oiuytrew
ریس خادیم

38 برخه

230 لیدنې 11 رایې
3.7 (11)
ریس خادیم
ریس خادیم 24 Aug 2026

38 برخه!نور مې موبایل کیښود. ملګري اباسین زه او له کابل څخه راغلي کسان سره معرفي کړو. د هغوی له ډلې یو ډېر نخره یي و، په نورو ټولو به یې ټوکې کولې او خندا یې دومره تېزه وه، چې په نږدې ټولو ځایونو کې به اورېدل کېدۀ. تقریبا تر نیمې شپې ناست وو، زیاتې کیسې او ټوکې ټکالې مو وکړې، بیا ویده شوو. سهار له چایو څښلو وروسته مې اباسین ته ووې: زه به لاړ شم، ځکه کلنیک او پوهنتون دواړه لرم. تاته اجازه ده یې ووې، رخصت مو سره واخیست کلینک ته روان شوم. له خجرې چې راوواتم؛ نو هیلې ته مې زنګ وکړ؛ خو پورته یې نه کړ. لږ وروسته هغې زنګ راوواهۀ، چې اوکې مې کړ؛ نو سمدستي یې راته ووې: لوفره ته بیا چېرته پاتې وې؟ ځواب مې ورکړ: اول خلک سلام کوي، بیا زه عاجز او لوفري ډېر سره لرې دي. په خندا یې وویل: وخۍ جار، څومره عاجز یې، ژاړه مې درته راغلۀ، ستا غوندې چې یو څو نور هم پیدا شي، بس وطن جوړ دی. ما هم په خندا ورغبرګه کړۀ: ته خو هر وخت راته دا خبرې کوې، چې کله نه وم؛ نو ارمان به وکړې. په بیړه یې ووې: خدای دې نه کوي، داسې مه وایۀ، کنه جنګ درسره کوم. سمه ده مې وکړل، ما څه ویل، چې هغه وړاندې شوه: الهامووو، یاد شوی مې یې، زړه مې درته وچ دی. دغه دوه/ درې ورځې مو خبرې نه دي کړي، داسې فکر کوم، چې دومره کالونه وتلي دي. ورته مې وویل: هیلوووو، زما هم یاد شوي یې، دوه ورځې ته نوکري وې او بېګا بیا زه له ملګرو سره پاتې وم؛ خو شکر دی، چې اوس وغږېدو. هغې ووې: چېرته یې؟ داسې معلومېږې لکه کوم ځای ته چې روان وې؟ ځواب مې ورکړ: هو، لږ وړاندې له ملګرو څخه راوواتم، اوس کلینک ته روان یم، په لاره کې یم. ښه یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: بابا خو مې څه درته ویلي نه وي؟ حیران شوم، هغه د نامعلومې شمېرې خبره مې په ذهن کې راوګرځې؛ خو ځان مې ناګاره واچوۀ، ورته مې ووې: نه، ماته خو یې څه نه دي ویلي، څه شی وو؟ ځواب یې راکړ: بېګا مې بابا په کور کې وې، چې کابل ته به لاړ شو، دغه ځای مناسب نه دی. په حیرانۍ مې ورته وویل: هیلووو، څه تاسې کور کابل ته وړئ؟ هغې ووې: نه پوهېږم؛ خو بېګا مې پلار دغه خبره وکړۀ. ماته هغه ګواښ سترګو ته ودارېده، له ځان سره مې وویل: ممکن، هماغه علت وي، ځکه بله خو داسې کومه خبره نشته، زه چورت یوړم، چې هیلې غږ راباندې وکړ: څنګه غلی شوې؟ ورته مې ووې: که تاسې هلته لاړ شئ؛ نو زه به دلته څه کوم؟ هغې ځواب راکړ: لومړۍ خو دې خدای وکړي، چې بیخي لاړ نشو، بیا که تلو؛ نو زما لېونیه ستا غم هم زه خورم. ورته مې وویل: دا به ډېره سخته شي. ستونی یې تازه کړ، راته یې ووې: الهامیه، ته اوس په لاره یې، خوند یې وکړ، چې سره وغږېدو، زه هم ځان تیاروم، پوهنتون ته، ان شاءالله مزدیګر ته زنګ درته کوم. سمه ده مې ووې، خدای په اماني مو وکړۀ. کلینک ته نږدې شوی وم؛ په همدې مې چورت وهۀ، که هیله دوی کور کابل ته یوسي؛ نو زه به څه کوم؟ بیا مې له ځان سره ووې: باید یو ځل په هغه امنیت کې ملګري پسې زنګ ووهم او د کس پوښتنه به ترې وکړم، چې څوګ و او ولې یې د هیلې پلار ته اخطار ورکړی و؟ په همدې فکرونو کې د کلینک له دروازې ننواتم او سیده خپلې کوټې ته لاړم، تر هغه منتظر وم، چې ډاکټر صیب راغی، اجازه مې واخسته او پوهنتون ته روان شوم. په لاره مې ټول فکر د هیلې له خبرو سره و، هېڅ پوه نه شوم، چې څه ډول تر پوهنتون راورسیدم. پوهنتون شروع او رخصت شو؛ مګر زه نه پوهېدم، چې څه مو وکړل. فکر مې کاوۀ، چې یو څه مې ورک کړي دي. بېرته کلینک ته لاړم، تر مزدیګر همدا سوچونه راسره مل و، چې هیلې زنګ وکړ. سلام او پوښتنه مو سره وکړل، هغې وویل: الهامه، که کیږي؛ نو سبا دې مورکه زموږ کره راشي، زه به مې خپلې مور ته هم ووایم، چې د یو بل په نوم شو، نور به هر څه کیږي. ورته مې ووې: زه هم په دغه نظر یم، که ریښتیا کابل ته لاړ شئ، هسې نه خبره خبرابه شي. هو کنه یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: پلار مې د یوې خوږې خبرې سړی دی، بل مې ترورزي هم شله دي، چې هیله به موږ ته راکوئ. ورته مې وویل: بس زه بېګاته له مور سره غږېږم، ان شاءالله سبا به درشي، ته دې هم مور پوهه کړۀ. ته بې غمه شۀ، ما به مې مور تیاره ملا کړي وي یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ اوس زه له مور سره لږ کار کوم، ته چې کور ته لاړ شې او له مورجانې سره وغږېږې؛ نو بېګاته بیا ماته احوال راکړۀ. ورته مې وویل: ښه سمه ده، زه بیا زنګ درته کوم. خدای په اماني مو وکړۀ او اړیکه پرېکړۀ. ماښام چې کور ته لاړم، کوچنی ورور مې د باندې و او مشر هغه لا له دندې نه و راغلی، مور ته مې ژر، ژر کیسه وکړۀ، چې سبا باید د هیلې غوښتو ته لاړه شې. راته یې ووې: سمه ده؛ خو هغه بل ځل هم خپل غلي شول. ورته مې وویل: ته ورشۀ، نور ان شاءالله مشکل نشته. سمه ده، سبا به ورشم یې ووې. موږ په همدې خبرو لګیا وو، چې مشر ورور مې هم راغی، زه له ځای پورته شوم، د باندې راوواتم او مور مې نغري ته لاړه یو ډول پټ په زړه کې خوشال وم، چې هیله به زما شي؛ خو وېره هم راسره وه، هسې نه چې پلار/ مور یې اوس ونه مني، هغه وخت به یې هسې ویلي وي. له هټۍ (دوکان) مې مستې راسره واخیستې او بېرته کور ته لاړم. مور مې لکه چې وروڼو ته کیسه کړي وي، ځکه مشر ورور راته ووې: هلکه، لکه چې ښځه غواړې؟ په خندا مې ځواب ورکړ: زه خو یې نه غواړم؛ مګر چې مور یې راته کوي، بیا خو یې نشم خپه کولای. کوچني ورور مې مور ته مخ ور واړوۀ او ورته یې وویل: بیړه پرې وکړۀ، چې زما موټر نوبت ته ودریږي ( زما وار) شي. ټول وخندل، بیا مې مور راته ووې: زویه، خدای مهربان دی، ډېر ښه خلک دي، چې هغه مې اینګور شي، نور هېڅ نه غواړم، په هر څه پوره ده، هغې نور څه ویل، چې عابد په خبره کې ورولوېدۀ: هغه وخت چې ماته دې ښځه کوله، دا خبرې خو نه وې، داسې درباندې دغه زوی ګران دی. مور مې په خندا ورته ووې: هو، ته خو مې زوی نه یې، پرادی یې، یوازې مې دا زوی دی او خبره یې وغځوله: الهام په زړه کې صفا دی، ځکه به خدای ښکلې برخه ورکوي. تر ناوخته پر همدې موضوع بحث روان و، بیا مې مور ډوډۍ تیاره کړۀ، چې ځان مې موړ کړ؛ نو هیلې ته د زنګ لپاره د جومات په بهانه له دوی څخه دې باندې راوواتم. لمونځ چې مې وکړ؛ نو ما ویل هیله به راته منتظره وي، زنګ مې ورته وکړ. پوښتنه مو سره وکړۀ، هغې ووې: څنګه له مورکې سره وغږېدې؟ ځواب مې ورکړ: هو، تر اوسه په همدې بحث وه، چې زه ترې د باندې راوواتم، بیا مې له هغې پوښتنه وکړۀ، چې څنګه چل شو، تا مور پوهه کړۀ؟ هو یې وکړۀ او زیاته یې کړۀ: مور ته مې له مزدیګر راهیسې سبقونه روان کړي دي، چې بېګاته مې پلار ته داسې ووایۀ او هسې، اوس ماښام یې راته وې: بس نور زه خپله پوهېږم، سپین سترګي. په خندا مې ورته ووې: نن زموږ هم همدا حال و، مورکه سبا ان شاءالله درځي. سمه ده یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: یوه خبره وکړم؟ ورته مې وویل: هو ولې نه؛ خو چې سخته نه وي. په خندا یې ځواب راکړ: مه وېرېږۀ، سر له نن څخه به ستا ادبي نوم (تخلص) ژوند وي، ځکه ته زما ژوند یې. بیا یې ووې: ته ګورۀ، له نوم سره دې څومره ښکلی راځي، الهام ژوند. حیران شوم، په ریښتیا هم خوږ راباندې ولګېده، له ځان سره مې څو ځلې تکرار کړ. په همدې چورت کې ډوب شوم، چې هیلې راباندې غږ کړ: څنګه غلی شوې، لکه چې خوند یې درنه کړ، بس بیا مرګ کیږدۀ. موږ دواړو وخندل، ورته مې ووې: والا دومره ښه راباندې ولګېده، دې ته فکر یووړم، ځکه غلی شوم. ښه بیا خو مبارک شه یې ووې او زیاته یې کړۀ: له نن نه وروسته زه هم هیله ژوند شوم. ورته مې وویل: بیخي ښکلي او مناسب شول، تاته دې هم مبارک وي. مننه یې وکړۀ او راته یې ووې: بس ورځۀ نور ارام ویده شۀ، که خدای کول سبا به ځانګړي ورځ وي، بیا به سره غږېږو. ان شاءالله مې وویل، خدای په اماني مو وکړۀ او اړیکه مو پرېکړۀ. کور ته راغلم، مور مې ځان ته ځای تیاروۀ، څملاسته، زه خپلې کوټې ته لاړم. کړکۍ مې راخلاصه کړۀ، نږدې په توشک کېناستم، له باندې څخه یخ باد راننواتۀ، خوند یې راکړ. یو ډول پټه خوښي مې محسوسوله، له ځان سره مې ویل، سبا به مې مورکۍ له ښه زېري سره راځي، نور وخت راغلی، چې هیله ژوند زما شي. همدې فکرونو مې له سترګو څخه د خوب ښاپېرۍ الوزولي وې، تر ناوخته ویښ وم، نیمه شپه به وه، چې ویده شوی وم. سهار چې راپورته شوم، لکه دا هر څه چې مې خوب لیدلی وي، بیا مې ذهن ته راغلل، چې نه دا ټول ریښتیا دي. له چایو وروسته، چې زه کلینک ته روانېدم، مور مې ووې: زه یو ځل له ګاونډیانو کره ځم، چې هغه ترور یې بل چېرته لاړه نشي. ورته مې وویل: سمه ده، زه خپل کار ته ځم، نور ته پوه شۀ او کار دې، ترې راوواتم. نن د نورو ورځ په پرتله راباندې ناوخت و، رېشکې ته پورته شوم، د کلینک مخته ښکته شوم، خاضري مې امضاء کړۀ، د پوهنتون لار مې ونیوۀ. نن زه خوښ وم، هر څه راته خوښ ښکاره کېدل؛ خو ورځ قسم کړی وه، چې ژر به نه تېرېږم، د کال غوندې اوږده شوۀ. له پوهنتون چې راغلم؛ کوچني ورور ته مې زنګ وکړ، مور کور کې ده؟ هغه وویل: نه، تر اوسه نه ده، راغلې. هیلې ته مې هم زنګ نشو کولای، چې پوښتنه مې ترې کړي وای، ځکه پوهېږم، چې د مور دوی سره به ناسته وي. بلاخره ددې اوږدې او له انتظار ډکې ورځې مزدیګر شو، لمر ورو، رور خپلې لمنې ټولولې او د غرونو شاته یې ځان پټوۀ. ماښام ته نږدې، چې د هیلې پلار له کلینک ووت، زه هم کور ته روان شوم، چې ورسیدم؛ نو مور مې راغلې وه. دروازې ته نږدې د اوبو په نالکۍ اخته وه، له ستړي مشي سره سم مې پوښتنه ترې وکړۀ: مورکې، څنګه شوه، د هیلې دوی لره لاړه وې؟ تر بیا ښې چارې

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (11)

11 ټولې رایې

5★
3
4★
4
3★
2
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan