په اوسني وخت کې فېسبوک د عاید ترلاسه کولو مهم پلیټفارم ګرځېدلی، خو په افغانستان کې د جغرافیایي محدودیتونو له امله د دې پروسې عملي کول یو څه ځانګړې لارې چارې غواړي. که څوک غواړي خپل فېسبوک اکاونټ یا پاڼه مونوټايز کړي، نو باید هم تخنیکي اړخونو ته پام وکړي او هم د محتوا کیفیت ته.۱. اصلي محتوا تر هر څه وړاندې، اصلي او اورېجنل کنټېنټ د مونوټايزېشن لپاره مهم شرط دی. فېسبوک هغه پاڼو ته عاید نه ورکوي چې د نورو ویډیوګانې کاپي کوي، له ټک ټاک، یوټیوب یا نورو سرچینو څخه مواد اخلي او له اجازې پرته يې خپروي. خپله ویډیو پخپله ثبت کړئ، خپل غږ، تحلیل او نظریات پکې وکاروئ او د نوې او ځانګړې زاویې څخه موضوعات وړاندې کړئ. که کنټېنټ مو اورېجنل نه وي، نو حتی که نور شرایط هم پوره کړئ، بیا هم مونوټايزېشن نه ترلاسه کوئ.۲. د VPN کارول ځکه چې افغانستان د فېسبوک د مونوټايزېشن له رسمي هېوادونو څخه نه دی، نو د موقعیت بدلول ضروري کېږي. وي پي اېن ستاسو انټرنېټي موقعیت بدلوي او فېسبوک ته داسې ښکاره کوي چې تاسو په بل هېواد کې یاست. (سرف شارک) ښه او ګټور وي پي این دی. ثابت او چټک وصلېږي. د بېلابېلو هېوادونو سرورونه لري. نسبتاً خوندي دی. د فېسبوک لپاره ښه کار کوي. د وي پي اېن د کارولو پر مهال تل له یوه ثابت هېواد سره وصل پاتې شئ (مثلاً امریکا یا اروپا). په مکرر ډول ځای مه بدلوئ.۳. د RDP کارول آر ډي پي هغه لاره ده چې تاسو ته اجازه درکوي د بل هېواد له کمپیوټر څخه کار وکړئ. یو آر ډي پي سرور له بهرني هېواد څخه واخلئ. له خپل کمپیوټر یا موبایل څخه ورته وصل شئ. خپل فېسبوک یوازې د همدې سرور له لارې مدیریت کړئ. له دې لارې به ستاسې موقعيت تبدیل شي.د بریالیتوب لپاره مهم ټکي دوامداره پوسټ کول، د لیدونکو سره تعامل، د ویډیو کیفیت لوړ ساتل، لنډې او جذابې ویډیوګانې جوړول او د کاپي کنټېنټ څخه ځان ساتلپه افغانستان کې د فېسبوک مونوټايزېشن که څه هم مستقیم نه دی، خو د اورېجنل کنټېنټ تولید، وي پي اېن (په ځانګړي ډول سرف شارک) کارول، او آر ډي پي څخه استفاده کولی شي دا پروسه اسانه کړي. تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د کیفیت لرونکې محتوا تولید ته لومړیتوب ورکړئ، ځکه اصلي بریا په همدې کې ده.د دې لارو چارو په تعقیب کولای شئ چې په افغانستان کې دنننه هم خپل اکاونټ مونوټایز او عاید ترې واخلئ.
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.7
7 ټولې رایې
5★
3
4★
2
3★
0
2★
1
1★
1
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
ساینس او ټیکنالوژې
ساینس پوهان وايي
ساینس پوهان وايي، د نن څخه 66 میلیونه کلونه مخکې د فضا څخه یوه ستره ډبره د ننني «مکسیکو» د «یوکاتان» ټاپو ته نژدې پر ځمک...
ریس خادیم
165 لیدنې
01 Aug 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
د ياجوج او ماجوج ديوال او ګوګل ارتهـ
د یاجوج او ماجوج دیوال او ګوګل ارتھ: عصري سپوږمکیزې نقشې او د ملحدينو پوښتنې نن سبا چې د ګوګل ارتھ (Google Earth) په وس...
نصيح الله ماهر
223 لیدنې
01 Aug 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
📌 په Microsoft Word کې د ځینو اسلامي نومونو لنډ حالت
📌 په Microsoft Word کې د ځینو اسلامي نومونو لنډ حالت 👇 د لاندې طریقې له مخې یې په Word کې ولیکئ: ﷺ صلى الله عليه وسل...
ریس خادیم
252 لیدنې
30 Jul 2026
0.0
(0)