oiuytrew
ریس خادیم

33 برخه

213 لیدنې 12 رایې
3.3 (12)
ریس خادیم
ریس خادیم 23 Aug 2026

33 برخه!کلینک ته چې ورسیدم؛ نو سیده خپلې کوټې ته لاړم. لږ کېناستم، بیا مې خاضري امضاء کړۀ او پوهنتون ته روان شوم. د هیلې نمبر بندېدو ته مې سخته تلوسه وه، پوهنتون ته نږدې مې موبایل ته زنګ راغی، په بیړه مې یې سکرین ته وکتل، د نرسې شمېره وه، اواز مې پرې بند، ځواب مې ورنه کړ. څو شېبې وروسته یې بیا زنګ راووهۀ، غوسه راغلۀ؛ خو بیا مې هم اوکې کړ. سلام یې وکړ او بیا یې راته ووې: ته خو زنګ نه کوې، چې زه یې کوم، ځواب خو راکاوۀ. علیکم سلام مې ووې او بیا مې ورته وویل: لږ مصروف وم، که مې نه پورته کاوۀ، اوس مې هم خبرې درسره نه کولې. اممممم یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: زه چې دې پوښتنه ونه کړم؛ نو ته یې نه کوې، ولې بده دې راځم؟ په خندا مې ځواب ورکړ: دا خبرې بیا له کومه راپیدا شوې، یو خو ته هر وخت ګیلې کوې. خود به یې کوم یې ووې او خبره یې وغځوله: نه پوهېږم، ځان دې بې پروا کړی دی او که ریښتیا دغسې یې. ورته مې وویل: ولې زه څنګه یم؟ ځواب یې راکړ: وخۍ، څه ساده یې، اوس درته معلومه هم نه ده، چې ته څنګه یې، هر څه کوۀ؛ خو دا ځان ناګاره مه اچوۀ. هغې نور څه ویل؛ خو خبره مې یې ونیوه: خدای خبر ولې راته داسې وایې، زما سره شف، شف مه کوۀ، ساده سړی یم، هر څه صفا راته ووایۀ. ویې خندل او بیا یې زیاته کړۀ: اوس یې خوند وکړ، چې ته ساده شوې؛ نو له نورو خو ګیله نه ده پکار، وخۍ زړه مې درته بد شو. هو کنه مې ورته ووې. لږ غلی وه، بیا یې راته وویل: اې ریښتیا، ته چې کوم کلینک کې کار کوې، هغه زما د ترور خاوند دی، زه خبره نه وم؛ خو هغه بل پرون مې له ترورزۍ سره خبرې کولې، د څه شي نه خو خبره راغلۀ، ان ریښتیا رایاد شول، مور دې زموږ کره راغلې وه، ترورزۍ مې راته ووې، چې زوی یې زما له بابا سره کار کوي. ځان مې بیا ناخبره واچوۀ، ورته مې ووې: ښه هغه ستا خپلوان دي؟ ډاکټر ډېر ښه سړی دی. هو یې وکړل او راته یې ووې: که کوم مشکل و؛ نو ماته وایۀ، زه به مې ترور/ د ترور لور ته وایم، داسې یې وبولۀ، چې خپل ځای دې دی. مننه مې وکړۀ، نور مې نه غوښتل، چې خبرې مو اوږدې شي؛ نو مې ورته وویل: زه پوهنتون ته راورسېدم. سمه ده یې ووې او بیا یې راباندې ټینګار وکړ، چې که کومه ستونزه وي، ماته به وایې. ورته مې وویل: خدای دې کوم مشکل نه پېښوي، که بیا هم کومه خبره وه؛ نو حتماً درته وایم، نور مو خدای په اماني وکړۀ. اړیکه مو چې څنګه پرېکړۀ، هیلې ته مې زنګ وکاته؛ خو بند وه. بیخي حیران وم، چې اوس څه وکړم، په همدې سوچونو کې د پوهنتون په عمومي دروازه داخل شوم، سیده د ټولګي په طرف لاړم. دیوال ته نږدې په چوکۍ کېناست او پښې مې وغځولې، هېڅ نه پوهېدم، څه وکړم، اندېښه مې شېبه په شېبه زیاتېده. په څو دقیقو کې نور ټولګیوال هم راغلل، چې زه یې ولیدم؛ نو راته یې ویل: خیرت دی، څنګه داسې یوازې ناست یې؟ ځواب مې ورکړ: هو خیرت دی، نن لږ وختي راغلی وم؛ نو ځکه. په څو شېبو کې ټولګی ډک شو، د درس شروع کېدو ته هم کم وخت پاتې و، چې سلیم راغی او څنګ ته مې کېناست. ستړي مشي مې ورسره وکړل، راته یې ووې: ته څنګه نن له ما څخه وختي ټولګي ته راغلی یې؟ ما خو د باندې کتلې. ورته مې وویل: نن له تا مخکې راغلم، ما وې، چې څه به هره ورځ وروسته راځم. ویې خندل او بیا یې زیاته کړۀ: افرین والا، دا تکړه شوی یې. ما هم وخندل او په اوږده مې ووهۀ، ورته مې وویل: څه کیسې دي؟ کلي کې خیرت و؟ ځواب یې راکړ: بیخي ارامه ارامي ده، کلي کې هم خړې مزې دي، ته وایۀ، څنګه چل دی، ښار مو په څه غورو کې دی؟ کارونه خو دې ان شاءالله ښه دي؟ ورته مې ووې: والا تر اوسه خو د الله احسان دی، قراري ده، کارونه مې هم بیخي ښه دي، بس دومره پکې مصروف یم. هغه څه ویل غوښتل، چې استاد ټولګي ته راننوت. خبره یې پاتې شوه، د استاد سلام ته مو ځواب ورکړ او ټول د هغه خواته متواجې شوو. زه ظاهراً په ټولګي کې درس ته ناست وم؛ خو فکر مې له هیلې سره بند و. له ځان سره مې ویل: ولې یې موبایل بند دی؟ کومه ستونزه ده؟ پلار یې منفي ځواب ورکړی او که څنګه؟ خو هېڅ مې سر نه خلاصېده، هر څومره هڅه مې چې کوله، تر څو درس ته پام واړوم او متواجې اوسم؛ خو نه کېده. یو په بل پسې ساعتونه بدلېدل؛ مګر زه هېڅ پوه نه شوم، چې کوم استاد، څه شی تدریس کړل؛ خو پوهنتون رخصت شو. هیلې ته مې سخته غوسه راغلې وه، له ځان سره مې ویل، چې هر څنګه خبره وي، موبایل خو مه بندوۀ. بېرته تر کلینک پورې په لاره هېڅ پوه شوی نه یم، تقریباً یوه بجه به وه، چې ډوډۍ تیاره شوۀ، زړه ته مې نه کېده؛ خو ورسره کېناستم. څو مړۍ چې مې وکړې؛ نو موبایل ته زنګ راغی. له جېب مې راوویست، چې ګورم د هیلې شمېره وه، ډوډۍ مې پریښودۀ، د باندې ورته راوواتم. موبایل مې اوکې کړ، هغې سلام وکړ، غلی مې ځواب ورکړ، راباندې پوه شوه، چې غوسه یم. په خندا یې راته ووې: بیا دې ولې خوله کاږه نیولي ده، خیرت دی؟ ورته مې وویل: هو، موبایل دې بند دی، ماته دې ښه معلومات هم راکړل، بیا وایې، چې خوله دې ولې کاږه نیولي ده. ما نور څه ویل، چې هغې خبره راپرېکړۀ: الهاموووو بخښنه غواړم، بېګا چې ویده کېدم؛ نو موبایل راپسې بند شوی و، سهار د پوهنتون راباندې ناوخت شوی و، په بیړه مې ځان برابر کړ، موبایل مې بیخي له یاده وتلي و، هماغسې کور کې رانه پاتې و، نور زما له زړه هم نه وې وتلی، ځکه پوهېدم، چې اندېښنه به دې وي؛ خو هېڅ چاره نه وه، اوس راغلم، دادی سمدستي مې درته زنګ وکړ. لږ غلی وم، بیا مې ورته ووې: ته همداسې بې غمه یې، په ما دې قیامت تېر کړ، ما ویل اوس څه درباندې وشول، چې موبایل دې بند دی. ویې خندل، بیا یې بخښنه وغوښته او زیاته یې کړۀ: ښه څنګه یې؟ پوهنتون ته راغلی وې؟ ښه یم، هو پوهنتون ته تللی وم، مې ووې، ته څنګه یې؟ زه هم ښه یم یې ووې. بیا مې د پلار پوښتنه ترې وکړۀ، چې څنګه چل شو؟ هغې وویل: همدا اوس کور ته راغلم اول مې تاته زنګ وکړ، تر اوسه له مور سره نه یم غږېدلې، ډوډۍ چې وخورم؛ نو پوښتنه ترې کوم، تاته بیا وایم. په خندا مې ورته ووې: هسې نه وي، چې ورکه شې؟ هغې هم وخندل او ځواب یې راکړ: نه، چې څنګه مې ډوډۍ وخوړۀ؛ نو له مور پوښتنه کوم، څه یې چې ورته ویلي، زه تاته وایم. ښه مې وکړل. هیلې خدای په اماني وکړۀ، اړیکه مو پرې کړۀ. زه بېرته کوټې ته لاړم، دوی ډوډۍ خوړلې وه، اشپز ماته شیان پريښي وو، ورته مې وویل: مننه، زه موړ یم، دسترخوان ټول کړۀ. هر څوګ خپلو ځایونو ته لاړل، زه لږ کېناستم، بیا یو ځل په ناروغانو او کلینک وګرځېدم، له هغه وروسته مې اودس او لمونځ وکړل، خپلې کوټې ته لاړم، د هیلې زنګ ته منتظر شوم. څو دقیقې به وتلي وي، چې کس راغی، راته یې ووې: ډاکټر صاحب دې غواړي. حیران شوم، کس ته مې وویل: سمه ده، درغلم. له ځایه راپورته شوم، زړه مې درازېده، چې هسې نه د هیلې د موضوع په اړه څه راته ووایي. سره ددې چې راباندې سخت فشار و، د ډاکټر خونې ته ورغلم، سلام مې وکړ. ځواب یې راکړ، بیا یې راته ووې: الهامه زه تا داسې بولم، لکه د کورنۍ غړی، د زړه درزا مې بیخي زیاته شوۀ، نرۍ خواله راباندې راغلۀ، هغه خبره وغځوله: زه شاید څه موده کابل ته د ځینو کارونو لپاره لاړ شم، زما پر ځای دلته تر هغه بل ډاکټر راځي؛ نو په کلینک به پام کوې، هر څه تاته سپارم. اوږده ساه مې واخیسته، له ځان سره مې شکر ادا کړ، بیا مې د هیلې پلار ته وویل: ما هم لکه خپل کلینک دغه ځای داسې ګڼلی دی، ان شاءالله ته دې بې غمه خپل کارونه وکړۀ، زه همدلته یم. مننه یې وکړۀ، راته یې ووې: ممکن سبا لاړ شم، ځکه مې ته اوس راوغوښتې، نور خو خپل پوهېږې، زما ویلو ته اړتیا نشته. بیا مې ورته وویل: ته دې بې غمه خپل کارونه وکړۀ، زه همدلته یم، هېڅ چورت به نه خرابوې، فکر وکړۀ، چې ته دلته یې. په مُسکا یې راغبرګه کړۀ: همداسې فکر کوم، په تا لکه د ځان غوندې ډاډه یم او بیا یې زیاته کړۀ: نور ورځۀ، بس دې همدې لپاره مې راغوښتی وې. سمه ده مې ووې او ترې راوواتم. د هیلې زنګ ته بې صبره منتظر وم، کېناستو خوند نه راکاوۀ، له کلینک څخه د باندې راوواتم، د سرک هغه غاړه مې د خلکو په ګڼه کوڼه سترګې ولګېدې، زما هم تلوسه شوۀ، نږدې ورغلم، چې ګورم، یو ښکلي ځوان په سپینو کالیو کې په وینو لت پت پرون دی، تر څنګ ولاړ کس نه مې پوښتنه وکړۀ، چې دا څوګ دی او ولې؟ هغه وویل: زه له موټر ښکته شوم، موټرسیکل سپارو په دغه کس چې په پښو روان و، ډزې وکړې، بېچاره په سر ولګېده ځای، په ځای یې ساه ورکړۀ. سخته خوا مې پرې بده شوه. د خلکو بیروبار لا نور زیاتېده، چې د پولیسو رېنجر موټر راورسېدل، خلک یې خواره کړل، لاره یې بنده کړۀ، له نږدې دوکاندار څخه یې پوښتنې کولې، زه بېرته کلینک ته راغلم؛ خو د ویشتل شوي ځوان څېره مې سترګو، سترګو ته کېده، کورنۍ مې یې په ذهن کې راتېره شوۀ. له ځان سره مې وویل: ددې وطن له کومې بدبختۍ به انسان سر وټکوي، زه په همدې چورتونو کې وم، چې نمبر لیکوونکي راباندې غږ وکړ: الهامه، چې ډاکټر صاحب ته دې ویلي وای، زه به نن لږ وختي لاړ شم. ورته مې وویل: کومه خبره نه ده، ورځۀ نن به پاتې خلکو ته زه نمبر ولیکم، په دې کې نو کومه خبره ده. سخت خوشال شو، مننه یې وکړۀ، په بیړه له کوټې ووت. موبایل مې راواخیست، چې ګورم څو دقیقې وړاندې هیلې دوه زنګونه وهلي دي، له ځان سره مې ووې، چې هلته په ګڼه کوڼه کې وم، زنګ یې وهلی دی، ځکه مې نه دي اورېدلي، په بیړه مې زنګ ورته وکړ؛ خو پورته یې نه کړ. څو شېبې وروسته مې بیا وکاته؛ مګر بیا یې هم ځواب رانه کړ. فکر مې وکړ، چې شاید اوس به مصروفه وي، نور مې نو پریښوده؛ خو د پلار خبرو ته مې یې بیخي زیاته تلوسه وه، چې څه به یې ویلي وي. تر مزدیګزه څو ملګرو زنګونه راته وکړل، ما به په دې نیت چې ګوندې هیله ده، ډېر ژر موبایل راواخیسته؛ خو هغه به نه وه. له لمانځه وروسته چې کله خپلې کوټې ته راننواتم، لا ناست نه وم، چې د هیلې زنګ راغی. له اوکې سره سم یې راته ووې: بیا مرور نه وې، دوه زنګونه مې درته وکړل، ځواب دې رانکړ، وروسته تا راته زنګونه کړي وو، هغه ستاسو ګونډۍ ترورزۍ مې (نرسه) راغلې ده، له هغې سره د مور په کوټه کې ناسته وم، اوس د څنګ کوټې ته راغلم، چې موبایل مې وکتلو؛ نو زنګونه دې کړي وو. ورته مې وویل: کومه خبره نه ده، زما هغه وخت لږ کار و، چې اوزګار شوم؛ نو زنګ مې وکړ، پورته دې نه کړ، پوه شوم، چې مصروف یې، ما د پلار سره د مور غږېدو پوښتنه کوله، چې هیلې ووې: الهامووو اوس مور غږ کوي، ان شاءالله بېګاته زنګ درته کوم. سمه ده مې وکړل او اړیکه مو قطع کړه. اوس نو له مزدیګر څخه د شپې پورې وخت راته کال شو، هېڅ تېرېده نه. ماښام ته نږدې د هیلې پلار کور ته لاړ او ماته یې هم د تګ وویل. لږ وروسته زه هم کور ته پلی روان شوم. په اسمان کې تورې وريځې خوارې وې، لکه باران ته یې چې زړه وي، نری باد شروع شو، کور ته نږدې مې کوچني ورور ته زنګ وکړ، چې څه شی خو غواړئ نه؟ له مور یې پوښتنه وکړۀ، بیا یې راته وویل: لږ مستې درسره راوړۀ. سمه ده مې وکړل او له نږدې هټکۍ (دوکان) څخه مې یو کیلو مستې راواخیستې او کور ته راغلم. له ډوډۍ او چای وروسته د څنګ کوټې ته لاړم، د هیلې زنګ ته منتظر وم. تر بیا ښې چارې.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (12)

12 ټولې رایې

5★
2
4★
3
3★
4
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan