په دې دومره وخت کې نن مور هم کلي ته تللې ده. ساعت ته مې وکتل څه د پاسۀ یوه بجه وه. پرېکړۀ مې وکړۀ، چې مور ته زنګ وهم، ورته به ووایم، شپې ته مېلمانه راځي، راشۀ. همداسې مې وکړل، د ماما زوی ته مې زنګ وکړ، له پوښتنې وروسته مې ورته وویل: له مور سره غږېږم، چېرته ده؟ همدلته ده یې ووې او موبایل یې ورکړ. مور ته مې په دروغو وویل: له کابل څخه لږ مخکې راغلم، ترور مې زنګ کړی و، په لاره کې را روان دي، بېګا شپې ته دلته راځي. مور مې ووې: اوس څنګه وکړم؟ ورته مې وویل: خېر ورځ تېره کړۀ، مزدیګر بېرته راشۀ، هسې نه چې هغوی خپه شي. سمه ده یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: ته دومره د شپې لپاره شیان راوړۀ، زه هم درځم. ورته مې وویل: ته له هغه بې غمه شۀ، زه یې راوړم. اړیکه یې پرېکړۀ. خوشاله شوم، چې مور خو راځي؛ مګر د هیلې مور او پلار ته په زړه کې نیولی وم، چې څنګه به شي؟ خبره به ومني او کنه؟ تر مزدیګره مې همدا سوچونه کول، چې مور مې راغلۀ. مشر ورور مې له دندې نه و راغلی او کوچنی هغه د باندې دوکانونو ته وتلی و. کوټې ته له راننواتو سره سم یې ووې: تا ورته ویلی نشو، چې هغه کلي ته تللې ده؟ په ما یې تګ ونه لګوۀ. په دروغو مې بیا ورته وویل: هغوی را روان وو، چې ماته یې زنګ وکړ، نور مې نو ځکه څه ورته ونه ویل. له مور مې په لاس کې نیولی تور پلاستیک واخیست، په کټ کې کېناسته. له بلې کوټې مې پتنوس راوړ او د چایو پیاله مې ورته ډکه کړۀ. له ځان سره مې ووې، چې لږ ارام وکړي؛ نو ریښتیا خبره به ورته وکوم، اوس غوسه ده، هسې نه څه راته ووایي. زه یې د کټ تر څنګ توشکه باندې کېناستم او ځان ته مې هم د چای پیاله ډکه کړۀ. مور مې دیوالي ساعت ته وکتل او بیا یې راته ووې: ناوخت دی، شیان دې راوړي دي؟ ځواب مې ورکړ: ته چای وڅښۀ، لا وخت شته رابه یې وړم. پیاله یې ورپورته کړۀ، زه هم په چای څښلو لګیا شوم، له ځان سره مې ویل: اوس څنګه وکړم؟ بیا له ځایه پورته شوم، مور ته مې ووې: څه شی راوړم؟ هغې وویل: غوښۀ، لږ شنه سبزي او پلوي وريژې راوړۀ، نور هر څه شته. سمه ده مې ووې او له کوټې راووتم، لوی دروازې ته نږدې وم، له کړکۍ مور راپسې غږ کړ: زویه، د وريژو مساله هم نشته، له یاده مې وتلي ده. رابه یې وړم مې ووې او له کور وواتم. ما ویل راځۀ، چې مېلمانه نشته؛ نو موږ خو یو، د ښار منځ ته په غوښه او شیانو پسې لاړم. سودا مې واخیسته، په شلو دقیقو کې بېرته راغلم. مور مې وویل: هغوی خو تر اوسه رانغلل. په خندا مې ځواب ورکړ: مورجانې، هغه مې دروغ درته ووې، نه راځي؛ خو بله ضروري خبره ده. حیرانه شوه او په غوسه یې راته وویل: تا ولې ماته دروغ ووې؟ شیان مې کيښودل او د مور تر څنګ په کټ کې کېناستم، ورته مې وویل: مورکې، هغې ډاکټرې راته غرمې زنګ کړی وه، چې پلار ته مې د ترور خاوند ویلي دي، دا انجلۍ موږ ته راکړي، هسې نه، چې پلار مې خبره ورسره ومني، ته دې مور راولیږۀ، چې دومره خو مې له مور سره وغږیږي، بیا مې خبره وغځوله: تاته مې ځکه دروغ ووې، چې ماما دوی مې خپه نشي، سبا یو ځل د ګاونډیانو له مور سره د ډاکټرې دوی کور ته ورشۀ، له مور سره یې وغږېږۀ. مور مې راته ووې: په تش لاس یې څنګه وغواړم؟ که یې راسره ومني؛ نو پیسې له کومه کوې؟ نور خو ورتګ مشکل نه دی. په بیړه مې ځواب ورکړ: ته صرف ورشۀ، چې پلار یې هغه نورو ته ښه ونه کړي، پیسې به بیا ورته دومره راپیدا کړم. سمه ده یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: سبا به دغه د ډاکټرې ترور راسره بوځم، له مور سره به یې پټه خبره شریکه کړم، چې څه وایي. له مور مې ټینګه غېږۀ، تاوو کړۀ، په تندي مې ښکل کړۀ، ورته مې ووې: دغه غوښې شیان مې ستا لپاره راوړل، چې زما غم وخورې. مور مې په خندا زیاته کړۀ: سم ډېر دې په خوله زده دي، نن دومره درباندې ګرانه شوم؟ له خندا شین شوم، ځواب مې ورکړ: مورکې، هر وخت راباندې ګرانه یې؛ خو نن بیخي ډېره. تر ډېره په همدې اړه غږېدو، چلونه مې ورته ښودل، داسې ورته ووایۀ او هغاسې، چې مور مې له ځایه پورته شوه او ماته یې وویل: بېګاته به د ډوډۍ غم وخورم. زه هم ورسره شوم، ورته مې ووې: مورکې رومیان او غوښه زه درته برابروم، ته یې یوازې چې پخه کړې. مور مې له کوټې څخه په وتو کې راته وویل: دا خبره خو دې لا وړاندې شوی وای، چې داسې کارونه کوې، نور له کوټې وواتۀ. زه هم ورپسې شوم، کومک مې ورسره وکړ. د ماښام اذان چې وشو؛ نو جومات ته لاړم، له لمانځه وروسته د ګاونډیانو سره څو دقیقې ودارېدم، بیا کور ته راغلم. کوټې ته چې لاړم؛ نو مور مې هم په لمانځه ولاړه. لږه شېبه وروسته مې مشر او کوچنی ورور دواړه یو ځای راغلل. مور مې سلام وګرځوۀ، عابد ورته ووې: تا خو ویل، چې شپه کوم؛ نو څنګه راغلې یې؟ په سترګو کې مې مور ته اشاره وکړۀ، چې ما ورته وایۀ. کوچني ورور مې وویل: هو، ماته یې هم وې، چې شپه کوم. مور مې دعا وکړۀ، بیا یې ځواب ورکړ: زړه مې تنګ شو، بل مه وې، چې تاسو به ډوډۍ څنګه کوئ، ورځ مې تېره کړۀ؛ نو راغلم. مشر ورور مې ورته ووې: ډوډۍ خو هسې هم له نانوایۍ څخه راوړو، هکۍ به مو پخې وای، هغه خو سختې نه دي، ته هسې راتلې، شپه به دې ورسره کړي وای. مور مې ځواب ورکړ: بل وخت به شپې ته ورشم او بیا یې زیاته کړۀ: نغري کې مې دېګ بخار پرې ایښی دی، چې غوښه رانه ونه سوځيږي، له کوټې وواتۀ. ډوډۍ تیاره شوه، هغه چې مو وخوړۀ؛ نو زه د څنګ کوټې ته واوښتم او هیلې ته مې زنګ وکړ. ډېرې خبرې مو وکړې، بیا مې ورته وویل: سبا ان شاءالله مور درځي. پخیر دې راشي یې ووې او اړیکه مو پرېکړۀ. لمونځ مې وکړ؛ نو په کټ کې اوږد وغځېدم او کمپله مې په سر راکش کړۀ. اوس نو شپه لکه کال شوۀ، هېڅ خوب نه راته، د سبا ورځې په اړه مې سوچونه وهل، چې څه به کیږي. نه پوهېدم، څو بجې به وې، چې خوب وړی وم. سهار چې راپورته شوم، هم خوښ وم او هم خپه. له چای وروسته چې زه کلینک ته روانېدم او مشر ورور مې خپل کار ته، مور مې وویل: لږ وروسته زه هم د ګاونډیانو کره ځم. تر بیا ښې چارې

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (16)

16 ټولې رایې

5★
3
4★
5
3★
4
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan