oiuytrew
ریس خادیم

37 برخه

194 لیدنې 14 رایې
4.0 (14)
ریس خادیم
ریس خادیم 24 Aug 2026

37 برخه!خبرو ته مې زړه نه کېده او بل مې نه غوښتل، چې ورسره وغږېږم، ځواب مې ور نکړ. هېڅ نه پوهېدم، څه ډول یې پوهه کړم، چې نه غواړم اړیکه درسره وپالم. څو شېبې به نه وې وتلي، چې بیا یې زنګ وکړ. زړه نا زړه مې موبایل پورته کړ. سلام یې وکړ. ځواب مې ورته کړ او ورته مې وویل: وبخښۀ، له بل چا سره مصروف وم، اول زنګ مې ځکه پورته نه کړ. هغې ووې: کومه خبره نه ده. مغروره، ته ماته معلوم یې، هر وخت دې لومړۍ زنګ نه دی پورته کړی. په خندا مې ورته ووې: استغفرالله، کله مې نه دی پورته کړی، ما نور څه ویل، چې هغې مې خبره ونیوه: بس، بهانې دې ډېرې ښې زده دي، څوګ دې پړ کولای نشي. ورته مې وویل: بس ته یې مه منۀ. خبره یې بدله کړۀ: ښه څنګه یې؟ مور دې لکه چې کلي ته تللې ده؟ سهار یې زما مور ته ویلي و. ښه یمه مې ووې او بیا مې زیاته کړۀ: هو، د مور مې دلته زړه تنګ وه، بل کلي ته دغه ډېر وخت نه وه تللي. هغې بیا پوښتنه وکړۀ: دا به په کور کې نو یوازې وئ؟ په دروغو مې ورته وویل: هو، زه او مشر ورور یوازې یو او خبره مې وغځوله: ډوډۍ مو هسې رالیږله، دلته هر څه وو. هغې ووې: غلی شۀ، دادې هم خپل کور دی، چې مورکۍ نه وي؛ نو موږ خو یو، هېڅ شي ته به نه خپه کېږې. مننه مې ترې وکړۀ، ما څه ویل غوښتل، چې هغه راوړاندې شوۀ: ډېر کله وایم، چې ته زنګ نه کوې؛ نو زه به یې هم نه درته کوم، مګر ونشي. په خندا مې ورته ووې: دا ته څه رقم خبرې کوې، له ما خو خبره یې، چې ټوله ورځ مصروف وم، د شپې ناوخت راشم، ایله دومره وکړم، چې کټ ته ځان ورسوم. ښه یې وکړل او بیا راته وویل: زه درپسې نه ګورم، چې ته هر څنګه یې. ما غوښتل، چې خبرې رالنډې کړم؛ خو هغې خبرې اوږدولې، مګر ښه وه، مور ورته غږ کړ، اړیکه مو پرې کړۀ. حیران دریان وم، چې اوس څه ډول له دې څخه ځان خلاص کړم، ځکه وېرېدم، چې یوه ورځ حتماً هیله خبریږي، بیا به لویه لانجه جوړه شي، هغه یې داسې کله مني، وایي به، چې ستا ورسره خوښه ده. څنګ ته د اوبو له ایښي جېک څخه مې ګیلاس ډک کړ او ومې څښلې، بیا له ځای پورته شوم، لومړۍ مې د کور لویه دروازه او ورپسې د کوټې هغه بنده کړۀ. غوښتل مې چې هیلې ته زنګ وکړم؛ خو چې مې ساعت ته وکتل؛ نو له ځان سره مې ووې، چې اوس لا وختي دی، له مور دوی سره به ناسته وي، لږ ناوخت به زنګ ورته وکړم. بالښت مې تکیه وکړۀ، موبایل مې راواخیست فسبوک مې خلاص کړ، چې وټساپ ته مسېجونه راغلل، ومې کتل. د هیلې مسېج هم پکې و، لیکلي یې و: الهاموو، سلامونه تمه ده، راته ښه به وې. یاد شوی مې یې، دغه دوه شپې او ورځې شفاخانه کې نوکري یم، هېڅ وخت مې پیدا نه کړ، چې زنګ درته وکړم، سبا ان شاءالله سره غږېږو. ما هم ځوابي مسېج ورولیږۀ؛ مګر هغه افلاین (وټساپ بند) وه. نور نو ناستي خوند رانکړ، لمونځ مې وکړ، موبایل مې د سهار لپاره راته برابر کړ او په کټ کې اوږد وغځېدم. څو شېبې وروسته د باندې کړاپه شوه، کمپل مې په سر راکش کړۀ؛ خو یو ځل د پېریانو فکر راسره ملګری شو. اوس نه خوب راته او نه مې سر ښکاره کولی شوه، په خوالو کې ډوب