36برخه!له سختې اندېښنې سره کور ته ننواتم. د هیلې پلار ته مې بیخي چورت خراب و. له ځان سره مې ویل: خدای دې وکړي، چې خیر او خیرت وي. د ماښام لمانځه چې مې وکړ؛ نو د باندې دوکانونو ته راوواتم. لږه شېبه به ناست نه وم، چې د ډاکټر صیب زنګ راغی، په بیړه مې اوکې کړ: سلام یې وکړ او بیا یې راته ووې: الهامه، وبخښنه موبایل سیلېنټ رانه پاتې و، څو زنګونه دې وهلي و، خیر دی؟ ورته مې ووې: شکر دی، بیخي خیر او خیرت دی، ستا په اړه مې اندېښنه وه، پوښتنه مې کوله، چې کور ته ورسېدې او کنه. هېڅ خبره نشته، پخیر راغلم یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: مېلمانه راغلي دي، زه له هغوی سره یم، ان شاءالله سبا غږېږو. سمه ده مې ووې او اړیکه مو پرېکړۀ. زیات خوشاله شوم، شکر مې ادا کړ، چې د هیلې په پلار څه شوي نه دي؛ مګر هغه نمبر او زنګ ته په زړه کې نیولی وم. تر ناوخته هملته په دوکان کې ناست وم، چې د کوچني ورور زنګ راغی او راته یې ووې: چېرته یې؟ ډوډۍ تیاره ده، تاته منتظر یو. په بیړه له ځای پورته شوم، ځواب مې ورکړ، همدلته د باندې یم، دادی درغلم. کور ته چې راغلم، مور مې لږ راته غوسه وه، چې دغه حالات وګورۀ، دومره تر ناوخته د باندې څه کوې؟ ورته مې وویل: مورکې، له ملګرو سره ناست وم، ډېر وخت مې نه وو، لیدلي. وختي کور ته راځۀ یې ووې، دسترخوان مو هوار کړ او ډوډۍ ته کېناستو. له ډوډۍ وروسته مې مور ماته مخ را واړوۀ او راته یې وویل: الهامه زویه، سبا چې کلي ته تللي وای، خپل پرادی به مو لیدلی وای، دلته خو لکه بندي په کور کې ناسته وم، زړه مې انګ دی. په خندا مې ځواب ورکړ: مورکې، دلته ښار دی، چې زړه دې خپه کیږي؛ نو په مارکېټونو او پارکونو ګرځۀ، ساعت به دې تېریږي. ویې خندل او بیا یې راته ووې: هغه چې تاته ښځه وکړو، راسره به ګرځي، ځکه زه خو یوازې نه ګرځېدای شم او نه بلده یم. مشر ورور مو په خبرو کې راولوېده، مور ته یې وویل: ښه درته وایي، چې زړه دې خپه کیږي، تا څوګ پېژني، خپل چکرونه وهۀ. موږ ټولو وخندل، بیا مې کوچني ورور ته مخ ور واړوۀ، ورته مې ووې: سبا ته او مورکه کلي ته لاړ شئ، موږ خو نه یو اوزګار، فکر به مو هم بدل شي، خپلوان به هم ووینئ. سمه ده یې وکړل او بیا یې راته وویل: زما سره خو یوه روپۍ هم نشته، چې کرایه وکړو او څه راسره یوسو. مشر ورور ته مې وکتل، ورته مې ووې: مشري خو هسې نه کیږي، ته ورکړۀ لږ پیسې چې سبا دوی کلي ته لاړ شئ. په خندا یې ځواب راکړ: یاره، زه بیخي مشر نه یم، تاسو یئ؛ خو دغه پیسې مه غواړئ. اخېر زه مجبور شوم، پیسې مې ورکړې. نر ناوخته ناست وو، کیسې مو کولې. مور چې مې لمونځ وکړ، موږ ته یې ووې: زه ویده کېږم، خوب راغلی. ورته مو وویل: سمه ده، موږ هم لمونځونه کوو، ناوخت دی، نور ویده کېږو. مور مو کټ ته پورته شوۀ او څملسته. کوچني ورور مې چاینګ پیالې ټول کړل او زه د څنګ کوټې ته را واوښتم. لمونځ چې مې وکړ، سترګې راباندې درندې وې، کټ ته پورته شوم، په څو دقیقو کې خوب وړی وم. سهار د معمول په