oiuytrew
ریس خادیم

39 برخه

256 لیدنې 13 رایې
4.1 (13)
ریس خادیم
ریس خادیم 24 Aug 2026

39 برخه!مور له ځایه راپورته شوۀ او راته یې ووې: هو الهامه زویه، تللې وم، ورځ مې ټوله هلته تېره کړۀ، مزدیګر ناوخته راغلم. بیا مې پوښتنه ترې وکړۀ: ښه نو څنګه شوه، د هیلې په اړه دې ورته ونه وې؟ نالکۍ یې بند کړۀ، ځواب یې راکړ: ولې نه، مور ته مې یې ووې. ویل یې، چې زه ستاسو نه بل ښه ځای لور ته نه غواړم، د پلار به یې هم خوښه وي؛ خو بېګاته چې راغی یوه مشوره به ورسره وکړو. له خوښۍ مې نږدې چیغې کړې وې، له مور مې کلکه غېږه تاوو کړۀ او په تندي مې ښکل کړۀ. ورته مې وویل: بیا موږ ته احوال راکوي، چې له پلار سره وغږیږي؟ هو یې وکړل او زیاته یې کړۀ: مور یې راته ووې، چې بېګاته موږ سلا سره وکړو؛ نو زنګ درته کوو. ما څه ویل غوښتل، چې مشر ورور مې هم په دروازه راننواتۀ. درې واړه کوټې ته لاړو. عابد هم له مور څخه د هیلې دوی کره د تګ پوښتنه وکړۀ؟ مور مې ماته کړي خبرې ورته تکرار کړې. ما څه ویل، چې عابد وړاندې شو: هلکه، پیسې راپیدا کوۀ، چې غم دې خلاص کړو. په خندا مې ورته ووې: مشر ورور مې یې ښځه خو به راته کوې. مور مو په خبرو کې راولوېده: اوس د ټوکو وخت نه دی، دومره لږ راپیدا کړئ، چې لاسنیوي (دسمال) ور وړلو کې یې ورکړو. مشر ورور مې ورته ووې: سمه ده، یوه اندازه به زه راپیدا کړم او یوه اندازې به الهام، چې اوس دغه کار پرې وکړو، نور بیا خدای مهربان دی. په همدې خبرو لګیا وو، چې د نرسې زنګ راغی، اواز مې پرې بند کړ، بېرته مې جېب ته کړ. شېبه وروسته یې بیا زنګ وکړ، د باندې ورته راوواتم، چې اوکې مې کړ؛ نو سمدستي یې راته ووې: الهامه زما د ترور لور هیله دې مبارک شۀ، ژوند دې ورسره خوږ شۀ؛ مګر نور یې خبرې ورکې شوې، څو غږونه مې ورته وکړل، ځواب یې نه راکاوۀ؛ خو بیا یې په ژاړه غوني غږ دغه خبره وکړۀ: زه به هیلې ته ووایم، چې په تا ډېر پام کوي، اړیکه یې پرېکړۀ. زنګ مې ورته وکړ؛ خو شمېره یې بند وه. سخت زړه مې پرې وسوځېده؛ مګر هېڅ چاره نه وه. بېرته کوټې ته لاړم، فسبوک مې راخلاص کړ، چې کړنګ وټساپ ته مې د هیلې مسېج راغی، لیکلي یې و: زما الهامووو چې ویده نشې، زه ناوخت کې زنګ درته کوم. سمه ده مې ورته ولیکل؛ خو اوس یې وټساپ بند و. ډوډۍ چې مې وخوړۀ؛ نو جومات ته لاړم، له لمانځه وروسته په نږدې دوکان کې لږ کېناستم؛ خو خوند یې رانه کړ، بېرته کور ته راغلم. تر ناوخته سره ناست و، بیا چې هغوی څملاستل زه هم د څنګ کوټې ته واوښتم او د هیلې زنګ ته منتظر وم. د شپې یوولس بجې شوې؛ خو پته یې ونه لګېده، سترګې مې درندېدې، ما ویل ویده نه شم؛ د باندې ته راوواتم، له کړکۍ سره نږدې مې ځان ته چوکۍ کیښودۀ، چې کېناستم؛ نو د هیلې زنګ راغی. په بیړه کوټې ته راغلم، د زړه له درزا سره مې موبایل اوکې او سلام مې وکړ. علیکم سلام یې ووې او بیا یې زیاته کړۀ: الهاموووو څه ډول درته ووایم، بابا مې هم خبره ومنلۀ، زه نور ستا شوم. لکه خوب چې وینم، هېڅ باور مې نه لګېده، له سترګو مې بې احتیاره اوښکې روانې شوې. هیلې غږ کړ: الهامه، څنګه غلی شوې؟ ورته مې ووې: هیلووو، نور خبرې راڅخه ورکې شوې، هغه راباندې پوه شوۀ، چې ژاړم. په حیرانۍ یې وویل: اې لېونیه، ته ژاړې؟ ولې؟ ځواب مې ورکړ: هیلوووو، دا څنګه شېبه ده، دا هر څه اوس ریښتیا دي؟ زه دومره بختور یم. ما نور څه ویل، خبره مې یې ونیوۀ: زما ښکلیه، بس کړۀ، ژاړه مه، ستا سره خندا خوند کوي، وخاندۀ. سمه ده مې وکړل. هغې ووې: مور دوی تر اوسه ناست دي، زه ورځم، فقط مې ته خبرولې، سبا مې بابا ستا مشر ورور ته زنګ وهي. ورته مې وویل: هله ورځۀ، سمه ده بیا سره خبرېږو. اړیکه مو پرې کړۀ، ښې پرېمانه د خوشالۍ اوښکې مې توی کړې، خدای ته مې د شکرانې سجده وکړۀ. تر سهار خوب رانغی. نن چای هم خوند نه راکاوۀ، همداسې کلینک ته لاړم. په خپل ځای کې وم، چې ډاکټر کلینک ته راغی؛ نو یې زه وغوښتلم. زړه مې بې واره ټوپونه وهل، معاینه خونې ته یې ورننواتم، سلام مې وکړ. علیکم سلام یې ووې او بیا مخامخ چوکۍ ته اشاره وکړۀ، چې کېنه. د کړکۍ پرده یې کش کړۀ، مخ یې راواړوۀ، راته یې وویل: الهامه، دا حق انسانانو ته الله تعالی ورکړی دی، چې پخپله خوښه د ژوند ملګری ځان ته وټاکي، کورنۍ ته پکار نه ده، چې مخالفت یې وکړي؛ خو د هلک او جینۍ ښه او بد باید وګوري. زه مې خپلې لور ته ستا څخه بل هېڅوګ غوره نه بولم، ته په هر هغه څه پوره یې، چې زه یې د لور لپاره غواړم. دلته چې راتلم؛ نو په لاره کې مې ستا مشر ورور ته زنګ وکړ، هغه ته مې هم ووې، هر کله مو چې خوښه وي، راشئ لاسنیوی به وکړو، زما لور ستاسو ده. ما سر لاندې اچولی و، مړې خوالې راباندې راماتې وې، د هیلې پلار خبره وغځوله: زه مې د لور یوه روپۍ هم نه غواړم، چې څومره مې له وسه پوره وي، هغه همکاري به هم کوم. اوس ستاسو راتګ په تاسو پورې اړه لري، چې څومره کسان راولئ، زه ډوډۍ ورته کوم، بیا یې وایم، زه مې لور خرڅوم نه، نه تاسو د چا سوال ته کېنوم، د خلکو له مخه به خط سره ولیکو، نور زه یوه روپۍ هم نه غواړم، چې څنګه ستاسو خوښه وي، هماغسې درسره ځو. مننه مې وکړۀ، ورته مې وویل: سمه ده، چې څنګه ستاسو خوښه وي. هغه بیا ووې: نه، ته چې لاړې؛ نو په کور کې همداسې ورته ووایۀ. سمه ده مې وکړل، ما څه ویل چې هغه له ځای پورته شو او زما خواته راغی، یو بنډل پیسې یې ماته ونیوې، دا واخلۀ. حیران شوم، ورته مې وویل: په دې څه وکړم؟ ځواب یې راکړ: کله چې راځئ؛ نو دغه به درسره راوړئ، زموږ ستاسو د تربورانو وطن دی، خپل پرادی به وي. ما څه ویل غوښتل، هغه ووې: بس نور خبرو ته اړتیا نشته، دا واخلۀ، چې څه زه وایم، هماغسې وکړۀ. نه پوهېدم، چې اوس څه وکړم او څه ورته ووایم، هغه پر خپلې چوکۍ کېناست راته یې وویل: ته نن رخصت یې، ورځۀ دغه کار وکړۀ.. ماته ګوډه مننه مې وکړۀ، د خدای په امانۍ وروسته کور ته روان شوم. په ټوله لاره د هیلې پلار مهربانۍ ته حیران وم، له ځان سره مې ویل: کاش! هر پلار داسې اوسي، کاش! ددې ټولنې هر وګړی داسې مهربان وای. له زړه مې بې اختیاره دعا ورته واتله. تر کوره هېڅ په لار پوه نه شوم، چې څه ډول راغلم، له لویې دوازې چې راننواتم؛ نو مور ته مې غږ کړ.مور مې غږ ونه وکړ، چې کوټې ته راغلم، راډیو ورته چلند چای ته ناسته وه، زما په لیدو حیرانه شوه، راته یې ووې: ته کلنیک ته نه وې تللی؟ ولې نه تللی وم مې ووې، تر څنګ یې کنېاستم. مور مې بیا پوښتنه وکړۀ: نو ولې دومره وختي راغلې، خیر دی؟ د چای پیاله مې ځان ته ډکه کړۀ، د هیلې پلار راکړي پیسې مې د مور مخته کيښودې او ټوله کیسه مې ورته وکړۀ. مور مې نه منل، راته یې وې: هر وخت ټوکې مه کوۀ، له چا دې واخیستې؟ ورته مې وویل: باور وکړۀ، همداسې وي، چې څنګه درته وایم. په حیرانۍ یې راته یې ووې: الهامه زویه، ما چې څومره فکر کاوۀ، دوی له هغه هم پورته ښه وختل، بیا یې له سترګو اوښکې روانې شوې او په غرېو نیولي غږ یې زیاته کړۀ: ټوله شپه پیسو ته په زړه کې نیولي وم، دومره زارۍ مې خدای ته کړي، چې تر سهاره مې خوب نه دی کړی. اوښکې مې یې په لاس وچې کړې، ورته مې وویل: مورکې، ریښتیا چې خدای ډېر مهربان دی او هغه څه کوي، چې زموږ ستاسو په فکر کې به هم نه وي. د مور مې له خوښۍ بیخي رنګ بل ډول شو، ښه شېبه مو وژاړل او بیا یې ماته مخ را واړوۀ: زویه، دا زما ارمان وه، چې تاته یوه ښکلې جینۍ وکړم، لکه چې دغه ارمان مې هم پوره کیږي. غېږ مې ترېنه بدله کړۀ، په تندي مې ښکل کړۀ، ورته مې وویل: هو مورکې، ان شاءالله. تر ډېره په همدې موضوع سره لګیا و، بیا مې مور له ځایه پورته شوه، ډوډۍ به پخه کړم، چې بېګاته عابد راشي؛ نو د لاسنیوی وخت به وټاکو او څومره چې زر کیږي؛ نو ښه ده. سمه ده مې ووې، هغه نغري ته لاړه او زه د باندې راوواتم. کله یوه خوا کله بله خوا؛ خو ورځ تېره شوۀ، ماښام مې چې مشر ورور راغی، مور مې ورته ټوله کیسه وکړۀ، بیا د هیلې دوی کره د ورتلو په سر خبرې شوې، بلاخره د ټولو نظر دا شو، چې د جمعې په ورځ یعنې سبا نه بل سبا به ورځو. مشر ورور مې وویل: ډېر بیروبار نه جوړوو، هغوی هم نه په تکلیف کوو او ځان هم، فقط چې یو څو کسان ورشو خلاص. مور مې هم دغه خبره ورسره تائید کړۀ، زه او کوچنی ورور مې غلي وو. همدا پرېکړۀ وشوۀ، مشر ورور مې د هیلې پلار ته زنګ وکړ او همدا نظر یې ورسره شریک کړ. هغه ورته وویل: بس له دې ښه خبره نشته، زما هم همداسې خوښه ده. ماما، ترور او تره مو انتخاب کړل، چې هلته به راسره ځي. دغه دوه د کالونو غوندې ورځې هم تېرې شوې، د جمعې شپې ماښام مو خبر کړي خپلوان هم راغلل. د شپې تر ناوخته سره ناست وو، هرې خواته شور وو. یوه بجه به وه، چې تره مې ووې: هله نور ویده کېږو، سبا ورځ او شپه هم پاتې دي. ټول څملاستل؛ خو ماته له خوښۍ تر ناوخته خوب نه راتله، سهار ته نږدې ویده شوم، چې د ماما په غږ بېرته راپورته شوم. لمونځ چې مې وکړ؛ نو د باندې راوواتم. کله چې لمر راښکاره شو، کور ته راغلم. هر څوګ د ځان په سینګارولو لګیا وو، ترور ته مې ووې: ښځه ماته کوي، خوشال تاسې یئ. په خندا یې ځواب راکړ: خود به خوشالېږم، خدای داسې وخت راوست، ورارونه مې دومره لوی شول، چې ښځې ورته کوو. کوچني زوی یې له کوټې ورته راغږ کړ: ادې، زر کوۀ، جامې رابدلې کړۀ. ورته مې وویل: هله ورځۀ، زه هم د څنګ کوټې ته راغلم. تقریباً نهه بجې به وې، چې درې له ښځو، سړیو او ماشومانو ډک موټر د هیلې دوی کور په طرف روان شول. زه کور کې پاتې شوم؛ خو زړه مې له دوی سره د هیلې په لور لاړ و. لږ وروسته زه هم ښار ته راوواتم، تر غرمې ناوخته وګرځېدم، کله چې ډوډۍ ته کېناستم؛ نو د هیلې زنګ راغی، له اوکې سره یې راته ووې: الهاموووو، مبارک شۀ، زه یې ستا په نوم کړم. له خوشالۍ به خدای خبر په کوم حال وم، ورته مې وویل: زما هیلووووووو، تاته دې هم مبارک وي. هغې په بیړه زیاته کړۀ، اوس خلک دي، بیا غږېږو. سمه ده مې وکړل او اړیکه مې پرې کړۀ. ورپسې مې مشر ورور زنګ راته وکړ، مبارکي یې راکړۀ، بیا یې راته وویل: موږ نور درځو، د شپې لپاره له کومې نانوایۍ ولا سره د ډوډۍ خبره وکړۀ، ناوخت کې به بیا نه وي. ورته مې ووې، همدا اوس ورسره غږېږم. موبایل یې قطع کړ. د کور سره نږدې نانوایۍ ولا سره مې خبره وکړۀ او کور ته راغلم. لمونځ چې مې وکړ، د باندې په برانډه کې ناست وم، دوی راغلل. مور او ترور مې له دروازې په ګډا شروع وکړۀ، زه هم له ځای څخه پورته شوم، چې څوګ به له لویې دروازې راننواتل؛ نو ګډه به یې کوله. ماته چې رانږدې شول؛ نو چکلېټ شیان یې راباندې وشیندل، چا زرورکې راباندې وپاشل، ټولو مبارکي راکوله. زما له خوښۍ یو الله خبر و. له ډېرې مودې وروسته، هغه هیلې ته وراسېدم، چې اصلاً زما ذهن نه اخیستل، باور مې نه کېدۀ. د شپې په کور کې یو شور جوړ و، دریا وهل کېده، سندرې وې او بلاخره الهام ژوند ته د هیلې ژوند د کوژدې دسمال راوړل شو او هیله د الهام په نوم شوه. د ناول پای

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.1
4.1 (13)

13 ټولې رایې

5★
4
4★
7
3★
1
2★
1
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan