یوه سړي هره ورځ بانک ته ۵۰۰ ډالره ایښودل. د بانک کارکوونکي حیران شول چې دا سړی ولې پیسې په یوه ورځ نه ایږدي، او ولې هره ورځ راځي. هغوی دا خبره د بانک مدیر ته ورسوله.مدیر وویل: که سبا راغی، نو ماته یې راولیږئ.سبا هغه سړی راغی او ۵۰۰ ډالره یې ایښودل. کارکوونکو ورته وویل چې مدیر غواړي درسره وویني. سړی د مدیر دفتر ته داخل شو.مدیر ترې وپوښتل: ولې پیسې په یوه ورځ نه ایږدې؟ دا به ستا لپاره اسانه وي چې یو وارې یې داخل کيږدي.سړي وویل: ځکه چې زه دومره پیسې په یوه وار نه لرم.مدیر ترې وپوښتل: نو ته څه کار کوې؟سړي وویل: زه کوم کار نه لرم، یواځې په قهوه خانو کې ناست یم او شرط لګونه کوم، او شرطونه ګټم.مدیر وویل: آیا له ما څخه هم شرط ګټلی شې؟سړی وویل: راځئ چې امتحان يې کړو.مدیر: پر څه شی شرط؟سړی: زه شرط ږدم چې کولی شم دواړه سترګې ښکل کړم (مچ يې کړم).مدیر: که وکړې، نو ۵۰۰ ډالره درکوم.سړی خپله یوه مصنوعي سترګه ویسته، مچ یې کړه او بېرته یې ځای پر ځای کړه. مدیر حیران شوو، خو شرط یې وبایله او ۵۰۰ ډالره یې ورکړل.بله ورځ مدیر بیا راوغوښت او وویل چې زه غواړم دا ځل زه شرط وټاکم. سړی ومنله.مدیر: دا ځل پر څه شی شرط دی؟سړی: زه شرط ږدم چې کولی شم خپل غوږ وچیچم.مدیر د سړي غوږ وکاته، چې حقيقي وو. نو ورته ویې ویل، شروع کړه.سړي خپل مصنوعي غاښونه ویستل، غوږ یې پرې وچیچل، او بېرته یې ځای پر ځای کړل. بیا یې ۵۰۰ ډالره واخیستل.مدیر ډېر غصه شو.بله ورځ یې بیا راغوښت او ویې ویل: دا ځل شرط باید د تا له بدن څخه نه وي، بل شي باندې وي.سړی ویې ویل: سمه ده، دا ځل زه ستا پر بدن شرط ږدم.مدیر: څه ډول؟سړی: زه پوهېږم چې ستا نيکر د (پتلون د ننه) څه رنګ لري.مدیر: څه رنګ؟سړی: سور رنګ.مدیر وخندل او ویې ویل: غلط دې وویل، زما دننه نيکر سپین رنګ دي.سړی وویل: د دې ثبوت لپاره باید ته پتلون ښکته کړې.مدیر پتلون ښکته کړ، رښتیا یې نيکر سپین وه. سړی ۵۰۰ ډالره وبایلل.خو سړی وخندل او ویې ویل: ما ستا له کارکوونکو سره ۲۰۰۰ ډالره شرط ایښی و چې زه کولی شم تا دې ته مجبور کړم چې پتلون ښکته کړې. اوس ما له هغه شرطه ۱۵۰۰ ډالره ګټلي دي..!نوټ : سخت کار مه کوي، ځيرکانه کار وکړي
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
219 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)