وم، یو خدای خبر دی، تر هغه چې ویده کېدم، څه ډول ډار راباندې تېر شوی. سهار چې موبایل وشرنګېده؛ نو بېګانۍ وېره راسره وه، لومړۍ مې غلی سر له کمپل جوت کړ او بیا پورته شوم، لمونځ چې مې وکړ؛ نو په انګړ کې مې لږ قدم ووهۀ، څو دقیقې وروسته لمر څرګ ووهۀ، د دیوالو په سرونو لمر ولګېده. چای مې له وسه نه کېدۀ، چې ځان ته مې کړی وای، څه کم اووه بجې وې، له کور څخه د کلینک په طرف روان شوم. هلته د خاضرۍ امضاء کولو وروسته پوهنتون ته لاړم، دا چې درس شروع کېدو ته څو دقیقې پاتې وې؛ نو له ځینو ملګرو سره د ټولګي مخته چمن کې کېناستم. کله چې پوهنتون شروع شو، په دوهم ساعت کې راته د امنیت ریاست والا ملګري زنګ وکړ، د باندې ورته راوواتم. ویل یې چې هغه نمبر پسې مې زنګ وکړ، بخښنه یې وغوښته، بیا به داسې کار نه کوي، نور چې مخامخ شو ټوله کیسه درته کوم. مننه مې ترې وکړۀ، بېرته ټولګي ته راغلم. نن درس ته ښه په شوق ناست وم، له رخصتۍ وروسته سیده کلینک ته لاړم او د هیلې پلار ته مې د ملګري د زنګ کیسه وکړۀ. هغه هم خوشال شو، ځانګړي مننه یې وکړۀ، راته یې وویل: دغه کس یوه ورځ راوغواړۀ، چې سره معرفي شو. ورته مې ووې: سمه ده، حتماً یوه ورځ یې را غواړم. هغه نور په ناروغانو کتلو اخته شو او زه خپلې کوټې ته راغلم. ورځ تېره شوم، ماښام چې کور ته راغم؛ نو مور دوی هم راغلي وو. ستړي مشي مې ورسره وکړل، تر څنګ یې کېناستم. څو دقیقې به نه وې وتلي، چې یوه ملګري مې زنګ وکړ: پوښتنه یې وکړۀ، چې چېرته یې؟ ورته مې وویل: کور کې یم، ولې خیرت دی؟ هو خیرت دی یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: ته د باندې کوڅې ته راووځۀ، ځینې ملګري له کابل را روان دي، تر هغه به هغوی هم راورسیږي، نن به زموږ په ځای کې کیسې وکړو. مجبور وم، اوس مې بله بهانه هم نشوه کولای، سمه ده مې وکړل. له ځان سره مې وویل که مور ته ووایم، چې له ملګري سره ځم؛ نو نه مې پریږي، په دروغو مې ورته ووې، چې ډاکټر و، ویل یې کلینک ته راشۀ، ناروغان راځي، ته راسره ښه یې. مشر ورور مې راباندې پوه شو، مور ته یې وویل: والاکه به کلینک ته ځي، له ملګرو سره ځي. مور مې په غوسه شوۀ: ته دا شپه نه ګورې، بیا دا نن سبا ملګري. ورته مې ووې: مورکې، هسې وایي، هېچرته هم نه ځم، ډاکټر و. سمه ده یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: ګوره، چې بله خوا لاړ نشې، بیا پوښتنه هم درپسې کوم. نه ځم مې ووې او ترې راوواتم. لږ منتظر شوم، چې ملګري مې موټر وداروۀ، ویل یې راخېژۀ، ور پورته شوم، ستړي مشي مو وکړل، هغه وویل: هغوی نابلده دي، هلته هډې ته ورځو. سمه ده مې ووې او حرکت مو وکړ، څو شېبې وروسته ور وراسیدو، دوی لا نه وو راغلي. هملته د سرک په غاړه ورته منتظر شو، چې راغلل، موټر ته راپورته شول، ملګري اباسین د خپل کور په طرف حرکت وکړ. خجرې ته چې ورسېدو؛ نو لومړۍ مې هیلې ته پر وټساپ مسېج پريښود: زه نن شپه له ملګرو سره پاتې یم. تر بیا ښې چارې

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.0
4.0 (14)

14 ټولې رایې

5★
5
4★
6
3★
1
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan