oiuytrew
ریس خادیم

34 برخه

256 لیدنې 12 رایې
3.9 (12)
ریس خادیم
ریس خادیم 23 Aug 2026

34 برخه!نه پوهېږم، نن د نورو وختونو خلاف د خوب راباندې زور و، په کټ کې اوږد وغځېدم، په څو شېبو کې خوب وړی وم. سهار چې مور راباندې لمونځ ته غږ وکړ، فکر مې کاوۀ، چې خوب وینم؛ خو د پښې له لویې ګوتې یې وښورلم؛ نو په بیړه په ځای کې کېناستم. مور مې راته ووې: هله زویه، د لمر سترګه راخیږي، لمونځ درنه قضاء نشي، شیطان ته لغت ورکړۀ، پورته کېږۀ. سمه ده مورې مې ووې، له کټ راپورته شوم، چې اودس مې وکړ؛ نو هیله رایاده شوه، چې ماته خو یې د زنګ ویلي و؛ مګر زه خو ترې ویده شوی وم. ژر کټ ته لاړم، بالښت مې پورته کړ موبایل نه وه، چې کمپل مې وڅنډله؛ نو ترې راوغورځېده، سکرین ته مې یې وکتل، زنګ یې نه وو راغلی. موبایل مې بېرته کیښود او په لمانځه ودارېدم. لمونځ چې مې وکړ؛ نو مور راغږ کړ، چای تیار دی، راځۀ. جاینمار مې ټول کړ، د مور دوی کوټې ته واوښتم. چای ته چې کېناستم؛ نو د هیلې د پلار خبره رایاده شوه، چې راته ویلي یې و: زه سبا کابل ته ځم، کلینک باندې پام کوۀ. ژر، ژر مې چای وڅښۀ، د نور کله څخه لږ وختي کلینک ته روان شوم، چې له کور څخه راوواتم؛ نو هیلې ته مې زنګ وکړ. له اوکې سره سم یې په خندا راته ووې: الهاموووو هماغه ستا خبره شوه، زه خو بېګا بیا درنه ورکه شوم، ترورزۍ مې (نرسې) شپه وه او بل مې بابا نن کابل ته ځي، هغه ته مې تر ناوخته کالي اوتو کول. ورته مې وویل: زما لېونۍ هېڅ خبره نه ده، انسان خو هر وخت په یو حال نه وي، بیا مې خبره وغځوله: هو، بابا دې پرون ماته ویلي و، چې زه سبا د ځینو کارونو لپاره کابل ته ځم. هیلې ووې: داسې درته خپه وم، ما ویل هسې نه مرور وې، ته خو فقط بهانه غواړې. په خندا مې ځواب ورکړ: ای ته هم، زه نو کله مرور شوم یم، چې اوس ته وایې! وای ریښتیا هغه خو بل څوګ دی، یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: بخښنه غواړم، زه غلطه شوم، خدای خبر پام مې چېرته و، نور له خندا شنه شوه. ورته مې وویل: خاندۀ، خاندۀ، زه به دې هم خوښ شم. هغې ووې: اوس ما څه ویلي دي، ته خو مې نه ښودلې، غلطه شوم، نور یې څه یې ویل، چې خبره مې یې پرېکړۀ: ته اوس دا کیسې پریږدۀ، بابا دې ستا او زما په اړه څه وې؟ لږ غلي وه، بیا یې ځواب راکړ: الهامه، نور له دې خبرې تېر شۀ، زه دغه څه موده ځان اخوا دېخوا کوم؛ خو ته نه پوهېږې. ټکان مې وخوړ، لکه په نشه کې چې وم، خبرې راڅخه ورکې شوم، حیران دریان وم، نه پوهېدم څه وکړم، چې هیلې غږ کړ: اې، څنګه غلی شوې، زما خبره واورۀ. هغې څه ویل، چې د پلار زنګ یې هم پرې راغی، ورته مې وویل: ته صبر وکړۀ، چې بابا دې زنګ راوهي. هیلې اړیکه پرې کړۀ، د پلار نمبر مې یې اوکې کړ: سلام یې وکړ او بیا یې پوښتنه وکړۀ، چې چېرته یې؟ علیکم سلام مې وکړل او ورته مې وویل: بس نور کلینک ته نږدې یم، څه خبره وه؟ ښه زه درته منتظر یم یې ووې، نور یې اړیکه قطع کړۀ. زه هېڅ په ځان نه پوهېدم، چې چېرته او د څه لپاره روان یم، بیا مې هیلې ته زنګ ونه کړ، کلینک ته راغلم. چېپټر مې پخپله کوټه کې کيښودل، د هیلې پلار ته ورغلم. هغه له معاینه خونې څخه بهر دواخانې ته لاړ و، زه هملته ورغلم، چې ویې لیدم؛ نو راته یې ووې: زما ځای ته درځۀ، دادی زه هم درغلم. بېرته یې معاینه خونې ته لاړم او له دروازې سره نږدې په چوکۍ کېناستم. د هیلې خبرو مې په سر درد کړ، بیخي له عادي حالت څخه وتلی وم. له ځان سره مې ویل: ښه، هغې ځکه کله یوه او کله بله بهانه کوله، چې پلار یې منفي ځواب ورکړی و. زه په همدې چورتونو کې ډوب وم، چې د هیلې پلار راننواته، له ځای پورته شوم لاس مې ورکړ، راته یې ووې: اوس لږ وروسته هغه بل ډاکټر درته راځي، لکه د نورو ورځو خپل کارونه مخته وړئ، نور خو له هر څه سره خپله بلد یې، ان شاءالله زما کارونه هم دومره وخت نه نیسي، بېرته ژر راځم. ورته مې وویل: ته بې غمه خپل کارونه په ارامه سره وکړۀ، دلته به هېڅ تشویش نه کوې. سمه ده یې ووې، د باندې راوواتو خدای پاماني مو وکړۀ، هغه کابل ته روان شو، زه خپلې کوټې ته لاړم. هر څه راته ګډ وډ ښکاره کېدل، فکر مې هېڅ پر ځای نه و. هڅه مې وکړۀ، چې د هیلې خبرې له ذهن څخه وباسم؛ خو دومره نورې راته مخته، مخته کېدې. له ځایه پورته شوم، د باندې په ناروغانو وګرځېدم، بیا دواخانې ته لاړم، داسې په ټول کلینک راوګرځېدم؛ مګر پام په بله نشو، حالت مې شېبه، په شېبه خرابېده، د سر درد مې دومره شدید شو، چې ما ویل پړک چوي. څه د پاسه اووه بجې وې، چې بل ډاکټر راغی، ستړي مشي مې ورسره وکړۀ، تر معاینه خونې ورسره لاړم، دا چې ناروغان منتظر و؛ نو ژر ترې راوواتم، ورته مې وویل: زه همدلته یم، چې څه شی دې پکار کیږي یا کومه بله خبره وي؛ نو راځم. مننه یې وکړۀ، ترې روان شوم. په کلینک د دواخانې شاته ونې لاندې مې راته چوکۍ کیښوده او کېناستم. ښه شېبه شیطان رنګه رنګ خبرې راته کولې: همدا نن کار پریږدۀ، نور هېڅکله هیلې ته زنګ مه وهۀ، حتی بیخي له وطن ځان ورک کړۀ، زه په همدې چوروتونو کې تللی وم، چې د هیلې زنګ راغلی. له اوکې سره سم یې ووې: ته خو پسې ورک شوې، اوس مې پلار جان ته زنګ وکړ، ویل یې وختي مې حرکت کړی دی. ځواب مې ورکړ: نور نو څه درباندې کوم، چې زنګ درته وهم. لږ غلي غوندې شوه، بیا یې راته وویل: الهامه، ته ښه یې؟ څه شوي، چې داسې خبرې کوې؟ ورته مې ووې: نور نو څه وشي، تاته مې چې نن اول زنګ وکړ، څه دې راته وې؟ په حیرانۍ یې زیاته کړۀ: زما خو ستا په خبرو هېڅ سر نه خلاصیږي، ما څه درته ویل هننن؟ ورته مې ووې: تا راته ونه وې، چې زما او ستا په اړه مې د پلار ځواب منفي و. له خندا شوۀ، بیا یې راته وویل: وه زما لېونیه الهاموووو، ما خو هغه ټوکې وکړې، تاته بیا د بابا زنګ راغی، اوس مې بیخي له یاده هم دغه خبره وتلي وه. په بیړه مې ورته ووې: څه، یعنې ریښتیا نه دي، تا ټوکې کولې؟ هو، والا هسې شوخي مې وکړۀ، یې ووې. نور یې څه ویل، خبره مې یې پرېکړۀ: په غوسه مې ورته وویل: هیلوووو دا ټوکې دي، په ما خو دې مرګ تېر کړ. د هغه راهیسې مې چې په سر درد دی، مړ یې کړم. ژر یې راته ووې: قربان دې شم، بخښنه غواړم، ما خو ټوکې کولې، اغه مې د بابا زنګ درته راغی، خبره په نیمایي کې پاتې شوه، له ما څخه هېر شوي هم وه، بیا یې خبره وغځوله: زه ملامته یم، چې هر څه دې زړه غواړي راته یې ووایۀ، ښه راته غوسه شۀ، توبه مې ده، دادی غوږونه نیسم. زړه مې پرې وسوځېده، په خندا مې ورته ووې: زما ښکلې لېونۍ ستا داسې ټوکې دي، اوس غوږونه مه نیسۀ، بس زه دې ځورېدلی یم؛ خو چې ریښتیا نه وي، ما نور څه ویل، خبره یې راپرې کړۀ: الهامه، ته خپه یې، زه بخښنه غواړم، ما دې خدای مړه کړي، چې داسې ټوکې مې کولې. لږ مې ځان غوسه کړ: هیلووو، په هغه خبرو نه یم خپه؛ خو چې داسې کوې، په ریښتیا جنګ درسره کوم، خبره وه خلاصه شوه. په بیړه یې راته ووې: ښه سمه ده، بس جنګ نه کوو. ما څه ویل، چې د کلینک نمبر لیکوونکی راغلی او راته یې ووې: ډاکټر صاحب دې غواړي. هیلې ته مې وویل: زه لږ وروسته زنګ درته کوم، ډاکټر مې غواړي، چې څه وایي. سمه ده یې وکړل او اړیکه مو پرېکړۀ. موبایل مې کوټه کې چارج ته کیښوده او زه نوي راغلي ډاکټر ته ورغلم. سلام مې وکړ. علیکم سلام یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: برق کله قطع شي، کله وصل، چې څه غم دې یې خوړلی وای. سمه ده، همدا اوس یې ګورم مې ووې او ترې راوواتم. د برق په کارونو کې دواخانې والا سم بلد و، هغه ته مې ووې، ته وګورۀ، ستونزه چېرته ده. ژر، ژر معاینې خونې ته په راغلو تارونو کې لګیا شو، لږ وروسته یې راته ووې، چې یو مزی سست شوی وو، ان شاءالله جوړ شو. مننه مې ترې وکړۀ، ډاکټر ته مې ووې، چې سم شو او نور بېرته خپلې کوټې ته لاړم. هیلې ته مئ زنګ وکړ، له څو ټالیو وروسته یې پورته کړ، راته یې وویل: څه خبره وه، چې دومره ضرور یې پکار وې؟ د برق کیسه مې ورته وکړۀ، راته یې ووې: دا خو تکړه یې، چې برقونه هم جوړولی شې. په خندا مې ځواب ورکړ: زه سخت ترې وېرېږم، په بل کس مې جوړ کړ. هغې هم وخندل او بیا یې ووې: اې، ته پوهنتون ته نه ځې؟ ماته نور موټر راځي، ناوخت دی. ساعت ته مې وکتل، څه کم اته بجې وې، ورته مې وویل: نن دې کلینک کې بابا هم نشته، بل ناوخت دی، زه نور یې خبره راپرې کړۀ: بس بهانې مه کوۀ، لنډ ووایۀ، چې زړه مې نه کیږي نه ځم. ومې خندل ورته مې ووې: هو، نن نه ځم؛ خو د بابا خبره دې تر اوسه ګونګه پرېښي ده، چې څه یې ویل؟ په خندا یې ځواب راکړ: شرمېږې هم نه، هغه پوښتنه څنګه کوې او بیا یې زیاته کړۀ: پریږدۀ زما او ستا میندې به یې مخته وړي. زه او ته کار پرې نه لرو. ورته مې وویل: سمه ده، بس نور یې زه هېڅ پوښتنه نه کوم، چې ته یې هم یاده نه کړې. ویې خندل او بیا یې ووې: زه یې په زور یادوم. ما څه ویل غوښتل، چې هغې زیاته کړۀ: ماته د باندې موټر هارنونه کوي، اوس خوږ وخت ولرې، بیا غږېږو. سمه ده، پخیر لاړې شې مې ورته ووې او اړیکه مو پرې کړۀ. ټول خپګان مې ختم شو، له ځان سره مې ویل: هیلووو خو سمه لېونۍ ده، داسې ټوکې وي، په ما یې څومره تکلیف تېر کړ، بیا مې ووې: خدای شکر، دغه خپګان دې وي؛ خو چې ریښتیا نه وه. اوس نو خوشال وم، هر څه راته خوښ ښکاره کېدل. له هر چا سره په ورین تندي مخ کېدم. تر غرمې پورې د هیلې پلار څو وارې زنګ وکړ، پوښتنه یې کوله، چې څه ستونزه خو به نه وي؟ ورته به مې ویل، چې هر څه سم دي، هېڅ تشویش مه کړۀ. مزدیګر ته نږدې سلیم راتګ زنګ وکړ، چې زه هم ښار کې یم، نن کلي ته ځو. د خپګان زړه مې پرې نه کېدۀ، ورته مې ووې: سمه ده؛ خو لږ ناوخت، ځکه ډاکټر کابل ته تللی دی او هر څه یې ماته راسپارلي دي. سمه ده، زه منتظر یم یې ووې او خدای په اماني مو وکړۀ. د نورو ورځو په پرتله نن ناروغان کم وو، په وخت سره ختم شول، نوی راغلی ډاکټر ماښام ته نږدې له معاینه خونې راووت او ماته یې وویل: نور خو ناروغان ختم شول، زما یو څه کار هم دی ځم، سبا به بیا له خیره سره وینو. مننه مې ترې وکړۀ، تر موټر ورسره لاړم، هغه مې رخصت کړ. زه خپلې کوټې ته لاړم. سلیم، ته مې زنګ وکړ، چې چېرته یې؟ ځواب یې راکړ: کلي ته د تلوونکو موټرو اډې سره یم. ورته مې وویل: بس زه هم در روانېږم، همدلته اوسۀ. ښه یې وکړل، اړیکه مو پرېکړۀ. بیا مې کور ته زنګ ووهۀ، چې کلي ته لاړم. یو ځل په کلینک کې راوګرځېدم، چې کومه ستونزه نه وي او نور د سلیم خواته روان شوم. هغه ته په ورسېدو، له ستړي مشي سره سمدستي په موټر کې کېناستو او کلي ته مو حرکت وکړ. د ماښام لمونځونه مو په لاره کې یو جومات کې وکړل. ناوخته کلي ته ورسیدو. د سلیم دوی خجرې ته چې راغلو، ورته مې وویل: نن سخت ستړی یم، اول د چای غم وکړۀ. په خندا یې ووې: مېلمه یې، په خوله یې مه غواړۀ او نور له خجرې ووت. لږ وروسته سلیم د چای له پتنوس سره راغی او تر څنګ مې کېناست، یوه پیاله یې ځان او بله ماته ډکه کړۀ. تر ډېره مو د کلي او ښار کیسې سره وکړې. تقریباً اته بجې به وې، چې سلیم له ځایه پورته شو او ماته یې ووې: زه خو وږی یم، ناوخت دی، د ډوډۍ غم به وخورم.. ورته مې ووې: هو، نور دې له لوږې مړ کړم، زر کوۀ. په تلو، تلو کې یې په خندل وویل: مکسد ته له ما ډېر وږی یې او لاړ. موبایل مې راواخیست او فسبوک ته ننواتم، لږ پکې ښکته پورته شوم، چې د هیلې زنګ راغی، له لومړۍ ټالۍ سره مې اوکې کړ. سلام یې وکړ. ځواب مې ورکړ، ورته مې وویل: هیلوووو زه کلي ته راغلی یم. اوهووو یې وکړل او بیا یې راته ووې: ماته خو دې بیخي څه ویلي نه دي، چې کلي ته ځم. د سلیم د یو ناڅاپه زنګ کیسه مې ورته وکړۀ. هغې ووې: الهامووو، ته پوهېږې، پلار مې مور ته څه ویلي وو؟ دې خبرې سره سم سلیم دسترخوان په لاس کې راننوت. هیلې ته مې وویل: موږ ډوډۍ خورو بیا زنګ درته کوم. تر بیا ښې چارې

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.9
3.9 (12)

12 ټولې رایې

5★
4
4★
5
3★
1
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan