32 برخه!سلام مې وکړ. علیکم سلام یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: زویه، سترګې دې داسې سرې دی، لکه چې د شپې د خوب نه دی کړی؟ ورته مې وویل: مورکې، بېګا تر ناوخته ناروغان وو، چې هغه ختم شول؛ نو بیا ماته خوب نه راته، اوس لږ بې خوبه یم. مور مې ماته هم د چایو پیاله ډکه کړۀ او راته یې ووې: دا وڅښۀ، بیا کوټه کې ویده شۀ. پیاله مې راواخیسته، ورته مې وویل: مورجانې خوب پریږدۀ، پرون د څه وکړل، ماښام مې میوند ته زنګ راوهلی و، هغه د باندې و. مور مې له چای غوړپ وکړ، بیا یې ماته ووې: زویه، ډېر ښه خلک دي، زه پرون ورغلي وم، له مور سره یې وغږېدم. هغې راته وې، چې زه خو هېڅ نه وایم، ما مې خپلې لور ته خوښه ورکړې ده؛ خو پلار یې لږ داسې بل ډول دی، چې بېګاته راشي؛ نو مشوره به ورسره وکړو، چې هغه څه وایي. ورته مې وویل: بیا موږ ته څنګه وایي، چې خوښه یې ده او کنه؟ ځواب یې راکړ: مور یې ویل، چې موږ به زنګ درته وکړو. د چای ترموز مې یوې خواته کړ، مور ته نږدې شوم، ورته مې ووې: مورکۍ ته خو به یې دومره په خبرو پوهېدلې وې، د هغوی زړه وو، چې موږ ته یې راکړي؟ ځواب یې راکړ: د ډاکټرې او مور خو یې زړه وو، له پلار څخه یې نه یم خبره، بیا یې خبره وغځوله: که له دې خلکو سره مو دوستي وشي؛ نو بختور یو. دومره ارام او عزتمند خلک دي، چې پوښتنه یې مه کوۀ، بل دغه جینۍ ډېره تکړه ده، له لاسه یې هر څه پوره دي. موږ غرمه نږدې ورغلو، په یو ساعت کې یې هر څه تیار کړل. په خندا مې ورته ووې: مورکې، ولې ته ما نه ګورې، دا هم زما غوندې تکړه ده، چې دواړه یو ځای شو؛ مزې کوۀ. مور مې هم وخندل او بیا یې زیاته کړۀ: اول هر څوګ ښه وي؛ خو داسې نه وي، چې وروسته ما پریږئ او تاسو بېل شئ. ورته مې وویل: مورکۍ، خدای دې نه کړي، داسې هېڅکله مه وایۀ، موږ له تا پرته نور څوګ لرو؟ بیا مې خبره وغځوله: مورې، ته دې ته زړه مه خورۀ، داسې چې کېږو، خدای مو دې بیخي واده نه کوي. مور مې ووې: زویه، زه په دې خوشالېږم، چې تاسو ښه ژوند ولرئ او ارام وئ او بیا له ځایه پورته شوۀ، راته یې وویل: سترګې دې له خوب ډکې دي، لاړ شۀ ویده شۀ، زه به د غرمې ډوډۍ غم وخورم. سمه مې ووې او مور مې د نغري په لور لاړه او زه د کوټې. د اوبو جېک مې ځان ته پر مېز کیښود او په کټ کې څملاستم، دا چې د شپې مې بیخي کم خوب کړی و؛ نو په څو شېبو کې ویده شوی وم. یو وخت چې کوچني ورور غږ راباندې وکړ، ساعت ته مې وکتل، څه د پاسۀ، دوه بجې وې. په بیړه له ځای پورته شوم، اودس او لمونځ مې وکړل، مور مې ډوډۍ راته تیاره ایښي وه، هغه مې وخوړۀ او کلینک ته روان شوم. په لار کې مې نن بیا پر دې سوچونه وهل، چې د هیلې پلار به څه وایي؟ بېګاته به کور ته ځي او کنه؟ خو په دې مې ځان ته داد ورکوۀ، چې مور یې خبره منلي وي؛ نو ان شاءالله پلار به یې هم څه نه وایي. پنځلس دقیقې وروسته کلینک ته راورسیدم، چې ومې کتل، نن د نورو ورځو په پرتله ناروغان کم وو. د هیلې پلار هم له یو پېژنګلوي مریض سره له معاینه خانې د باندې د خدای په امانۍ په پار راوتلی و. هغه یې رخصت کړ، چې زه یې ولیدم؛ نو یې راته ووې: الهامه، بیخي مې له یاده وتلي و؛ کنه ما ویل، چې زه به درته زنګ کوم، چې بېګا بې خوبه شوی یې، نن مه راځۀ. مننه مې وکړۀ، بیا مې ورته ووې: ډاکټر صیب، خوب مې وکړ، ځکه ناوخت هم شوم، په کور کې چې څه کار نه وي؛ نو تنګېږم، له هغه دلته ښه یم. سمه ده یې ووې او بېرته خپل کار ځای ته ننواته. زه د دواخانې والا خواته ورغلم. هغه چې ولیدم؛ نو راته یې ووې: پخیرونو، ایله چې ومې لیدې، ټوله ورځ مې نه تر سترګو کېدې، زه مصروف وم او که ته نه وې؟ په خندا مې ځواب ورکړ: تاسو کله زما غوندې غریبان وینئ، خدای به دغه وختونه هم تېر کړي. هغه هم موسک شو او راته یې وویل: د کلینک مالک یې، بیا څنګه غریب شوې، اصل کې خو باید موږ ګیله وکړو، چې پوښتنه نه کوې. ورته مې ووې: بېګا چې ته راغلې او ماته دې اجازه راکړۀ، تر څو ویده شم؛ نو یو وار مې خوب وتښتېده، په ټوله شپه کې به مې یو ساعت خوب هم نه وي کړي؛ نو سهار سخت بې خوبه وم او بل مې په کور کې لږ کار هم و، کور ته لاړ وم، اوس راغلم. ښه خیرت وو؟ یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: بس مکسد چې ښه وې، نور یې کیسه کې مه کېږۀ. هو خیرت وو، مې ورته ووې او بیا مو تر ډېره کیسې وکړې، د مزدیګر له اذان سره ترې خپلې کوټې ته راغلم. لږ وروسته چې مې لمونځ وکړ؛ نو د باندې په مریضانو وګرځېدم، ماښام ته نږدې ټول ناروغان ختم شول او نن د هیلې پلار هم وختي کور ته لاړ. دا چې نور کار نه وو؛ نو زه هم کور ته روان شوم، خوښ وم، چې نن د هیلې پلار وختي لاړ؛ ځکه خبره به معلومه شي. له ځان سره مې ویل: نن مې ټوله ورځ له هیلې سره خبرې نه دي کړي، د شپې به لږ ناوخت زنګ ورته وکړم، تر هغه یې ګوندې مور هم له پلار سره غږېدلي وي. د شپې مې چې ډوډۍ وخوړۀ؛ نو تر ډېره له مور او وروڼو سره ناست وم، تقریباً نهه بجې به وې، چې د څنګ کوټې ته واوښتم، تر څو هیلې ته زنګ وکړم.لمونځ مې وکړ، بیا مې موبایل راواخیست او هیلې ته مې زنګ وکړ؛ خو ځواب یې رانه کړ. ساعت ته مې وکتل دومره ناوخت هم نه و، له ځان سره مې ووې، چې شاید له مور او پلار سره به ناسته وي؛ نو بل زنګ مې ونه کړ. کټ ته پورته شوم، بالښت ته مې تکیه وکړۀ او فسبوک مې راخلاص کړ. تر ډېره په هماغه کې اخته وم، چې د هیلې زنګ راغی. له اولې ټالۍ سره سم مې اوکې کړ: په خندا یې ووې: لکه چې تیار ورته ناست وې، دومره ژر دې پورته کړ؟ په خندا مې ځواب ورکړ: په فسبوک کې لګیا وم، چې زنګ دې راغی؛ نو ځکه مې ژر اوکې کړ. ښه یې وکړل او بیا یې وویل: اې ریښتیا سلام. ځواب مې ورکړ او ورته مې ووې: لکه چې اول دې سلام له یاده وتلی و؟ په خندا یې وویل: لېونۍ یم، اول د موبایل په زر پورته کېدو لګیا شوم. ورته مې ووې: ته خو دغسې یې، د سلام پر ځای کله له اوله جنګ کوې او کله بیا داسې خبرې وي. غلی شۀ، یې راته ووې او بیا یې زیاته کړۀ: هر وخت کله داسې یم، تاته هغه بل پرون نه یادیږي، چې له اوکې سره سم دې جنګ پیل کړ، ځان نه وینې؛ خو ماته دې داسې پام وي. په خندا مې ځواب ورکړ: ښه دا خبرې پریږدۀ، داسې نه وي، چې له ټوکو ریښتیا جنګ جوړ شي، څنګه یې؟ ښه یمه یې ووې او بیا یې له پوښتنه وکړۀ، چې ته څنګه یې؟ ورته مې وویل: شکر دی بیخي ښه یم؛ خو ته مې یادېږې، د پرون مزدیګر راهیسې نه وو سره غږېدلي. هغې ووې: قربان دې شم، زه دې صدقه، زما هم ډېر یادېږې، زړه مې داسې درته وچ وو؛ خو پرون شپه ته له پلار سره وې، نن د ورځې زما لږ کارونه وو، بس موقع نه وه، چې زنګ مې درته وهلی وای؛ خو ښه شوه، چې اوس مو خبرې وشوې. هو شکر دی مې ووې او بیا مې زیاته کړۀ: زنګ مې درته وکړ؛ خو پورته دې نه کړ؟ ځواب یې راکړ: زه د مور دوی سره ناسته وم او موبایل مې هغه بله کوټه کې ایښی و. ښه مې وکړل او بیا مې پوښتنه ترې وکړۀ، چې څنګه شوه؟ هغې ځان ناګاره واچوۀ، څه شی څنګه شوه؟ په خندا مې ځواب ورکړ: وای ریښتیا غلط شوم، هېڅ شی هم نه. له خندا شنه شوه، راته یې ووې: داسې ژر دې کیسه واړوله، ښه سره پوهېږو. ورته مې وویل: زه پوهېدم، چې ښه پوهېږې؛ خو هسې مې غږوې. لږ غلي وه، بیا یې زیاته کړۀ: زه ترې اوس بلې کوټې ته راغلم، مور او پلار جان ناست وو، زما په مخکې خو نه پرې غږیږي، کېدای شي اوس مې مور ورته ویلي وي. زه بیا سبا له مور پوښتنه کوم. ورته مې وویل: هیلوووو، پلار جان دې څنګه دی؟ هسې نه چې مخالفت وکړي، وایي به چې دا ګوره او موږ ګورۀ، ما نور څه ویل، چې هغې مې خبره پرې کړۀ: بس، نور مه غږېږۀ، ولې تاسو څنګه یئ او موږ څنګه؟ هېڅ وخت به دغه خبرې نه کوې. پلار مې هم په دا کیسو پسې نه ګرځي، اوس څه نشم ویلی، سبا چې مې پلار کلینک ته لاړ شي؛ نو زه له مور پوښتنه کوم، چې څه یې سره ویلي دي. بیا مې ورته ووې: هیلوګۍ، زه خو داسې وېرېږم، که پلار دې خبره ونه مني؛ نو بیا به څه کوو؟ هغې په خندا وویل: لېونیه، هېڅکله منفي فکر مه کوۀ، لا خو خبره بیخي معلومه نه ده، ته دا خبرې کوې، خدای به هر څه سم کړي، ان شاءالله، زړه مه خورۀ. ورته مې ووې: زما خو زړه دومره، دومره درازیږي، ته به وایې، چې له سینې بهر راوځي، څه به کیږي؟ له زړه دې جار شم یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: په خدای باور ولرۀ، اندېښنه مه کوۀ، هر څه هغه لوی رب کوي. هو بېشکه مې ووې او بیا هغې خبره بله خوا واړوله: ښه کارونه دې څنګه دي؟ پلار جان خو به دې زیات ستړی کوي نه؟ ځواب مې ورکړ: نه، بیخي لکه ساعتری، بل زما کار ستړی کوونکی نه دی. تر ناوخته مو ډېرې کیسې وکړې، بیا هغې ووې: اې الهامووو، ته ساعت ته وګورۀ، سبا به پوهنتون ته ځو او بیا ستا کلینک دی. هو مې وکړل او ورته مې وویل: نور ویده کېږو؛ خو سبا به په وخت راته معلومات راکوې، چې پلار دې څه ویلي دي. سمه ده یې ووې، بیا یې د معمول په څېر خدای پاماني راسره وکړۀ: سترګې دې ښکلوم، ښه شپه ولرې. خواږه خوبونه ګورۀ، چې بغېر له ما دې بل څوک په خوب رانشي؛ ګني وژنم دې. ورته مې وویل: ستا نه بغېر هېڅوګ نه وینم، ته ارامه ویده شۀ او اړیکه مو پرې کړۀ. اوس مې نو د هیلې پلار به څه ویلي وي، ذهن ته راولوېدل، تر ډېره یې ویښ ساتلی وم؛ خو بیا مې په دې ځان ته داد ورکړ، چې هغه یو ډاکټر دی او بل ډېر مهربان ، ان شاءالله د لور د خوښې مخالفت به نه کوي. په همدې سوچونو کې خوب د ځان ملګری کړی وم، سهار چې مور راباندې غږ وکړ؛ نو په بیړه راپورته شوم. اودس او لمونځ مې وکړل، د مور کوټې ته لاړم. لمر تازه څرګ وهلی و، چې چای تیار شو، له هغه وروسته نن لږ وختي کلینک ته روان شوم، ځکه غوښتل مې چې په لاره هیلې ته زنګ وکړم، چې خبره څنګه شوه؟ له کوره چې راوواتم؛ نو لږ وړاندې مې موبایل راواخیست، د هیلې نمبر مې اوکې کړ؛ مګر زنګ تېر نشو. بیا مې وکتلو؛ خو شمېره یې بند وه. تر کلینک پورې مې یې څو ځلې شمېره وکتله، مګر بې ګټې وه. اندېښنه مې شوه، چې بېګا یې راته ویل، زه معلومات درکوم او اوس یې بیخي موبایل بند دی. شیطان دغه وسواسه راپیدا کړۀ، چې ممکن پلار یې مور ته، منفي ځواب ورکړی وي؛ نو ځکه به یې نمبر بند کړی وي. تر بیا ښې چارې
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
288 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
300 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
486 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)