څېر له چای څښلو وروسته د کلینک په لور روان شوم. په لاره کې مې د هیلې پلار په اړه فکر کاوۀ، چې هغه شمېرې به بیا ورته زنګ نه وي کړی. په همدې چورتونو کې کلینک ته ورسېدم؛ خو ډاکټر صیب لا نه و راغلی. لږ وروسته چې زه دواخانې والا سره ناست وم، د هیلې پلار هم راغی. ستړي مشي مې ورسره وکړل، چې معاینه خونې ته ننواتۀ، راته یې وویل: الهامه، ته دلته راشۀ. زه هم ورغلم. هغه په خپله چوکۍ کېناست او زه مخامخ ورته په بله چوکۍ. لومړۍ یې پوښتنه وکړۀ، چې شپه پخیر تېره شوه او بیا یې د شمېرې خبره راواخیسته: بیا یې زنګ راته نه دی کړی؛ خو باید غم یې وخوړل شي، چې څوګ دی. ورته مې ووې: ډاکټر صیب، د امنیت په ریاست کې زما یو ملګری شته، زه به زنګ ورته وکړم او جریان به ورسره شریک کړم، ان شاءالله هغه یې معلومولی شي. لږ غلی وه، بیا یې زیاته کړۀ: دا خو لا ښه خبره ده، چې پېژنګلي کس هلته وي، ته زنګ ورسره وکړۀ، فقط چې دومره وکړي، دغه کس رامعلوم کړي، نور مشکله نه ده. ورته مې وویل: ته بې غمه اوسۀ، همدا اوس زنګ ورته کوم، هغه خپل سړی دی، زه یې په هر څه پوهوم. سمه ده یې ووې، زه ترې راوواتم. خپلې کوټې ته راغلم، ملګري ته مې زنګ وکړ، له حال، احوال پوښتلو وروسته مې ورته ټوله کیسه وکړۀ او شمېره مې ورکړۀ. هغه وویل: بس نور یې زه په چاره پوهېږم، تاسو بې غمه اوسئ، بیا به په ټول عمر هم زنګ ورته ونه وهي. مننه مې ترې وکړۀ، ورته مې ووې: بیا ماته یو زنګ وکړۀ، چې څه دې وکړل. سمه ده یې ووې او خدای په اماني مو وکړۀ. بېرته ډاکټر ته ورغلم، ورته مې وویل: بس ملګري سره مې زنګ کړی، راته یې ووې، چې تاسو نور بې غمه شئ، زه یې غم خورم. ډاکټر صیب هم خوشاله شوو، مننه یې وکړۀ، نور ترې راوواتم، چېپټر مې واخیستل پوهنتون ته روان شوم. نن ورځ هم لکه د نورو تر ماښامه پخپلو کارونو کې مصروف وم، چې کور ته راغلم؛ نو مور او کوچنی ورور مې کلي ته لاړ وو. مشر ورور مې لا نه و راغلی؛ خو لږ وروسته یې راته زنګ وکړ، چې زه له ملګرو سره پاتې یم نشم درتلای. اوس نو په کور کې یوازې زه وم. ډوډۍ مې وکتله سهارنۍ هغه په دسترخوان کې پاتې وه، هکۍ مې راته پخې کړې او ځان مې موړ کړ. شیان مې ټولول چې دروازه وټکېدۀ، په بیړه ورغلم، د ګاونډیانو ماشوم پتنوس په لاس دروازې ته ولاړ و. په خندا مې ورته ووې: ګلابه، ما خو ډوډۍ وخوړۀ؛ مګر هغه ټینګار کاوۀ، شیان ترې واخیستل او لاړ. له ځان سره مې وویل: شاید چې مورکه تله؛ نو هغوی به یې خبر کړي وي، ځکه یې ډوډۍ راوړۀ. پتنوس مې د کټ لاندې کيښود او کړکۍ ته نږدې په توشک کېناستم. د هیلې په اړه مې سوچ کاوۀ، چې له پرون راهیسې ورسره نه یم غږېدلی، موبایل ته مې زنګ راغی. سکرین ته مې وکتل د نرسې شمېره وه. تر بیا ښې چارې.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
288 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
300 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
486 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)