oiuytrew
ریس خادیم

35 برخه

193 لیدنې 13 رایې
3.7 (13)
ریس خادیم
ریس خادیم 23 Aug 2026

35 برخه!سلیم دسترخوان ماته راکړ، چې دا هواره کړۀ، زه به نور شیان راوباسم، همداسې مې وکړل. هغه بېرته له ډک پتنوس سره راغی. ناست ډوډۍ ته وم؛ خو فکر مې د هیلې له پاتې خبرو سره وو. کله مو چې ډوډۍ وخوړۀ؛ نو سلیم ته مې وویل: شیان کور ته یوسۀ، نور به یو ځل هټۍ (دوکان) ته لاړ شو. په همدې چل مې هیلې ته زنګ کولو. هغه له ځای پورته شو او په خندا یې ووې: له ډوډۍ وروسته د شیانو ټولول او بیا کور ته وړل دومره سخت وي. ورته مې وویل: بس، چې زوی دې لوی شي، له دې هر څه به خلاص شې. هو یې وکړل، دسترخوان یې په تخرګ کې ونیو او پتنوس په لاس له خجرې ووت. په بیړه مې موبایل راواخیست او هیلې ته مې زنګ وکړ. له څو ټالیو وروسته یې اوکې کړ. سلام مې وکړ، بیا مې ورته وویل: هیلوووو سلیم کور ته شیان یووړل زما ستا د پلار خبرو ته تلوسه وه، ژر راته وایۀ، څه یې ویل. د سلام ځواب یې راکړ او زیاته یې کړۀ: بابا مې مور ته ویلي و، دغه د هیلې خپل حق دی، چې د هغې خوښه وي؛ نو زه هېڅ نه وایم او نه زه ددې حق لرم، چې د لور ژوند د انتخاب په برخه کې مداخله وکړم. لومړیتوب هیلې ته ورکوو، چې خپله د ژوند ملګری ځان ته خوښ کړي، ځکه دا دې هغې د تمام عمر مساله ده. له خوشالۍ ځمکې ځای نه راکاوۀ، نه پوهېدم اوس څه وکړم. بیخي مې دا له یاده وتلي و، چې زه بل ځای کې یم، سلیم به راشي. په خندا مې ورته وویل: هیلوووو، لکه چې خدای مو دعاګانې قبولې کړې، دا څنګه حالت دی، خوب وینم، که ریښتیا ده؟ هغه هم خوښه ښکاره کېده، په ځواب کې یې راته ووې: زما لېونیه الهاموووو، دا هر څه ریښتیا دي، که خدای کول؛ نو زه او ته به یو بل ته راسېږو. سلیم غږ راوکړ، چې راوځۀ، دوکان ته ځو، بیا ناوخته بندیږي. هیلې ته مې ووې: موږ دوکان ته ځو، زېری دې راباندې شو، اوس ښکلې شپه ولرې. سترګې دې ښکلوم یې ووې، بیا یې زیاته کړۀ: ځان ته پام کوۀ، نور د ځان غوندې ښکلې شپه ولرې. اړیکه مو پرېکړۀ. سلیم بل غږ هم وکړ: څه شوې، راوځې، که زه هم درشم. ورته مې وویل: غوسه مه کوۀ، دادی درغلم..له ځای پورته شوم او د باندې ورغلم. هغه د موبایل ګروپ لګولی و، دواړه دوکان ته روان شوو. نږدې دوکان بند و، د سرک غاړې دوکان ته لاړو. شیان مو راواخیستل، بېرته خجرې ته راغلو. تر ناوخته زه او سلیم ناست وو او کیسې مو کولې، چې هغه ووې: سبا به پوهنتون ته هم ځو او ته به بیا کلینک ته ځې، ویده به شو؟ ورته مې وویل: هو، ویده کېږو. ځایونه مو تیار کړل. سلیم ګروپ بند کړ او کمپله مې په سر راکش کړۀ. له خوښۍ مې خوب تښتېدلی و، شکرونه مې ادا کول. له ځان سره مې ویل: خدای څومره لوی مهربان دی، ان شاءالله هیله به زما کیږي. نه پوهېږم، د شپې څو بجې خوب وړی وم، سهار کې مې له لمانځه وروسته سلیم ته ووې: زه وختي ځم، ځکه ډاکټر صاحب کابل ته تللی دی، پر ځای یې تر هغه یو نوی کس راځي، زه باید هلته وم. سمه ده یې وکړل او بیا یې وویل: زه په بیړه چای راتیاروم. ورته مې ووې: نه، څه پرادی ځای خو نه دی، بیا مې خپله درته ویل، بس چې وختي ځان ورسوم، دا هر څه دي. ډېر ټینګار یې وکړ؛ مګر ورسره ومې نه منله. رخصت مې ترې واخیست، ښار ته روان شوم. شپږ نیمې بجې کلینک ته ورسېدم. ډاکټر چې راغی؛ نو د پوهنتون تګ مې ورته ووې، شمېره مې ورکړۀ او ترې راوواتم. د نورو ورځو خلاف نن د هیلې بېګانیو خبرو ته ډېر خوښ وم. له ځان سره مې ویل: بس نور هیله زما ده، څومره خوند به کوي، چې هغه ډاکټره شي او زه حقوق ولولم، یو ځای وو. تر پوهنتون په لاره هېڅ پوه شوی نه یم، چې څنګه راغلم. لکه په څېره کې مې چې له ورایه خوښي ښکاره کېده، ټولګیوالو راته ووې: الهامه، خیر خو دی، نن داسې خوشاله معلومېږې؟ په خندا مې ځواب ورکړ: زه خو هر وخت داسې یم؛ خو ستاسو راته پام نه وي. تر درس شروع کېدو مو زیاتې ټوکې ټکالې وکړې. بیا چې درسي ساعت پیل شو؛ نو ټول ارام خپل استاد ته متواجې وو. له تقسیم اوقات سره سم مو درسونه ولوستل او غرمه رخصت شو. هره ورځ درسونه او کلینک ته تګ و، وختونه تېرېدل، د هیلې پلار بېرته له کابل څخه راغی. هوا هم په ګرمېدو وه؛ خو د خدای فضل و، بارانونه به کېدل. ما او هیلې به زنګونه سره کول، د درسونو او کارونو په اړه به غږېدو، ځینې وخت به مو چې موقع پیدا کړۀ؛ نو سره وبه مو لیدل. د ژوند بېړۍ روانه وه او موږ پکې سپاره وو. یو مزدیګر ناوخته چې نور د هیلې پلار کور ته روانېدو زه ور وغوښتلم. معاینه خونې ته ورغلم، سلام مې وکړ. ځواب یې راکړ، بیا یې د خپل موبایل سکرین زما په طرف ونیوه، یوه شمېره یې راته وښوده، چې دا پېژنې؟ ورته مې وویل: نه ډاکتر صاحب، ولې؟ ځواب یې راکړ: هسې، زنګ یې راته کړی و، ما ونه پېژنده، ما ویل شاید ته یې وپېژنې. نه زه یې هم نه پېژنم مې ووې. له ځایه راپورته شو او ماته یې ووې: ناوخت دی، نور به کورونو ته لاړ شو. سمه ده مې وکړل او دواړه له معاینه خانې راوواتو. رخصت مو سره واخیست، هغه د خپل موټر په طرف او زه د کوټې لور ته روان شوم، چې د موټر دروازه یې خلاصه کړۀ، ماته یې غږ کړ: دلته راشۀ. په بیړه یې خواته ورغلم. هماغه لږ وړاندې د موبایل شمېره یې راته وښودۀ، چې درسره ولیکۀ. قلم مې راواخیست شمېره مې ولیکله؛ خو اندېښنه مې شوه، ورته مې وویل: ډاکټر صاحب خیرت دی، دغه نمبر د چا دی؟ په موټر کې کېناست، بیا یې ځواب راکړ: نه پوهېږم کوم ارام زاده دی، زنګ یې راته کړی و، ویل یې: ځان دې ساتۀ، ژوند راڅخه نشې کولای. خیران شوم، په ځای لکه مېخ ولاړ وم، بیا ورته مې ووې: دومره مه ځۀ، یو ځل به له اسخباراتو سره ددې موضوع په اړه وغږېږو، خدای مه کړۀ، چې کومه ستونزه جوړه نشي. اوس ناوخت دی، سبا به ورسره په جریان کې شو یې ووې او موټر یې روان کړ. هک حیران وم، چې دا به اوس چا زنګ ورته کړي وي او هدف یې څه دی؟ کوټې ته لاړم، شیان مې راواخیستل او زه هم کور ته روان شوم. سخته اندېښنه مې وه، په نیمه یي لاره کې مې د هیلې په پلار پسې زنګ وکړ، چې پوښتنه یې وکړم، مګر ځواب یې نه کړ. لږ وروسته مې بیا ورته وکاتۀ؛ خو بې فایدې و. شېبه، په شېبه مې تلوسه زیاتېده، نه پوهېدم چې اوس څه وکړم. هیلې ته مې هم زنګ نشو وهلی، ځکه که پلار یې کور ته تللی نه وای؛ نو په لوی لاس به مې لانجه جوړه کړي وه، د هغوی به هم اندېښنه شوه وه. تر کوره یې مې څو ځله زنګ وکړ؛ خو بې ځوابه. تر بیا ښې چارې

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (13)

13 ټولې رایې

5★
5
4★
3
3★
1
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan