31 برخه!سمه ده، لاړه شۀ مې ووې، له کور راووتم. تر کلینک پورې همدا سوچونه وو، څنګه به شي؟ مور به مې ښه خبر راوړي او که بد؟ هغوی به یې خبره ومني او کنه؟ په لاره هېڅ پوه نه شوم، چې څنګه تر کلینک راغلم. خاضري مې امضاء کړه، لږ کېناستم، بیا پوهنتون ته روان شوم، په دغه لاره هم چورتونه راسره مل وو. نن لږ راباندې ناوخت و، چې ورسیدم؛ نو پنځه دقیقې به ناست نه وم، چې درس شروع شو. ناست په ټولګي کې درس ته؛ خو په فکر کې له هیلې سره وم. د مور د ورتګ او زما لپاره د غوښتو په کشمکشونو کې ډوب وم. هېڅ مې فکر پخپل ځای نه و، څو ځلې ملګرو راته ووې: نن داسې بل ډول یې، کومه ستونزه خو نه وي؟ ځواب به مې ورکاوۀ: نه، هېڅ ستونزه نشته، بېګا لږ بې خوبه شوی یم، ځکه داسې یم، نور مې له زړه یو الله خبر و. پوهنتون رخصت شو؛ خو زه پر دې پوه نه شوم، چې نن درس چا او څنګه تدریس کړ. بس هماغه هیله مې پر ذهن ناسته وه، هېڅ یې نه پریښودم، چې فکر په بله واړوم. له ټولګي راوواتم، په دهلېز کې را روان وم، چې له شا راباندې سلیم غږ کړ: الهامه، داسې په منډه یې، ودرېږۀ. یوې خواته شوم، چې نور کسان تېر شي، هغه هم راورسید، په اوږه یې راباندې لاس واچوۀ او راته یې ووې: ملګریه، په ټولګي کې مې هم درته پام وو، نن دې چورت بیخي خراب دی، ان شاءالله خیرت خو به وي، څه ستونزه خو نه وي؟ په خندا مې ځواب ورکړ: جار یاره، هېڅ ستونزه نشته، بېګا مېلمانه وو، تر ناوخته ورسره ناست وم، اوس بې خوبه یم، ځکه داسې معلومېږم، نور کومه خبره نشته. هغه بیا وویل: که کوم څه وي؛ نو له ما یې مه پټوۀ. مننه مې وکړۀ او هماغه خبره مې ورته تکرار کړۀ، چې صرف بې خوب شوی یم. ښه یې وکړل، له پوهنتون څخه راوواتو. هغه وې، چې زه کلی ته ځم، ډېر ټینګار مې وکړ، چې نن له ما سره پاتې شۀ؛ خو بل وخت پاتې کېږم، په وعده یې ځان خلاص کړ. خدای په اماني مو وکړۀ، هغه د کلي په طرف موټر ته پورته شو او زه په زرنج کې کېناستم، د کلینک مخته ترې کوز شوم. نن د هیلې په پلار د نورو ورځو په پرتله د ناروغانو رش زیات وو. خپل ځای ته لاړم، د کتابونو بکس مې کیښود او بیا د باندې راووتم. د نمبر لیکوونکي سره د څو کسانو لانجه وه، ویل یې، چې بې نوبته یې کس ته اجازه ورکړۀ. ورغلم، ورته مې وویل: ځینو کسانو بېګانی (د شپې) نوم لیکلی وي؛ خو ناوخت راشي، هغوی وصولاً اجازه لري، چې له نورو وړاندې شي، له دې پرته به هېڅوګ هم نه مخکې کیږي. هغوی خپله سرتمبګي کوله، چې موږ ساعتونه انتظار وکړ، هغه اوس راغی او داخل ته لاړ. په څه خوارۍ مې قناعت ورکړ، بیا مې نمبر لیکوونکي ته ووې: د چا چې نوبت وي، هغه دې ورځي، نور هېچاته بې نوبته اجازه مه ورکوۀ سمه ده یې ووې او ترې روان شوم. په ټول کلینک کې راوګرځېدم، هره برخه مې وکتله، کومه خاصه ستونزه نه وه. یوه بجه به وه، چې ډوډۍ تیاره شوه، ځان مې موړ کړ او د لمانځه لپاره نږدې جومات ته لاړم. لمونځ چې مې وکړ؛ نو لمر سخت خوند راکړ، هملته په جومات کې مې سر کيښود، هماغسې ویده شوی وم، چې موبایل ته مې زنګ راغی. په بیړه له ځایه پورته شوم، د موبایل سکرین ته مې وکتل، نامعلومه شمېره وه. اوکې مې کړ، په دری ژبه وغږېدۀ، ورته مې وویل: نمبر دې غلط کړی، اړیکه یې پرېکړۀ. زه په بیړه بېرته کلینک ته لاړم. رش یو څه کم شوی و؛ خو اوس هم خلک وو. خپلې کوټې ته لاړم، د چای پیاله مې ځان ته ډکه کړۀ او موبایل مې راوخیست، هیلې ته مې زنګ وکړ، تر څو د مور د ورتګ پوښتنه ترې وکړم؛ خو پورته یې نه کړ. لږ وروسته مې بیا زنګ وکړ، مګر بیا یې هم ځواب رانکړ. اندېښنه مې شوه، چې اوس ولې، موبایل نه پورته کوي؟ چای مې وڅښۀ، یو ځل بیا په ټول کلینک راوګرځېدم. ورځ هېڅ نه تېرېده، د مور ورتګ او هیلې ته مې تلوسه وه، چې اوس به څه شوي وي؟ د کال غوندې دغه لویه ورځ بلاخره تر مزدیګر ورسیده، خوښ وم، چې بس ماښام ته خو یو ساعت پاتې دی، کور ته به لاړم شم، مور به مې راغلې وي. ماښام ته نږدې چې کم ناروغان پاتې وو، ډاکټر وروغوښتم. حیران شوم، زړه مې درزا شروع کړۀ، مه ویل هسې نه، چې زما د مور ورتګ په اړه یې له کوره زنګ ورته وهلی وي. زړه مې بې واره ټوپونه وهل، چې ورننواتم، سلام مې وکړ، په مخامخ چوکۍ ورته کېناستم. علیکم سلام یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: الهامه، نن شپه همدلته پاتې یو، ځینې ناروغان راځي، ته هم راسره ښه یې. سمه ده، پاتې کېږم مې ووې. هغه وویل: بس همدا خبره مې درته کوله، نور د ماښام اذانونه کیږي، زه به دغه پاتې ناروغان وګورم، ورته غږ کړۀ. له ځای پورته شوم او د باندې راوواتم، نمبر لیکوونکي ته مې وویل: د چا نوبت دی، ناروغ ورولیږۀ او بیا کوټې ته لاړم. سخته غوسه راغلې وه، له ځان سره مې ووې: ښه اوس دا زما قسمت ته وګورۀ، په دې دومره وخت کې نن بیا دلته راباندې شپه شوه. له ماښام لمونځ وروسته مې کوچني ورور ته زنګ وکړ، لومړۍ مې د مور پوښتنه ترې وکړۀ، چې راغلې او کنه؟ هو راغلې ده، یې ووې. بیا مې پوښتنه وکړۀ، که دلته نږدې وي؛ نو ته موبایل ورکړۀ: ځواب یې راکړ: زه خو د باندې یم، چې کور ته لاړم شم؛ نو بیا زنګ درته کوم. اړیکه مې پرې کړۀ. په چوکۍ کې مې تکیه وکړۀ او دسمال مې په سر واچوۀ، په چورتونو کې ډوب وم، چې د هیلې زنګ راغی.له اوکې سره سم مې ورته ووې: زنګ خو پورته کوۀ، له اندېښنې دې مړ کړم. هغې وویل: اول سړی سلام کوي، تا جنګ پیل کړ، پوښتنه وکړۀ، چې ولې مې زنګ پورته نه کړ؟ په غوسه مې ځواب ورکړ: هو، بیا به یوه بهانه وکړې او خبره مې وغځوله: ښه اوس دا پریږدۀ، نن زه کلینک کې پاتې یم، مور درغلي وه، کنه؟ څنګه شوه؟ هو، مور راغلې وه یې ووې، چې نور څه یې ویل؛ نو د هیلې پلار کوټې ته راننوات، موبایل مې په بیړه له غوږ لرې کړ او ودارېدم. ډاکټر راته وویل: الهامه، وبخښۀ موبایل کې خبرې هم کوې، نن هغه دوه نرسان نشته، چې فقط هلته له مریضانو سره اوسې، زه دغه نوي راغلي ناروغان ګورم، که څه خبره وه؛ نو ماته وایۀ. سمه ده ولې نه مې ووې، موبایل ته مې وکتل اړیکه پرې وه، له ډاکټر سره له کوټې راووتم. هغه خپلې معاینه خانې ته لاړ او زه یې تر څنګ د مریضانو خونې ته. هلته راته مناسبه نه ښکاره کېده، چې هیلې ته بېرته زنګ وکړم، ځکه د کنټرول کمره هم لګېدلې وه او بل ناروغانو ته مزاحمت وو. وټساپ ته ننواتم، چې ومې کتل انټرنېټ مې ختم و او په موبایل کې مې هم دومره روپۍ نه وې، چې نور مې فعال کړی، صرف مې هیلې ته په لنډ لیکلي پیغام کې ولیکل: زه بیا وروسته زنګ درته کوم. هغې هم د پلار خبرې چې اورېدلي وي، په ځواب کې یې راولیکل: ته اوس له پلارجان سره کومک وکړۀ، بیا غږېږو. ښه غوسه راغلې وه؛ خو بله چاره نه وه، ځکه دلته مې دنده وه او پیسې یې راکولې. لږ وروسته مې کوچني ورور زنګ راوکړ، چې ناوخت دې کړ؟ ځواب مې ورکړ: بیخي مې له یاده وتلي و، زه نن همدلته کلینک کې پاتې یم، ناروغان زیات دي. سمه ده یې ووې او اړیکه مو پرې کړۀ. بار، بار به په مریضانو راګرځېدم او پوښتنه به مې یې کوله، چې کوم مشکل خو نه لري؟ تر ناوخته همدلته مصروف وم، یو وخت چې مې ساعت وکتل؛ نو څه د پاسه یوولس بجې وې. ډاکټر هغه نور ناروغان کتلي و، دواخانې والا ماته راغی او راته یې وویل: بس نور ته ورځۀ، زه همدلته یم. ورته مې ووې: کومه خبره نه ده، زه هم درسره یم؛ خو هغه ټینګار کاوۀ، چې نور تاته اړتیا نشته، ارام وکړۀ. خپلې کوټې ته راغلم، په بیړه مې هیلې ته زنګ وکړ؛ خو پورته یې نه کړ. لږ غلی شوم، چورتونه مې وهل، بیا مې ورته زنګ وکړ؛ مګر ځواب یې رانکړ. له ځان سره مې وویل: ویده شوي به وي، ناوخت دی. فکر مې بیخي خراب و، ځکه ټول ورځ او بیا شپه پته ونه لګېده، چې اوس څه شوي دي، مور مې ورته ویلي دي او کنه؟ نور خو پوهېدم، چې د هیلې پلار همدلته دی. همدا سوچ راسره مل و، هېڅ خوب نه راته، ډېر په یو او بل لټ واوښتم. اخېر له ځای پورته شوم او د باندې راوواتم. د کوټې مخ ته ایښي چوکۍ مې یو طرف د ناروغانو له کوټې پناه کیښوده او کېناستم. اسمان ته مې وکتل، سپوږمۍ لکه مسته پېغله ډېر په ناز یې هرې خواته رڼایي وېشلې وه او غلی یې د اسمان په شنه ځمکه قدم وهۀ. د باندې په سرک به یو نیم موټر تېرېده او زما پام به یې وراړوۀ. ماته نږدې په تازه غوړېدلي ګل باندې نه پوهېږم مچۍ ته ورته څه شی زڼېدل او زه د هیلې سوچ وړی وم. له ځان سره مې ویل: زما قسمت ته ګورۀ، اول ورځ نه تېرېده، لکه کال دومره اوږده شوه، چې شپه راغله، بیا دلته پاتې شوم. رڼا تته شوۀ، سپوږمۍ ته مې وکتل، ښکلی مخ یې تورو وریځو نیم ور پټ کړی و؛ خو هغې هڅه کوله، چې مخ لوڅ کړي او خلک یې له نندارې خوند واخلي. لږ وروسته په مکمل ټول سپوږمۍ د وریځو غېږې ته ورغلۀ او پر ځمکه تیاره شوه، زما هم نور زړه تنګ شو، بېرته کوټې ته لاړم او د خوب په ځای کې اوږد وغځېدم؛ مګر خوب مې هماغسې تښتېدلی و. ښه شېبه وروسته په موبایل کې همداسې مصروف خوب وړی وم. سهار کې د کلینک یو نرس راباندې غږ وکړ: پورته شۀ، ناوخت دی. په بیړه په ځای کې کېناستم، چې ساعت ته مې وکتل؛ نو څه د پاسۀ، نهه بجې وې. ژر، ژر مې کمپله ټوله کړه، تشتاب ته لاړم، لاسونه او مخ مې ومینځل. د پوهنتون وخت تېر شوی و، موبایل مې راواخیست، چې ګورم هیلې په اوو بجو کې دوه زنګونه راته وهلې وو. بېرته مې زنګ ورته ونه کړ، ځکه پوهېدم، چې هغه به په تولګي کې وي او ځواب نشي راکولای. له ځان سره مې پرېکړۀ وکړۀ، چې د هیلې له پلار به اجازه اخلم، کور ته به ځم. همداسې مې وکړل، معاینه خانې ته ورغلم، ورته مې وویل: زه یو ځل کور ته ځم، لږ کار مې دی، بیا ان شاءالله بېرته راځم. سمه ده، لاړ شۀ یې ووې او له کلینک راوواتم. دا چې د مور سره خبرو ته مې بیړه وه؛ نو زرنج ته پورته شوم د کور په لور مو حرکت وکړ. نیمه لاره به مو وهلي وي، چې په رش کې بند پاتې شو، زرنج والا ته مې پیسې ورکړې او زه ترې ښکته شوم. اوس تر کوره لس دقیقې لاره، لکه کال داسې شوه، هېڅ رسیدم نه. د کور په طرف کوڅې ته چې تاوو شوم؛ نو ایله مې زړه د ارام ساه واخیسته؛ خو په دې درزاېده، چې مور به مې ښه خبر راوړی وي او که بد؟ په همدې سوچونو کې له لویې دروازې داخل شوم، مور مې په برانډه کې لمر ته ناسته او د چای پیاله ورته ایښي وه. تر بیا ښې چارې.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
288 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
300 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
486 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)